کور / سياسي / د افغانانو و ارادې ته بايد درناوی وسي!

د افغانانو و ارادې ته بايد درناوی وسي!

د افغانانو و ارادې ته بايد درناوی وسي!
افغانستان  د خپلواکو، سرلوړو او غښتلو اولسو ټاټوبی دئ . د دې وياړلي هيواد د غرو او ډاگو ازاد بچي په ډېره مينه لوږه، تنده، نېستي او دربدري مني؛ خو د پردي واک تر کرغېړن سيوري لاندي و زيست او ژواک ته هيڅکله غاړه نه ايږدي . له همدې خاطره يې تل په تشو لاسو د وخت له فاتحانو او فرعوني زورواکانوسره ډغري وهلي دي . د زرو او لکو شهيدانو په ورکولو سره يې د استعمارگرانو پر خصمانه او مغرضانه ارادو د بطلان کرښه ايستلې ده . د شلمي پېړۍ په اتيايمو کلو کي د روسي يرغلگرو شرمناکه ماته او شړل، د دې ادعا روښانه ثبوت دئ .


په خواشينۍ سره، غربي استعمارگرانو پر دې څرگندو تاريخي واقعيتو سربېره، زموږ د خپلواکۍ مينو افغانانو و پياوړو او نه بدلېدونکو ارادو ته په سپکه وکتل؛ او دا دی له څه کم يوولسو کلو راهيسي د توپ و ټانک په زور هلي ځلي کيي (کوي)، چي زموږ پر خپلواکو او توريالييو خلگو خپله کرغېړنه استعماري اراده وتپي . د ۲۰۰۱ع کال د اکتوبر پر اوومه يې د خپل ياغي يار، بن لادن، په گونا د څو وطن پلورونکو مزدورانو په مرسته، زموږ پر وياړلې خاوره پوځي بريد وکئ .  وروسته يې زموږ  د خپلواک او سرلوړي ملت و ارادې ته په شا اړولو سره د جرمني په بون کي د تړلو دروازو تر شا د بدنامو قاتلانو، جنايتکارانو، ورانکارو، غلو او مزدورانو په گډون، خپل مزدور حکومت پر افغانانو و تپئ، چي دا دی له څه کم يوولسو کلو راهيسي د دې کړېدلي او دردېدلي ملت پر وينو، اوښکو او ساندو معاملې او سوداگرۍ کيي . موقت، انتقالي او تش په نامه انتخابي حکومتونه ټول د همدې طاغوتي استعمارگرانو د ارادو ممثل وه او دي .  اساسي قانون او ځيني نور عادي قوانين هم د دوی په لارښوونه تدوين او تصويب سول . ازاد بازار، استهلاکي او وارداتي اقتصاد، د دولتي تصديیو ليلام او ځيني نور ملي ضداقتصادي –  فرهنگي سياستونه هم د همدغو امريکايي او ايتلافي استعمارگرانو د ناولو ارادو يوه برخه ده . دا هم د امريکايي او اروپايي يرغلگرو فرمان ؤ، چي د دفاع او کورنييو چارو وزيران، معينان او نورو اداري مشران به د افغاني دود او بايدې پر خلاف د عسکري يونيفورم پر ځای ملکي جامې( په حقيقت کي اوروپایي جامې) اغوندي .  


هوايي بمبارۍ؛ د خلگو په کورو کي د شپې له خوا تلاښۍ؛ زموږ د ځينو بې گونا هيوادوالو سترگي، لاسونه او پښې تړل؛ د بگرام او گوانتنامو په محبسو کي بدي ورځي او داسي نور ظلمونه هم گرده د دې نابللو مېلمنو په حُکم جاري دي . خپل کښېنولی نوکر يې ظاهراً ژړاوي او زارۍ کيي، چي د خدای پر پار د خلگو پر کورو او کلو خپلسري بمبارۍ مه کوئ؛ خو دوی يې په خوله پياز هم نه ميديي . پخوا بې( به يې) ويل، چي طالبان د تروريزم پلويان دي؛ و « بشري حقوقو »، « ډيموکراسۍ » او « اساسي قانون » ته غاړه نه ايږدي؛ ځکه نوبايد هيڅکله وسياسي واک ته پرې نښوول سي . د يرغل په اولو کلو کې بېچاره کرزی څو پلا و طالبانو ته د خبرو او روغي جوړي د بلني ورکولو په وجه په ښکاره وترټئ؛ خو سره دې ټولو خبرو دا دی له څه مودې راهيسي گورو، چي همدې زورواکو په خپله اراده و هغو طالبانو ته په قطر کي دفتر پرانيستئ؛ او تر اوسه پوري د سياسي جوړ جاړي په هيله د خبرو او چنو پر مېز  ورسره ناست دي، چي تر پرونه يې« تروريستان »،« مستبدين »، « وحشيان » او « د ښځو و بشري حقوقو دوښمنان » بلل . که څه هم د کرزي مزدوري ډلي په پيل کي د امريکانو پر دې دوگوني عمل رسماً احتجاج وکئ؛ او د پخواني شمالي اتحاد پلورل سوو مشرانو لکه عبدالله عبدالله، يونس قانوني، ضياء مسعود، عطاء محمد نور، عبدالرشيد دوستم، حاجي محمد محقق او ځينو نورو مزدورانو د امريکايي چارواکو و دې يو اړخيزي پرېکړي ته د خپلو گټو په وړاندي د لويي توطيې او خيانت په سترگه وکتل؛ خو په پای کي ټولو نوکرانو  له ناچارۍ د خپلو بادارانو و يو اړخيزي ارادې ته سرونه ټيټ کړل .


افغانان وايي :  موږ مو په کلي کي نه پرېږدو؛ خو دوی په زور او بۍ شرمۍ مخکي لا خپلي بسترې د کور په سر کي غوړولي دي . وسله وال مخالفين د وسلو په ژبه او عام خلگ د مظاهرو، لاريونو او غونډو په جوړولو سره د ټولو پردو عسکرو د وتلو مکرري غوښتني کيي؛ خو دوی د« ستراتيژيک تړون »تر پردې لاندي د خپلو ا پوځي او استخباراتي اډو و« دايمي کولو»ته ملا وتړله . له همدې سَوَبه خو زه تل دا تپل سوې او بې شرمانه پرېکړه د تړون، قرارداد، معاهدې، مقاولې، ميثاق، موافتنامې، پيمان او داسي نورو حقوقي مفاهيمو پر ځای د تحميلنامې، اسارتنامې، غصبنامې، تحديد نامې او داسي نورو په نامه يادوم؛ ځکه په داسي تپل سوو استعماري اسنادوکې د بين المللي تړونو د تر ټولو مهمو او اساسي شرايطو( د عاقدينو د ارادې د استقلال، حقوقي برابرۍ او اولسي رضايت) هيڅ څرک نه مالوميږي .


بالاخره نن گورو، چي د امريکا د متحدو ايالتو د دباندييو چارو وزيره، هيلري کلينټن، ناببره وکابل ته ځي؛ او په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي اعلان کيي، چي د سپيني ماڼۍ واکدار، بارک اوباما، افغانستان د ناټو تر چوکاټ دباندي د امريکا د نوي او لوی متحد په توگه ياد کړئ دئ؛ او مزدور کرزی هم د خپلو امريکايي بادارانو و دې يو اړخيزي پرېکړي ته من من غوښه اخلي .  پوښتنه دا ده، چا له امريکا سره د عسکري اتحاد غوښتنه کړې ده، چي امريکايي واکمنان يې په خپله خوښه او خپله اراده پر افغانانو تپي؟!


دا منو چي امريکايي او ايتلافي دولتونه نن د وسلو، پيسو او مزدورانو په زور د نړۍ پر بېلابېلو اولسو خپله  استعماري اراده چليي؛ خو داستکبار، فرعونيت او انانيت دا سياست تل تر تله دوام نسي کولای . زموږ  مړني اولس خو له تيرو لسو کلو را پدېخوا د دې استکبار او فرعونيت په وړاندي پاڅون کړئ دئ؛ او د خپلو زړورو نيکونو په شان  د هيواد، خپلواکۍ او افغاني وياړونو د خوندي ساتلو په لار کي له هيڅ راز سرښندني او قربانۍ څخه ډډه نه کيي . لکه څنگه چي تاريخ زباد کړې ده، زموږ د اتلو او غښتلو هيوادوالو ارادې ، نه ماتېدونکي او نه اوښتونکي دي . تر هغه وخته، چي امريکايي او ايتلافي واکمنان د دې سرلوړي هيواد  داکثريت خلگو، نه څو خرڅ سوو مزدورانو، و ارادې ته بشپړ درناوی و نه کي، په افغانستان، سيمه او نړۍ کي د سولي، ثبات او ارامۍ خبري د اوبو د سر کرښي ښکاري .