د پېښوري ګوټ څنډنه

د لراوبر اداره | مې 2nd, 2013


‌فلاینکوچ د خیبر د خړو غرونو په منځ کې تاویده را تاویده.خړې غونډۍ او وچ خوړونه یې شاته پریښودل. مصري خان خاطر رښتیا ویلي و:(( د خاطر رنګین غزل ته حیرانیږم – چې دې خړ خیبر کې څه دي بې له خاورو؟))

غرونه خړ پړ وو، یو نیم ځای به یې پر ډډه شنه ټیټه ونه ښکاره شوه او دوه درې اوزې به یې خواته ولاړې وې.

موټر مخکې روان و، خو کله- کله به مې ذهن شا ته پاتې شو. ذهن به مې څو پیړۍ وروسته لاړ. ایمل خان او دریا خان به را یاد شول چې څنګه یې مغلي لښکرې په دې خړو درو کې تار و مار کړې؟ څنګه یې د خپلې تورې زور ته د وخت زبر ځواک ګوته په غاښ کړ؟همدا تورې وې چې شرنګ یې د خیبر دنګو غرونو داسې بدرګه کړ چې د مغلو لښکر یې د اوریدو تاب را نه وړ او له اسونو سره له ګړنګونو ولویدل.

خو ډیر ژر به مې د ذهن غرور مات شو. له دغو حماسو به را وګرځېد، د خجالتیو په دریاب به لاهو شو. عیسې خان او جمال خان به مې د زړه تر سترګو شول او د دوی غمجن داستان به مایوسه کړم. د زړه په سترګو مې لیدل چې دغه دواړه پښتانه څنګه یو د بل په بربادۍ پسې را پورته شول؟ او د همدغو بربادیو په اور کې جمال خان له خپلې ټولې کورنۍ سره وسوزیده.په همدې فاتحه خاوره د خپل منځیو شخړو اور بل شو او صوفي رحمان بابا خو یې دومره متاثره کړ چې د قیامت ګومان یې پرې وکړ او بې اختیاره یې وویل: (( عَالم وایي چې قیامت به په جمعه وي ـ ولید ما په یکشنبه په دا دوران ))

د علي مسجد په لیدلو مې بیرته خپل منځي شخړې هیرې شوې او بیا مې ذهن د غرور وزرونه وکړل. خو یو نا څاپه مې د زړه سترګې په یو شین سترګی ولګیدې، دا لعنتي ډیورنډ و چې په دواړو لاسونو یې توره پورته کړه، د افغانستان پر سینه یې را خوشې کړه، وینې باد شوې افغانستان دوه ټوټې شو، د همدې خاورې نسل نیم شو، موږ ورته حیرانې حیرانې کتلې، خو مشر مو د قدرت د بقا په غم کې و. دې نندارې مې بیرته د غرور برجونه ونړول، نور مې د خیبر حماسه سازو غرونو ته نشوای کتلې، سر مې ټیټ کړ.

له همداسې یوه ذهني کشمکش سره مخ وم چې د مخامخ را روانې لارۍ قوي هارنډ له ماضي نه حال ته راوستم. شاو خوا مې وکتل، ځیني خلک ارام په خپلو څوکیو ناست وو او چا په ګنیو( ګڼډیریو) شخوند واهه.

زما خواته څوکۍ کې دوه کسان سره ناست وو. دواړه افغانان وو؛ خو د ډیورنډ تورې نیم کړي وو. یو له پولې اخوا اوسېده او دا بل دیخوا.

له پولې اخوا سړي زموږ سپین ږیري ته وویل: یره مهاجرو، پردي وطن کې هم نیغ نیغ ګرځئ. زموږ سپین ږیري ورته په ځواب کې وویل: تر اټکه خو مو خپل ملک دی.

دا خبره په هغه ښه ونه لګېده، په جدي انداز یې وویل : بابا، دې شته و ته دې خیر وي!

دا جمله که څه هم راته ترخه ښکاره شوه، خو انکار مې ترې هم خپله نا پوهي ګڼله. زموږ شته (موجوده خاوره) په خطر کې ده. هره خوا ډیورنډ ولاړ دی او چې لاس یې بر شي توره را خوشې کړي. ډیورنډ کله صفوي جامو کې وي او کله پنجابي جامو کې.

ډیورنډ پوهیږي چې د دې خاورې موجوده وارثین، یوازې خپل کور ته وطن وايي. د دوی په قاموس کې د وطن کلمه مناسب ځای نه لري. دوی هغه وخت عکس العمل ښیي چې خپلې شخصي او یا قومي ګټې یې په خطر کې شي.

اوس ډیورڼد په ننګرهار کې سر را جګ کړی دی، د ګوشتې ولسوالۍ په سر یې توره پورته کړې. خلک ورته ګوري، د ځان ژغورلو وس یې هم نشته. هره لحظه په دې ویره کې دي چې په سر به یې ولګیږي. دوی به څنګه ځانونه وژغوري؟ د دوی د بدن وینې خو خپلو مشرانو دومره څښلي او څښي یې، چې ټول ځواک یې ترې اخیستی،کمزوري کړي یې دي.

دې قوم کې اوس ایمل خان نشته، دریا خان نشته اوخوشحال خان نشته. دلته یوازې عیسې خان او جمال خان پاتې دي. دوی په خپلو کې یو بل پسې اړم دي.یو د بل کورونه سوزوي، اولادونه یې سوزوي، د غوښو بوی دی. دې بوی ډیورنډ نېشه کړی دی. دومره مست دی چې هیڅ په ځان نه پوهیږي. هره شیبه له تیکې توره را باسې کله ختیځ ته منډه کړي او قوي وار وکړي او کله لویدیځ او جنوب ته.

زموږ امیرانو سره د خپل قدرت د بقا غم دی. د خپلو پانګو د زیاتولو غم ور سره دی او دې غم ترې د شرم په نوم هر څه لوټلي، دوی سره اوس هم په بدرګه کې داسې د موټرو کاروان جوړ وي او داسې مغروره ګرځي، ته به وایې اصلي فاتحان او د هیواد ساتونکي همدوی دی.دوی همداسې نېشه اومست دي خو زما په ذهن کې د خپل بیل شوي ورور دا خبره:( دې شته وو ته دې خیر وي) شیبه په شیبه انګازې کوي.

محمد نعمان دوست،جلال اباد

د وري ۳۰مه،۱۳۹۲

(ګرداب ورځپاڼه)

Copyright Larawbar 2007-2024