دپل چرخي زندان هرلسم زنداني په مخدروتوکو روږددی
59
کابل: دولسی جرګي دمخدرواونشه یی توکوسره دمبارزی دکمیسون مرستیال وایې چي دپل چرخي زندان دبندیانو په منځ کي (۶۳۶) تنه په نشه یې توکو روږداومعتاددي.
دجمهوری ریاست دمطبوعاتودفتر په یوه خبر کي راغلي چي په ولسي جرګي کي دمخدرواونشه یې توکو سره دمبارزی دکمیسون مرستیال عبدالاحد افضلي دحامدکرزی سره دیوی لیدني پرمهال راپورورکړي چي دپل چرخي زندان په دننه کي دټولوبندیانوله ډلي نه په هرولسوتنوکي یوبندي په نشه یې توکوروږددي اودمعتاد په مریضي ککړ دی. دپل چرخي زندان په افغانستان کي تر ټولوستر زندان دي . په دی زندان کي دمګړۍ (۷۰۰۰) بندیان شته چي (۶۳۶)تنه یې دنشه یې توکو په ناوړه مرض اخته دي.
دولسی جرګي دنومانده کمیسیون غړودکورنیو چارو وزارت دمخدرواو نشه یې توکوسره دمبارزي معاونیت او دروغتیا وزارت په مرسته هڅه کړي چي ددي کرغیړني توکوڅخه د بندیانوژوند وژغوري او په دي لاره کي په ګډه ګړندي ګامونه پورته کړي. دولسی جرګي ددغه کمیسیون غړي وايی چي دځينو بندیانودبنددموده پوره شوي ولي داضافي مودي دجریمي له امله تراوسه پوري په بندکي شپي اوورځي تیروي. دولسي جرګي یادو غړودجمهوررئیس سره دلیدني پرمهال دپل چرخي زندان ټولي ستونځي کرزی ته بیان کړي.
حامدکرزی دوکیلانوپه مقابل کي ددي ستونځي دحلولوپه هکله څرګنده کړه چي د مخدر ه توکودکرلوبدنامي افغانستان په غاړه اخلي ولي ګټي یې بهرنیانو ته رسیږي. هغه وکیلانو ته وعده ورکړه چي دوزیرانو دشورا په راتلونکوغونډوکي به په دغه موضوع باندي بحث وکړی اوځانګړي پریکړي به وکړي.
دیادوني وړده چي په افغانستان كې دنوروستونزوترڅنګ نشه يي توكي په ريښتيا هم كرار كرار ديوې داسې اندېښنې بڼه غوره كوي، چې ټول افغانان يې حیران کړیدي. دغه ناوړه توكي چې بوټي يې تر ډيره په جګړه ځپلي افغانستان كې كرل كيږي اونوم هم زموږ دولس ورباندې بددى،اوس په داسې يوه ستونزه او لانجه اوښتي دي چې هيواداو نړۍ يې دې ته اړ كړي، چې د مخنيوي لپاره يې څه نا څه لازم كارونه ترسره كړي ،مګر له بده مرغه نړۍ اودافغانانونیږدی ستراتیژیکودوستانواوګاونډیانوهم په دي اړوند له اخلاصه ډک کوټلي ګامونه پور ته نکړل.