پکتيا:امنيتي ساتونکي ۶ خارجي عسکر ووژل

د لراوبر اداره | اگست 23rd, 2012


يوه امنيتي عسکر شپږ بهرني پوځيان ووژل او پخپله د طالبانو سره يو ځای سو ، دا خبره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد څو شېبې مخکي لراوبر ته په يوه ليکلي پيغام کي وکړه .
طالب وياند ادعا کوي چي نن سهار شاوخوا ۶ بجې دپکتيا ولايت  شواک ولسوالۍ  دسړک جوړونې په کمپنۍ کې دننه يوه امنيتي (سکوريټي) عسکر ، په هغو خارجي عسکرو ډزې وکړې چې  له نيږدې امريکايي کمپاين څخه نوموړې کمپنۍ ته دسلا مشورې لپاره راغلي وو .
ذبيح الله مجاهد وايي چي دغه بريدکوونکی د خپلي وسلې سره يو ځای د سيمي دنورو طالبانو سره يو ځای سوی دی .
ددغي پېښي په اړه چي د ذبيح الله مجاهد په وينا څو شېبې مخکي رامنځته سوې ده تر اوسه افغان او بهرنيو مطبوعاتي څانګو خبر نه دی ورکړئ .



په دې وروستيو کي د افغان ملي پوليسو او ملي اردو ځواکونو لخوا يا ددوی په لباس کي پر بهرنيو پوځيانو بريدونه په چټکۍ سره مخ پر زياتېدو دي ، وړمه ورځ د امريکا لوی درستيز د افغانستان د لوی درستيځ سره ددغو بريدونو د مخنيوي په اړه د خبرو لپاره بګرام ته راغلی و او ويل کيږي چي دواړو لوړ پوړو پوځي چارواکو ددغو بريدونو د مخنيوي پر لارو چارو خبري وکړې .
د يادوني وړ ده چي د امريکا متحده ايالاتو د لوی درستيز پوځي الوتکه چي په بګرام پوځي هوايي ډګر کي ولاړه وه هم د طالبانو د راکيټونو هدف وګرځېده چي ۲ کسه امله يې زخميان او لوی درستيز له افغانستانه په يوه بله پوځي الوتکه کي خپل هيواد ته ستون سو .


د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د کوچني اختر مبارکۍ په پيغام کي دا خبره کړې وه چي د بهرنيانو پر ضد جنګي تاکتيد ته يې تغير ورکړئ او د دولت په دننه کي يې د پخوا په پرتله ډېر نفوذ کړی دی .
يو شمېر افغان پوځي کارپوهان او افغان حکومت بيا په پوځ کي د طالبانو پراخ نفوذ ردوي خو وايي چي د بهرني پوځيانو لخوا د افغان سرتېرو پر وړاندي غيرانساني سلوک ، رواني ناروغۍ او ټولنيزي ستونزي افغان سرتيري دې ته هڅوي چي د بهرنيانو پر وړاندي له خپلي وسلې کار واخلي.


که څه هم افغان او ايتلافي ځواکونه دواړه د خپلو پوځيانو تر منځ د بې اعتمادۍ د رامنځته کېدلو خبره نه مني مګر تېره اوونۍ امريکايي پوځيانو ته امر وسو چي د افغان ملي اردو او پوليسو په لباس کي بريدکوونکو په مقابل کي ۲۴ ساعته په خپلو پوځي اډو کي دننه او بهر د تيار سئ په حالت کي اوسي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024