کور / تازه خبرونه / افغانستان: دامرېکا یی عسکرو د تلفاتو شمېر تر ۲۰۰۰واوښت.

افغانستان: دامرېکا یی عسکرو د تلفاتو شمېر تر ۲۰۰۰واوښت.

دیوی بهرني رسنې په حواله په افغانستان کې دامرېکا یی عسکرودځاني تلفاتو شمېر تردوو زرو څخه زېات شوېدی.
د ځانی تلفاتو په دغه شمېر کې امریکا یی عسکر تر نېمايي نه زېات په تېرو دوو کلنو او دری مېاشتو کې وژل شوی دي. د نوموړي رسني په رپوټ کي راغلی دی چه دامرېکایی عسکرو په ځاني تلفاتو کې زېاتوالی هغه وخت را منځ ته شوچې دامرېکا ولسمشر براک اوباما په زرگونو نورعسکرافغانستان ته ولېږل.
البته دا عسکر به د ٢٠١۴ م کاله له ټاکلی نېټی نه مخکي دافغانستان څخه ووزی.
د ۲۰۱۴ م کال وروسته به د افغانستان فوځ او پولېس دټول هیواد دامنیت چاري په غاړه واخلي. په دغه راپوټ کی ویل شویدی چه د جگړی له پېل راهېسی ېعنی ٢٠٠١ م کال نه را په دېخوا افغان فوځ او پولیسو زېات تلفات گاللی دی. هغه احصايي چې نېټه ېې ٢٠٠٧م کال ته رسېږی څرگندوی چې تراوسه پورې د ٦٥۰٠ تنه زیات دافغان امنېتی قواو افراد وژل شوي دي.
له بلي خوا دملگرو ملتونو رپوټ ورکړېدی چې تر ١٣ زرو نه زېات ملکی افغانان له ٢٠٠٧ م کال نه را په دېخوا دافغانستان په جگړه کې وژل شوی دی..
دامرېکا نظآمی چارواکو دافغان عسکرو او پولېسو له خوانه پرامرېکا يی انډیولانو باندی د برېدونو د شمېر دزېاتوالی له امله اندېښنه ښودلی ده.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین ډ يمپسی د دوشنبې په ورځ افغانستان ته تللی وو. چې د ناټو او افغانستان د پوځ له قوماندانانو سره وګوري او د هغو بریدونو په اړه ورسره خبرې وکړي چې په انفرادي توګه د افغان امنیتي عسکرو لخوا پر امریکایی عسکرو باندی سرته رسېږی.
همدارنگه ، د نوموړۍ دسپرلي الوتکه د بګرام په هوايي اډې باندې د راکټونو په برید کې زیانمنه شوې وه. اود الوتکی دوه کارکونکی یی ژوبل شول . ولي لوی درستیز په الوتکه کي نه وو.
د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې دا له ورایه ښکاري چې د افغانستان د جگړې په هکله لږې خبرې کیږي. سره له دې چې د اتیا زرو نه زیات امریکايي عسکر په افغانستان کې جنگیږ ی اود ورځی په اوسط ډول یو تن امریکایی عسکر په یوه لیری پردی هیواد کی خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوی.
د اسوشیتید پرس او جي اف کی د موسسې د می د میاشتې د یوې گډې عامه نظر پوښتنې له مخې په امریکا کې ۶۶% وگړي د جگړې سره مخالف وو او ۲۷% په سلو کې د جگړې پلويان وو. ولي د کوینیپیک د پوهنتون په وروستئ سروی کې ویل شوي چې ۶۰% ثبت شوي رایه ورکوونکي لدې وروسته په افغانستان کې دجګړۍ ددوام سره مخالف دي. یوازی ۳۱% امریکایان وايي چه اوس مهال په افغانستان کې د امریکا جگړه سم کاردی.