کور / د ماشومانو نړۍ / شرمښ او سوی

شرمښ او سوی

دا نکل موږ ته دا راښیي چي ولي شرمښ او سوی له یو او بل څخه خوشحاله نه دي. ډېر پخوا سوی له شرمښ سره یو ځای ښکار کاوه. سوی به یو حیوان پیدا کاوه او ترهغو به ئې پسي ځغستل چي حیوان هغه ځای ته ورولي چي شرمښ به ورته پټ وو. کله چي به حیوان هغه ځای ته ورغلی نو شرمښ به یرغل پر وکړ او مړ به ئې کړ. هغوی ښه ښکار کاوه ځکه چي په ګډه ئې کار کاوه. سره له دې چي سوی ډېر سخت کار کاوه خو شرمښ هیڅکله د هغې د کار ستاینه نه کړه. هغه به د ښکار ټول خوندور ځایونه خپل ځان ته ساتل او سوی ته ئې خراب او بدخونده ځایونه ورکول. کله چي سوی شکایت وکړ نو شرمښ خپل غاښونه ورته پیخ کړل تر څو سوی ته وښیي چي که ئې هغه ته درد وروستی نو دی به هم وخوري.
سوی پوه سو او شکر ئې وکیښ چي تراوسه پوري ئې هغه خوړلی نه دئ. سوی ته هم ډېر درد ورتلی، هغه چي به هم ځای تلی، نو پر دې به ئې فکر کاوه چي شرمښ ته د یوې لاري جزا ورکړي.
سوی یوه ورځ یو سپی ولیدی. سپي سوی ته وویل:
– سلام وروره، په تا څه سوي دي چي داسي درد درغلی دئ؟
سوی وویل:
– رښتیا هم ما ته ډېر درد راغلی دئ دا چي ولي زه به ټوله کیسه درته وکړم.
سوی سپي ته ټوله کیسه وکړه، کله چي ئې خبري خلاصي سوې نو سپي وخندل او وې ویل:
– زه شرمښ ډېر ښه پېژنم، هغه د ژوند له شروع سره له هر چا سره بې انصافي کړې ده. بله پلا چي ښکار کوې نو ما درسره بوزه، زه به یو ځای پټ سم او هغه ته به جزا ورکړم، نور به ته خپله ووینې!
سوی د هغه په خوله وکړه او سپی هغه ځای پټ سو چي شرمښ به همېشه غوښي پکښي وېشلې. کله چي سوی او شرمښ هغه ځای ته ورسېدل نو شرمښ وبېرېدی، هغه پوه سو چي سپی یو ځای پټ دئ.
سوی وویل:
– څه خبره ده؟ خپلي غوښي ووېشه!
شرمښ وویل:
– یا، راسه نن ئې ته ووېشه.
سوی وویل:
– ولي؟
شرمښ وویل:
– ځکه چي زه ئې سم نه سم وېشلای.
خو سوی ورته ټینګ سو چي یا، لکه نوري ورځي چي ئې ته وېشې نن ئې هم ووېشه. شرمښ مجبوره سو چي غوښي ووېشي. هغه بیا هم تر ټولو ښه ځایونه خوښ کړل او د سوی مخ ته ئې کښېښول. د سوی پر خپلو سترګو باور نه راتلی.
هغه وویل:
– تا نن غوښي ولي سمي ووېشلې؟ نوري ورځي خو ئې خرابي وېشې.
شرمښ وویل:
– ځکه چي پځوا زما زده نه وې، نن مي زده کړې چي غوښي باید څنګه ووېشم.
شرمښ خپله برخه واخیسته او وتښتېدی. سپی له خپل ځای څخه راووتی، سوی ته راغلی او وې ویل:
– اوس په دې پوه سوې چي شرمښ وبېرېږي نو شیان سم وېشي؟
سوی مننه ځني وکړه او غوښي ئې له ده سره ووېشلې، خو بیا ئې هیڅکله د شرمښ سره ښکار ونه کړ. ځکه چي شرمښ نه غوښتل چي هره ورځ غوښي سمي ووېشي.
د دې نکل څخه موږ دا زده وو چي موږ باید همېشه باانصافه واوسو.
(د امریکا څخه)