کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه د ملکي مرګ ژوبلي په هکله اندېښمن دي

ملګري ملتونه د ملکي مرګ ژوبلي په هکله اندېښمن دي

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په شمال سیموکې د ولسي وګړو دمرګ ژوبلې پر زياتوالي اندېښنه ښودلي ده او وايي، که حالات همداسې روان وي،نو پايلې به یی ښې نه وي.

په افغانستان کې د دغه سازمان یو غړي وايي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله په شمالي سیمو کې ولسي مرګ ژوبلي ۱۷ فيصده زياته شوېده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر، جېمز رودهيور هم دامني چه دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په شمالی سیموكې ۱۳۲ ولسي افغانان وژل شويدی او ۱۷۵ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د افغانستان په شمالي سیموکي د يادو تلفاتو د ۷۱ فيصدو پړه د دولت د وسله والو مخالفينو پر غاړه ده، او ۱۲ فيصده ددولت پلوو ځواکونو ته متوجه کېږي ولې ۱۷فيصده مرګ ژوبله داسې ده، چې نړيوال سازمان هم نه پوهېږي، چې د جګړې پر مهال د چا له لوري دغه کار ترسره شوېدی.