کور / شعر / ډېوه

ډېوه

ډېوه مړه نه ده، ډېوه بله ده بلیږي ډېوه
زما د روح په کائناتو کې لګیږي ډېوه
ډېوه کمال کوي، ډېوه غچ له توپانه اخلي
ډېوه زړه وره ده، هیڅ خار نه خوري جنګیږي ډېوه
ډېوه د ټول انسانیت زړه ته رڼا ورکوي
ډېوه د تورو شپو مزل وهي خوځیږي ډېوه
ډېوه راباسي د تورتم له کلغښیو نه ما
ډېوه ډاریږي نه، له سر څخه تېریږي ډېوه
ډېوه بلا کوي، ډېوې مرګی پر سر اخیستی
ډېوه یادګار پرېږدي، د مرګ مخته نڅیږي ډېوه
ډېوه مومنه ده، ډېوه دشهادت تږې ده
ډېوه پوهیږي، چې شېبه وروسته ختمیږي ډېوه
ډېوه د خدای د کور ادرس غواړي پوښتنې کوي
په وزرو د لمبو الوزي ستنیږي ډېوه

۲۵/ ۶/ ۱۳۹۱