دناټو عمومي منشي راس مونسن کابل ته ورسېد

د لراوبر اداره | اکتوبر 18th, 2012


دناټو عمومي منشي جنرال اندرزفاغ رسموسن او ورسره لوړ پوړئ هيئت نن په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېدئ او د افغان ولسمشر حامدکرزي سره يې افغانانو ته د امنيتی چارو د سپارلو د پروسې تر څنګ يې د ۲۰۱۴ څخه وروسته د افغانستان سره د لويديځ دهمکاريو په اړه خبري اتري وکړې .
نوموړي د يوې خبري غونډي په ترڅ کي هم افغانانو ته د امنيتي چارو د سپارلو په اړه خبري وکړې .
جنرال رسموسن په هغه ولايتونو کي امنيت ښه وبلئ چي د امنيت چاري يي افغانانو ته سپارل سوي دي .
نوموړي يو وار بيا ژمنه وکړه چي نړيواله ټولنه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

Copyright Larawbar 2007-2024