کور / تازه خبرونه / خوست: دسولې اوقومي يووالي دټينګښت يون پيل سو

خوست: دسولې اوقومي يووالي دټينګښت يون پيل سو


د روانې مياشتې په ٢٠نېټه دسه شنبې په ورځ دخوست والي په ځانګړې لارښوونه دخوست ولايت دتڼيو ولسوالۍ په سرحدي پرته سيمه عادمحمد زيارت څخه دسولې اوقومي يووالي دټينګښت کاروان يون پيل کړ، د ياد کاروان رسېدو سره سم دسيمي ګڼ شمير مخورو مشرانو اوځوانانولخوا يې په ملي مينه او ولولوسره استقبال و شو، دسيمې اوسیدونکو دخوست والي څخه مننه کوله او  زياتوله يې:   دخوست ولايت دټولو اوسيدونکو لپاره داډيردوياړ ځاى دى چې دولتي مشران يې هرې سيمې ته سفرکوي اودخپلومظلومو ولسونو له ژوند ،حالاتو او چارو څخه ځان خبروي .


د کاروان بل ګډونوال او قومي مشرحاجي جان محمد بياپه خپلو خبروکې دسولې اوقومي يووالي دکاروان له لارويانو غوښتنه وکړه ترڅو په هغه سيمه  کې چيرته چې عادمحمد زيارت شتون لري دخلکو دستونزو دهواري لپاره دښوونځيو ،روغتيايي کلينيکونو ،سرکونو اوپلونوپه جوړيدوکې دمرسته کوونکو ټولنوتوجه راجلب کړي.
په هغه پروګرام کې چې د همدې کارون په وياړ جوړ شوی و، پکې خوست والي هم وينا وکړه ده په خوست کې دسولې اوقومي يووالي دټينګښت په موخه دپيل شوي کاروان مبارکي دخوست ولايت ټولو ولسونوته وړاندې کړه ،ده وويل چې دغه کاروان به دياد ولايت بېلابېلو ولسواليوته خپل خوځښتونه پيل کړي د نعيمي په وينا، چې دې کاروان کې به دسولې ،امن ،ترقۍ ،اسلامي ورورولۍ ،يووالي ،تمدن ،پوهنې اوپرمختګ پيغام نغښتى وي نعيمي وويل: اوس مهال اړتيا ده چې ترټولوزيات ديني علماء په هېوادکې دسولې دروانې پروسې دپياوړتيالپاره هڅې زياتې کړي اوټول هغه ناراضه ورورڼه چې دامهال په وسلوال مخالفت بوخت دي له جګړې راوګرځوي دسولې اوثبات له پروسې سره يې يوځاى کړي ترڅو دهېوادپه جوړونه اوترقۍ کې برخه واخلي.


خوست والي په دغه کاروان کې په ټولو ملي سواګرو اوشتمنوخلک باندې غږ وکړ ترڅو ددغه تاريخي ساحې دښايست اوپه دې ځاى کې دسيلانيانودراجلبولولپاره لازمې مرسته وکړي چې له يوې خوابه دسيمې خلکو ته دکارزمينه مساعده شي اودبلې خوا به ورسره اقتصادي پرمختګ چټک شي.
د يادولو وړ ده، چې عادمحمد دتڼيو ولسوالۍ په سرحدي پرته سيمه کې دلوړ اودنګ غرپه سرپرته سيمه ده،چې د خوست له مرکز څخه شاوخوا ۶۹ کيلومتره فاصله لري، د کاروان ګډونوالو چې د خوست له مرکز څخه يوځای د خوست والي او ولايتي ادارې له مسوولينو سره سفر پيل کړی وه، خوښي ښووله چې په لومړي ځل د افغان لوړپوړ چارواکو سره يوځای د عادمحمدله زياتره ليدنه کوي او د سولې او قومي يوالي د ټينګښت له کاروان سره يوځای کېږي.