کور / خبرتیا او پيغامونه / د غرغښت داروپایی ټولنی د کرکی پیغام

د غرغښت داروپایی ټولنی د کرکی پیغام

د لوی خدای په نامه،

په رښتیا سره لکه څنګه چی ویل شویدي دسړی پیژندنه ډیر مشکل کار دی
خوسړی دژوند او کار په اوږدوکې د هغه د ویلواو کړووړو په واسطه پیژندل کیږي چي دغه اصل د انورسادات د پیژندلو سره سمون خوري.
انورسادات دغه تش په نوم د سرپل د خلکو وکیل په ولسی جرګه کې چی د
افغانستان یو لوی قانون جوړونکۍ ارګان دی د چنګاښ د ۲۶ نیټی په خبروکی څرګنده کړه چي انورسادات د پیړیو پیړیو راپدی خوا د افغانستان د میلیتی جوړښت څخه نا خبره دی۰د انورسادات دغو څرګندونو د پښتون ملیت په ضد وښوده چي د دی وطن او افغان ملت د دښمنانو هیلی چي د وطن ټوټی ټوټی کیدل دی د نوموړی په وجود کی د پلی کیدو څرګندی نښانی دی۰

د انورسادات د دغه بی مسولیته څرګندونو سره سم د غرغښت د اروپایی ټولنی مشرتابه بیړنی غونډه وکړه او د نوموړی څرګندونی یی د وطن د خلکو دیوالی د ګران افغانستان د ملیتونو ترمنځ دپیړیو پیړیود ورورګلوی ضد وبللی او د غرغښت ټولنی ټول غړی د انورسادات د دغه خبرو څخه په کلکه کرکه او په سختو ټکو یې غندی او وایي :

۱ – د افغانستان د ټولو وروڼو ملیتونو چي یو افغان ملت یي جوړ کړی دی ټول سیاسی اجتماعی سازمانونه وړاندیز کوی چي په راتلونکی کی دی دغسی اشخاصو په پژندلو او د خپل نماینده (وکیل) په صفت ټکلو کی د پوره دقت او زیرکۍ څخه کار واحلی۰

۲- د ولسی جرګی محترم مشرتابه او درنو غړو څخه غوښتنه کوو او وړاندیز مو دا دۍ چي د انورسادات غړیتوب دی په ولسی جرګه کی وځنډول شی ترڅو د نورو لپاره یوه بیلګه وی.

۳- د غرغښت ڼولنه د افغانستان حکومت ته وړاندیز او د هغه څخه غوښتنه کوی چي انورسادات دی د خپلو څرګندونو د روښانه کولو په خا طر قضایی اورګانو ته معرفی او هغه ته دی سخته جزا وټاکل شی.

په درنښت

د غرغښت ټولنی د مشرتابه لخوا
تاریخ : ۱۳۹۲-۴-۲۹ (۲۰۱۳-۷-۲۱) هالنډ