کور / هراړخیز / د ښووني او روزني پوهنتون شخصي شو

د ښووني او روزني پوهنتون شخصي شو

ګران هیوادوال په دې پوهېږي چي د کابل د افشارو په سیمه کي د ښووني او روزني لومړنی او یوازنی پوهنتون شتون لري، چي د کابل ښار په نسبتاً ښکلې سیمه او ماحول کي پروت دی ځکه چي د باغ بالا په لمن او پولی تخنیک پوهنتون ته څېرمه موقیعت لري.

د ښووني او روزني پوهنتون د پلازمېني د ځوانترین پوهنتون په توګه په کال ۱۳۸۲ کي د کابل د پیداګوژي انستیتوت ته د کابل د ښووني او روزني د پوهنتون تر نامه لاندي ارتقاع ورکړل شوه او د ښووني او روزني پوهنتون رامنځته شو. نوموړی انستیتوت مخکي د ښوونکو د روزني یو له عمده مؤسساتو څخه وو چي تر کال ۱۳۷۳ پوري یې د پوهني وزارت په چوکاټ کي فعالیت درلود، او له دې چي دا د لوړو زده کړو مؤسسه ګڼل کېدله او د لیسانس دورې د پروګرامونو درلودونکې هم وه نو د لوړو زده کړو په وزارت پوري یې تعلق پیدا کړ.

همدا راز ښوونه: د علومو د اخېستني او زده کړي څخه د خپل خوښي په څانګه کي بحث کوي، خو روزنه: یعني یو بشپړ او ټولیز ژوندون ته د رسېدو لپاره په خپل کړو وړو کي د ځانګړو مطلوبو تغیراتو را منځته کول دي.

او زمونږ پلرنی ټاټوبی او اوسنی فغانستان له ډیري پخوا زمانې څخه د علم او زده کړې زانګو وه. د اسلام له ظهور څخه دمخه په آریانا کي ښوونه او روزنه د( وېدي) دین په توګه، ورپسې په( اوستائي) مدنیت کي سرته رسېده. سربېره پر دې د زرتشت دین او داسي نورو مراکزو شتون درلود چي د ارسطو منطق، فلسفه، علم نجوم او د یونان د طب زده کړه هم پکي ورکول کېده.

په هاغه زمامو کي د زده کړو ځایونه د پاچاهانو دربارونه، تفرې ځایونه او عبادت ځایونه ول، همدا راز د افغانستان په شرقي خواوو کي د( بودېزم) دین رواج وموند او دې سلسلې د اسلام تر ظهور پوري دوام پیدا کړ. او د اسلام دین چي خلک یې یکتا پرستي ته دعوتول په حقیقت کي یوه ټینګه ضربه بت پرستي ته وه، او خلک یې د ارباب الانواع متعدد

( تعلیم فلسفه، منطق، علم نجوم) څخه د تفسیر، حدیث، فقه صرف و نحو، ادب، تاریخ، عقاید، فلسفه ماوراء الطبیعه او طب ته را وبلل.

د اسلام سپیڅلی دین چي د دریم خلیفه پر مهال زمونږ هیواد ته راغی د بني امیه په دوره کي د بشپړتیا پایې ته ورسېد، او هاغه مهال ډېر مساجد د هیواد په ګوټ، ګوټ کلیو او بانډو کي جوړ شول.

او زده کړي په مساجدو کي په ټولیزه او شخصي توګه سرته رسېدې او خلکو په هره سیمه کي څه لوستل او زده کول، همدا راز د ساسانیانو، سلجوقیانو، غوریانو، ګورګانیانو او هوتکیانو په دورو کي ښونه او روزنه د وخت او زمان په دودیزو او مروجو رقمونو سرته رسېده.

ورپسې د بېلابیلو تحولاتو وروسته د اوسني افغانستان پلار احمد شاه بابا ابدالي قدرت ته ورسېد، یو متحد او پیاوړی هیواد یې جوړ کړ او وتوانېد چي د ښووني او روزني برخي ته پام وکړي همدا راز یې په خلکو کې د فکري رشد او ودې زمینه مساعده کړه.

ورپسې د امېر شیر عليخان پر مهال د هیواد معارف رنګ واخېست چي عسکري او ملکي مکاتب او ښوونځي تأسیس شول او د پوهني په برخه کي نوی حرکت را منځته شو. او دې چاري تر اوسنی دورې پوري په یوه او بله توګه چي د ځینو تورو دورو درلودونکې هم وه دوام وموند.

خو د حامد کرزي په اوسنی دوره کي د هیواد ښووني او روزني یا په ټوله کي معارف ته هاغه د پام وړ کړني ندي تر سره شوي چي باید شوې وای، دا ځکه چي مونږ د یووېشتمي پیړی له آدرسه خبري کوو، پداسي حال کي چي د ټولي غربي نړۍ مرستي هم هیواد ته د بیلابیلو چارو د بیا رغوني لپاره را رواني دي، چي یوه چاره یې هم ښوونه او روزنه ده.

او پداسي حال کي چي د نړۍ هیوادونه سپوږمۍ ته د ختلو پلانونه جوړوي په افغانستان کې ځیني داسي ولایات هم شته چي د کاله دوې ښځینه د دوولسم ټولګی فاریغیني نلري، او د کوم ولایت په سطحه چي د زده کوونکو تعداد د ګوتو په شمېر وي نو د ښونکو د تعداد تاسي خپله اټکل وکړئ، همدا راز په ځینو ولایاتو کي د ښوونځیو لپاره ودانی نشته بیا پرېده دارالمعلمین یا پوهنتون.

د دې ټولو کړنو او عملونو سره سره چي تاریخ به یې په هکله قضاوت وکړي، حتی په پلازمېنه کابل کي هم خپله ولسمشر د زده کړي او تعلیم خنډ ګرځي. او د هیواد د یوه پوهنتون نوم د کوم شخص یا فرد په نامه بدلوي.

سره له دې چي د هغه شخص یا فرد د ښه والي یا بدوالي خدمت یا خیانت په هکله د هیواد لپاره؛ د خلکو تر منځ اختلاف د نظر موجود دی. دا چاره د هیواد د پوهني او زده کړي یوه ملي شتمني په یوه شخص پوري تړي.

تاسو خپله فکر وکړئ چي د ولسمشر حامد کرزي دې تصمیم به د ښووني او روزني د پوهنتون پر زده کړ یالانو یا محصلینو او استادانو څه اغېز کړی وي.؟ په دوی کي ځیني استادان او محصلین وایي:

د ښووني او روزني پوهنتون شخصي شو.

په پای کي د ولسمشر مقام او ملي لقبونو عضمت او دروند والي ته په احترام

خو ښه مقام او ښه لقبونه د ښو خلکو سره خوند کوي.

په درنښت