کور / تازه خبرونه / راجه پرويز:دافغانستان په مشرى دسولې ملاتړ کوو

راجه پرويز:دافغانستان په مشرى دسولې ملاتړ کوو

دپاکستان لومړى وزير دسيمې دسولې او ثبات لپاره د ناټو داکمالاتو پر وړاندې دلارو پرانستل مهم وګڼل
دپاکستان هيواد لومړى وزير راجه پرويز اشرف په اسلام اباد کې دامريکا متحده ايالاتونو له سفير سره په ليدنه کې زياته کړيده چې ، دپاکستان د حکومت له لوري دناټو د اکمالاتو پر وړاندې د لارو پرانستل دسيمې د ټيکاو لپاره ګټور دي ، لومړى وزير راجه پرويز اشرف همدغه راز ويلې ، چې پاکستان چمتو دى دنړيوالې ټولنې د يوه مسؤل هيواد او د يو ښه ګاونډى په توګه ، دافغانستان د سولې په بهېرکې ونډه واخلې ، نوموړى زياتوي ، اسلام اباد د افغانستان ده مشرى دسولې له بهېرڅخه ملاتړکوي ،
ديادونى وړده چې پاکستان دترکيى هيواد په ناسته کې ژمنه کړي وه چې له افغانستان سره به شل ميليونه ډالره مرسته وکړي ،