کور / تازه خبرونه / پکتياقومي مشران:ځيني ويبپاڼي ناسم راپورونه خپروي

پکتياقومي مشران:ځيني ويبپاڼي ناسم راپورونه خپروي

ځينې بريښنايې رسنۍ او ويبپاڼي د پکتيا قومي مشران بدناموي او په دې ولايت کې د قومونو تر منځ بيولالي ته لمن وهي .
دغه خبرې نن د پکتيا ولايت قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو په يوه خبرې ناسته کې وکړي .
په دغه خبرې ناسته کې چې د پکتيا د ولايتي شورا سربيره د پکتيا يو زيات شمير قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو پکي برخه اخيستې وه .پريکړه وشوه چې هغه کسان دي په ګوته او محاکمه شي چې په ځينو ويبپاڼو کې د پکتيا د قومي مشرانو او ددې ولايت د ادارې بدنامولو هڅه کوي او له حقيقت نه لري راپورونه خپروي .
په غونډه کې قومي مشرانو وويل چې يو شمير ويبپاڼي د پکتيآ د قومونو تر منځ بي اتفاقي ته لمن وهي او زياته يې کړه چې د ځينو کړيو لخوا دا ډول کارونه کيږي تر څو د پکتيا قومي مشران بدنام کړي .
د ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي وويل چې که هر څوک او هر وکيل او د سناتور کومه ستونزه وويني نو له دوي سره دې له نيزدې حل کړي .
هغه زياته کړه چې يو شمير کسانو د وکيلانو د نوم نه په ګټې اخيستنې سره ځينې وزارت خانو ته شکايتونه کړي چې له حقيقت نه لري دي .
قومي مشرانو د ويبپاڼو له مسولينو او له نورو ډليزو رسنيو څخه وغوښتل چې دا ډول له حقيقته نه لري خبرونو له خپرولو ډډه وکړي .
په غونډه کې ځينې قومي مشرانو له ولسمشر هم وغوښتل چې له پکتياوالو سره کړي ژمني دي عملي کړي او لوړو دولتي بستونو دې د پکتيا کدرونو په دنده وګماري .
دا په داسي حال کې ده چې په دې ورستيو څو ورځو کې په پکتيا کې د فساد په اړه د انټر نېټ په پاڼو راپورونه خپاره شوي وو چې د پکتيا قومونه او ولايتي شورا يې له حقيقته لرې بولي .