کور / تازه خبرونه / ایساف ځواکونه : یو سیمیز طالب مشر ونیول سو

ایساف ځواکونه : یو سیمیز طالب مشر ونیول سو

کابل:نن دایساف ځواکونو لراوبر ته په یوه را لیږلي خبرکي ویلی دی چه افغان ځواکونو دایساف سره په ګډو عملیاتو کي دکند هار ولایت دپنجوایی په ولسوالی کي دطالبانو یوسیمیز مشر نیولی دئ. ولې دهغه نوم اوهویت یی نه دی څرګند کړی .همدارنګه دایساف ځواکونو دیوه بل خبر له مخي زیاتوی چه دکندز ولایت د امام صاحب په ولسوالی کي دعملیاتو په ترڅ کي یی څوتنه وسله وال دخپلو وسلو سره نیولی دي . داسی اټکل کیږي چه دغه کسان دازبکستان دتحریک اسلام غړی دي. د ازبکستان دتحریک اسلام غړو څو ځله په شمالي ولایتونو کی پر افغانی او بهرنیوځواکونو باندی وسله وال بریدونه تر سره کړی دي.
بله خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته د دایساف هغه ادعا رد کړه چي ګواکي په پنجوايي کي ددوی يو سيمه ايز قومندان نيول سوی دی او دا يې د بهرنيانو تبليغات وبلل .