کور / تازه خبرونه / د ۲ واحدو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

د ۲ واحدو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د ليږد دريم پړاو په لوګر ولايت کې تر سره شوو .
د ليږد په دريم پړاو کې دد ې ولايت دوه سيمې شاملې دي چې مسوليت له امريکايې ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوو .
د امنيتې مسوليتونو د ليږد په دريم پړاو کې چې نن په لوګر کې ترسره شوو د هيواد د سميزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مشر عبدالخالق فراهي ،د کورنيو چارو امنيتي معين ،د ملي دفاع لومړي مرستيآل او د يو شمير نورو وزارت خانو معينانو برخه اخيستي وو .
د ليږد د مراسمو پر مهال د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال عنايت الله نظري وويل چې د مسوليتونو د ليږد په دريم پړاو کې د لوګر ولايت مرکز پل عالم او خوښۍ ولسوالي شاملې دي چې واک به يې افغان ځواکونو ته وليږدولو شي .
هغه دا هم وويل چې په نيږدې راتلونکي کې به ددې ولايت يو بله سيمه هم د ليږد لپاره اعلان شي .
خو بل خوا د لوګر والي په دې ولايت کې د پوليسو له کمښت او د هغو د خرابو تجزهاتو دزياتېدو غوښتنه وکړه.
هغه وو يل که له يو خوا په دې ولايت کې د پوليسو شته تشکيل کم دی خو له بل خوا يې وسلې او مهمات هم ډير کم دي دي .
صبري د کورنيو چارو له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ملي پوليسو تر څنګ بايد په دې ولايت کې سميز پوليس هم رامنځته شي .
دا په داسي حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کاپيسا ولايت امنيتې چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شوي او تمه ده چې د پکتيا ولايت ځينې سيمې به هم په راتلونکو څو اونيو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .