کور / کیسه / شليدلې تڼۍ

شليدلې تڼۍ

د خوشال کونړي مزاروال لیکنه

له کلونو وروسته یې، کله چې ناڅاپي سترګې پر ما ولګېدې، د خپل وران ویجاړ او ژوبل تن په رګونو کې وینه په ځغلېدو شوه. لکه خوب چې ویني. هسې خوب چې په وېښه یې له لیدلو لاس وینځلې و، او آن ورته نا سلا برېښېدله. د خوښیو څپو یې د تندي لټو او اندیښنو وهلې، ګردجنې او زخمي ګونځې لږې شانې هوارې کړې. د وخت ناخوالو، غمونو او انتظار ځپلې سترګې یې له اوښکو را ډکې او ښکته په څڅېدو شوې، لکه کلونه کلونه وچه شوې چینه چې یو دم په خوټېدو راشي…. په سق سق یې وژړل او خپل پړسېدلی ډک ټټر یې تش کړ.

د هغې د اوښکو سیلاب ته زما د اوښکو زړه هم ټینګ نشو، او خپل زړه یې خالي کړ.

ښه غوټه شېبه سره چوپ وو. بیا یې د خوشالۍ اوښکې پاکې کړې. ورو یې مخ را واړاوه او راته یې وویل:

ـ تاسې خو په تېښته وئ. آن دومره وخت مو ونه موندو او شاته مو ونه کتل چې له ما سره مخه ښه وکړئ؟

لږه شانې غلې شوه او بیا یې په په لړزېدلي غږ چې ژړا هم پکې څپې وهلې وویل:

ـ نه! تاسې ملامته نه وئ! ستاسې ګناه نه وه! ښه دی چې ځانونه مو وویستل، که نه نو، که پاتې شوي واست، نو څه به پېښ شوي وای؟ بې له شکه هغه څه چې له ځینو پاتې شوو سره وشول، او له دې هم….. بیا یې خبره په ژړا کې ورکه شوه، هغه یواځې په خیال کې راتلای شي، نه په ژبه.

ما هېڅ نه پېژندل چې څوک وو او له کومه یې راپېښه وکړه. خو ټول په ګوډو او رسیو سمبال وو. د ټولو سترګی له قهره او غضبه په تندو کې وې او بې تپوسه یې ګریوان ته لاس را واچاو.

چا کاسې کونډۍ تښتولې، چا غلې دانې ته ګوډي او څادرې نیولې وې، چا بسترې او کټونه ځغلول….. هلته وړاندې له اوښکو ډکې سترګې مې په یو آشنا سړي ولګېدې چې په ستغو او سپورو سر و. پولوکت یې غږاوه. د لویې دروازې تمبه یې د درشلې له ګرۍ را وویسته، اوږې یې ورته کړې او په خپله مخه روان شو.

ناآشنا لاسونو مې په ستونې منګولې ښخې کړې وې او د وږو ټپوسانو په څېر یې راله د تن بوټۍ شوکولې. خو هېڅ مې له وسه نه وو پوره. هر څه چې وو، یواځې د زړه د وینو په خوراک او درد مې تیرول.

د تیارې په لږېدو سره شونټۍ ولګېدې او د شوکې لړۍ لا روانه وه. خو کله چې کونجونه خالي شول، بیا یې د ټانټو او پروړې ټوپ ته سترګې شوې. هغه هم د سترګو په رپ کې پو پناه شول، داسې لکه چې هېڅ د مخه موجود نه وو. خو پر دې ټولو یې تور او ناولي زړونه یخ نشول، او بیا یې په روغ لاس لمنې ته اور را واچاوه.

نارې سورې مې وهلې چې وسوم،لولپه شوم، خو دې بې رحمو تورزړو خندل، په ګډاوو وو، او زما له سوځېدو یې خوند اخیست، ځانونه یې پرې تودول او زما د غوښو له وریتېدو لاپسې مستېدل او له دې سره یې د خبرو لړۍ وشلېده.

د هغې په چوپتیا سره په سوچ کې شوم. ځان مې د هغې په ځای احساس کړ، لکه همدا اوس چې چا اور را اچولې وي. د اور لمبې او شغلې زیاتې شوې. ټول اندامونه مې سوځېدل. ټول بدن مې اور اخیستې و. آخر یې زړه ته لاره وکړه. له زړه مې د اور لمبې راتاوې شوې. غوښتل مې چې چغې کړم او ورسره د اوبو ډنډ ته ځان وغورځوم، څو له دغه لعنتي اوره ځان وژغورم، چې په دې کې هغې بیا خپلې خبرې وغځولې:

ـ شپه مې په ژړا، د زخمونو په درد او د تن د غوښو په سوځېدو تېره کړه. څاښت مهال و. له زړه مې لا همداسې تور دودونه پورته کیدل چې دوه تنه له تسکورو او پړو سره راورسیدل او دوهم پوړ ته د پورته شوې پراخه او پلنې نورپیا د پاټکو، د هغو ډبرینو تختو په راوېستلو شول، کوم چې په ډېرې خوارۍ له هغه څېرمه غره نه راوړل شوې وې.

په حېرانو حېرانو مې کتل. زړه مې خېرا کوله. خو څه مې نشو ویلای. دغو بې رحمو ټولې تختې را ووېستې او کورونو ته یې وچلولې. او له دې سره یې شونډې وګنډل شوې او چوپه شوه.

زه چې تر دې دمه مې د هغې خبرو ته غوږ نیولې و او د هغې خبرې مې په غور سره اورېدې، د هغې په چوپتیا سره مې یو دم سترګې دوهم پوړ ته د ختلې نورپیا په لورې واوختې، چې نښه یې نه تر سترګو کېده. بیا مې سترګې د دوهم پوړ د حجرې په لورې کږې شوې، چې لا نیم ژواندې ولاړه وه او مچیو پکې چکونه جوړ کړي وو. او خدای خبر ولې مې د هغې د اوسنۍ بڼې او څېرې سره سم د هغې پخوانۍ څېره سترګو ته راوړاندې شوه:

په حجرې له «آرېت» نه په ډېرې خوارۍ د نښترو راوړل شوې ډاګې پرتې وې. او ښي آړخ ته یې په ولاړه ونه د اوږدړو انګورو تاک سور و، چې په حجره یې د مستې پېغلې د پیکي په څېر څپر جوړ کړی و. او نندارې ته یې د هر لاروي پام اووخته. خو بیا د دې نندارې خوند او مزه به هغه وخت لاپسې زړه راښکونکې کېده، کله به چې په همدې پیکي او څپر کې نږدې ماښام ښاروګانې او چوڼچوڼې په سندرو او په نڅاوو شوې. دغو سندرو او ګډاوو ته به په آسمان کې تازه راښکاره شوو ستورو هم سترګې برندې کړې وې او له واټنو لرې به ورته ګوته په غاښ پاتې وو…. او لامې د خیالونو تارونه نور هم پسې اوږده شول او د تنکئ ځواڼۍ ښکلې شېبې یې را تاندې کړې:

د دوبي او ګرمۍ په موسم کې به د همدې دوهم پوړ په سر وېده کیدو. د مازیګر او ماښام ترمنځه به هر لور ته ښکلي نسیم د شنو جوارو په پګړیو کې سپینې بمبلې نڅولې. خو چې کله به غرني لیوانو او سورلنډیو ورسره غړانګې غبرګې کړې، نو لا به یې مزه زیاته شوه. د تیارې په خپرېدو سره به د ستورو او سپوږمۍ په ننداره شو. د ستورو او سپوږمۍ نندارې به ښکلاوې څو چنده کړې . د مور خواته به ورغلم او هغې به راته د ستورو د منډو رامنډو او سپوږمۍ په اړوند کیسې پیل کړې. خو بیا به مې پلار د هرې جومې(جمعې) په شپه هېڅکله هم له یاده نه ویستلم اوپه نیمه شپه به یې له خواږه خوبه راپاڅولم، چې د لرګو راوړلو په خاطر ورسره غره ته لاړ شم.

هغه وخت ګړۍ زمونږ په کور کې چا نه درلوده. له ستورو یې اندازه لګوله چې شپه تر کومه ځایه رسېدلې، او د «پېرونو» په راختو به غره ته روانېدلو…..

زما ذهن لا تېر خواږه یادونه یو پر بل پسې همداسې راسپړل، چې د خیال په وزرو مې له سوړ سوکړک(سوړسوک) سره رسۍ تر ملا او تبرګی په اوږه کړ. له «پاوي نیم پاوي او لکو تیږو» تېر شوم، د «ایسار» ډنډ ته یوه شېبه ودرېدم. بیا په «نورپیاګۍ» وروختم. په «آوارۍ» کې د دمې نیولو پخاطر د دمځي په ډبره کښېناستم. ساه او تیګاه وم چې مخامخ له «کونډ» او «ناندار» غونډ نه را آلوتې یخه وږمه مې په زړه نغده ولګېده. د انجړو او بروزو تر څنګ سُرملو او د سرګړي غندلو یو بل ته غاړې ورکولې، عطرونه یې ښیندل او خوږ بوی یې زما په څېر د هر راغلې سېږمې تښنولې. زړه به مې لا پسې تازه شو. آخوا «قولو کنډو» او «کوټکی» او دېخوا د «شامت» څوکۍ مې په زړه را اوورېدل. تبه(طبعه) مې ښه جوړه شوه. له دمې نیولو وروسته «مردارې» ګړۍ ته پورته شوم او د ښایسته غوټې لارې وهلو نه پس له «خونه» او «څېړۍ» کنډوه تېر او د «ټال څېړۍ» ته ورسیدم. له همدغه ځایه به مو لرګي راوړل. خولا همداسې تپه تیاره وه. همدلته مې د څېړیو له وچو او نیمترو څانګو اور بل کړ، چې د پیرګیو ټقهارو یې د تیارې او ویرې چوپتیا ماتوله.

له ملا تړلی جواری(سوګړک) مې راخلاص او د ګرمولو په خاطر مې په سکروټو کېښود، تر څو له سهارنۍ مړۍ ځان بې غمه کړم او د رڼایي په لګېدو سره د لرګو راټولولو او ګیډي تړلو لپاره ځان چمتو کړم….

ما لا همداسې سوکړک په سکروټو اخوا دېخوا اړاوه چې هغې د تیرو خوږو خیالونو د سمندر له غولیو را وویستم او تیرې خبرې یې له اوسنیو سره داسې غوټه کړې:

ـ تر ډېره پورې آشنا او نا آشنا نابللي راروان وو. وخت ناوخته به را روان وو او زما هډوکي یې لا پسې شپېلول او هغو پاتیشونو پسې ګرځېدل، کوم چې د اور له لمبو، لوټونې او تاړاکه لا په آمن کې پاتې وو. نه د وره تمبې پاتې شوې او نه هم کړکۍ. آن د څارویو د موږو پورې یې ټول را وویستل….او له دې سره یې د زړه ټپي شوو دیوالونو په څړیکو پیل وکړ او له خبرو یې ووېسته.

ما چې تر دې دمه مې د هغې د خوړین زړه نه راپورته شوي بړاس او آهونو ته غوږ نیولې و، د هغې په سکوت سره مې سترګې مخامخ د لویې قلمي توت ونې، په هغه پرتې تنې لګېدې، کوم چې زه یې له ځانه سره د تېرو یادونو په کوڅه ور ننوېستم:

له ښوونځي به نهار نهور کور ته راورسیدم. د کتابونو کڅوړه به مې اخوا وغورځوله او له ځنډه پرته به همدغې د کلا د مخې د توت لویې ونې ته وختم. په مړه خېټه به مې توتان وخوړل. راښکته به شوم، او بیا به مې په ډېره مینه د شړومبو ډک جام په سر را واړاوه. خو اوس د همغې توت ونې یواځې نیمه تنه په ځمکه پرته ده. چینجو یې نس خوړلې، خو د تن نورې برخې یې چینجو ته ورته د لیستوڼي مارانو پرې کړې، خپلې کټوې یې پرې ګرمې کړي، خپل زړونه او خپل نغري یې پرې تاوده کړي….. او ورسره مې هغه ورځ هم سترګو ته رادمخه شوه، کومه چې له بره د جنګ خونړی ښامار په دره راسم شو. ډېرو خپلې خټینې ډکې جونګړې پرېښودې، کورونه یې لوټ او د اور د لمبو خوراک شول او په پوله او پټي یې خیټې واچول شوې….

ما لا همداسې په تیرو پسې کوڅې چنې چاڼ کولې ، چې هغې اوږده ساه واخیسته، له سوړ اسویلي وروسته یې سترګې راواړولې او ویې ویل:

ـ څه ترخو شپو ته پاتې شوم. سپین سترګي هم یو حد لري. پخوانو به ویلې(( داسې خلک هم شته، په کوم تالي کې چې څه وخوري، په هماغې کې بیا تو کوي)).

اوس هم داسې کسان را پېښه کوي، چې زه یې پوره پېژنم. پخوا به مو قدر ورکاوه، د چرګۍ برې ډډې ته به مو کښینول او د چای او ډوډۍ پرته به نه رخصتېدل. اوس هم دې برې ډډې ته راځي اوکښیني ،خو د نور څه لپاره. نه یې پخوانۍ سترګې پاتې او نه یې هغه ضمیر او وجدان…..

له دې سره یې ستونی را ډډ شو. تودې اوښکې یې په آننګو را ماتې شوې او له خبرو ووته. خو په ایشاره یې هغه ځاې ته ګوته ونیوه، کوم چې ډېران ترې جوړ شوی و، او ورسره یې د غم او غوسې سکروټې تازه شوې، چې د تېرو زخمونو مړې سپرغۍ یې بیا تازه کړې.

زه چې دا وخت مې د هغې د ستي زړه له کبله، خپلې د لړمون وینې خوړلې او د هغې د تن سکروټې مې په ځان احساسولې، د هغې شلیدلې تڼۍ او اوښکو ته حیران پاتې وم. د یوې داسې کنډوالې شلیدلې تڼۍ ته، چې د وخت سړو او سپېرو بادونو تالا والا کړی وه. د غم سیلۍ یې وینې وچې کړې وې او د ژوند د هر موړ خوښۍ یې تالا شوې وې.

ځان مې د یوه بې روحه کالبوت په څېره کې لیده. ورهم وهلې وم. بیخي له ځانه سره نه ومه. د سوچونو په کږلېچونو کې له پرېشانیو سره ستومانه ګرځېدم چې په دې کې له ما سره ملو خواخوږو راته وویل:

ـ ځو به چې غوټه لار په مخکې لرو!

له سوچونو راووتم. را روان شولو، او تر هغې مو سترګې یو د بل په سترګو ښخې کړې وې، تر څو یو له بله پناه شوو.

۲۳ – ۷ – ۱۳۹۱
۱۴ – ۱۰ – ۲۰۱۲
ډنمارک – د ګریستید ښار