کور / تازه خبرونه / پر عسکرو باندي د هغوی د همکارانو له خوا بریدونه کیږی

پر عسکرو باندي د هغوی د همکارانو له خوا بریدونه کیږی

د لراوبر دخبری څانګی له مخي په دی ورستیو کي دافغان ځواکونو په منځکي دخپلو انډیولا لخوا وسله والي حملې تر سره کیږی . د ناټو ویاندوايي، چې سږکال د افغانستان پر امنیتي ځواکونو باندی د خپلو افغان همکارانو له خوا حملې زیاتې شوېدی.
د ناټو سرچینو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې سږکال په داسې حملو کې لږ تر لږه ۵۰ عسکر او پولیس وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشرتا به مقاماتو تر اوسه پر نړیوالو عسکرو باندې د افغانې همکارانو له خوا د حملو د زیاتیدو په اړه ژوره اندیښنه ښودلي ده.
دوی وایی چه په تیر یوه کال کې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو په یونیفرم کې ځیني کسانو د نړیوالو ځواکونو پر عسکرو باندی هم ګڼې حملې وکړې.
دنیویارک ټایمز ورځپاڼه د ناټو په حواله وايي، چې په روان (میلادي) کال کې داسې پینځه دیرش حملې شوې چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۵۳ افغان عسکر او پولیس وژل شوي او ۵۳ تنه ټپیان شوی دی.
که چیرې په تیر یوه کال کې پر افغان امنیتي ځواکونو د داسې حملو د تلفاتو شمیر د ناټو ځواکونو سره پرتله شي؛ لیدل کیږي چې لږترلږه ۱۳ تنه زیات افغانان وژل شويدی.
همدارنګه درسنیو له مخې په دی ورستیو کي دافغانی پولیسو او ملی اردو په جامو کي پر بهرنیو عسکرو باندی زیات بریدونه تر سره شویدي ، چه پایله یی دلسګونو بهرنې عسکرو مرګ ژوبله ښیی.
افغانی او ناټو ځواکونه کوښښ کوی چه ددغو بریدونو علت او لامل پیداکړی تر څو په راتلونکي کې ددغو حملود مخنیوي په اړه لازم ژور تدبیری پلانونه ونیسي.