کور / تازه خبرونه / پاکستان لاهور: نهه پوليس په يوه بريد کې وژل شويدى

پاکستان لاهور: نهه پوليس په يوه بريد کې وژل شويدى

دپاکستان په لاهور ښار کې دناپيژندل شوو وسله والو کسانو په بريدکې نهه پوليس وژل شوي او دري ټپيان شويدې
د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور ښار د پوليسو مشر اسلم ترين رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار د لاهور ښار د اچهره سيمې په رسول پارک کې رامنځ شوې ده.
د هغه په وينا، ناپېژاندو وسلوالو، چې کره شمېره يې نه ده معلومه ، په يو کور کې پر پوليسو ډزې وکړې، چې له امله يې اته سرتېري ووژل شول او درې ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي پوليس د روزنې لپاره په ياده سيمه کې مېشت وو.
د اسلم په خبره، وژل شوي ټول پوليس د خيبر پښتونخوا ايالت د محبس د محکمې ساتونکي وو او د روزنې په موخه دلته راوستل شوي وو.
دپاکستان د لاهور ښآر امنيتې چارواکو ويلې چې ددې صوبې په اچهره سيمه کې ناپيژندل شوې وسله والو په يوه کور بريد وکړ او پر ډزو يې پيل وکړ ديادو چارواکو په وينا ټول وژل کسان دخيبرپښتونخوا ؤ چې د يوه زندان کارکونکى ؤ چې د زده کړې لپاره يادې سيمې ته ورغلې ؤ تراوسه ددې پيښې لامل نه دى څرګندشوې .

توحيدې