کور / نوميالي / علمي،ټولنيز او سياسي شخصيت ارواښاد عبدالرحيم هاتف

علمي،ټولنيز او سياسي شخصيت ارواښاد عبدالرحيم هاتف

ډاکټر طارق رشاد

د پخواني جمهور
ريس لومړی مرستيال ، د افغانستان دپلار وطني ملي جبهې ريس، علمي او ملي سياسي
شخصيت عبدالرحيم هاتف چي د ۱۳۰۴ د اسد د مياشتي پر درېيمه (۱۹۲۵ جولای
۲۵) په کندهار کي زېږېدلی و د ۱۳۹۲ کال د اسد پر اته ويشتمه نېټه (
۲۰۱۳ اګست ۱۹) د هالنډ د Alphen aan den Rijn په ښار کي په خپل کور کي په
ناڅاپي توګه په حق ورسيدئ .
جنازه يې د ۱۳۹۲ د سنبلې پر
دوهمه ( ۲۴ اګست ۲۰۱۳) د الفن اندر راين په ښار کي په داسي حال کي خاورو ته
وسپارله سوه چي کورنۍ يې بېله د کورنيو د غړو بل چاته د ګډون اجازه نه
ورکوله.
د ارواښاد په فاتحه کي د هالنډ
او اروپا له بېلابېلو هيوادونو سلګونو افغانانو برخه واخسته.
په دې مخ کي لولئ:
پوهندوی آصف
بهاند:
دیوه علامه په کلیزه کې عبدالرحیم هاتف
عالمانه وینا
عبدالباري
جهاني:
سل دي ومره يو دي مه مره !
محمدمعصوم
هوتک:
“دافغانستان په سطحه یو بې جوړې علمي اواجتماعي
شخصیت”
محمد معصوم
هوتک
: د ارواښاد هاتف ژوند – د بي بي سي پيلوزی پروګرام
محمد امين باوري
:
پر افغان مېني او ولس مين ساه ورکړه
امين الدين سعيد
افغاني:
  عبدالرحیم هاتف سیاستمدار حلیم
نجيب
احمدزی:
دسمندر تل و … د سمندر تل
ولي عبدالله
ناروغ:
يو ريښتنی ښاغلی او ملي شخصيت
زرغونه فريال: ژوندي مړي او مړه اولادونه
لراوبر ويبپاڼه:د ارواښاد عبدالرحيم هاتف وروستي کلونه،ترجنازې او
فاتحې

 


پوهندوی آصف بهاند
دیوه علامه په کلیزه
کې عبدالرحیم هاتف عالمانه وینا

د۲۰۱۳ کال داګست له نولسمې نه
وروسته افغان سیاستوال،فرهنګي اوټولنیزشخصیت عبدالرحیم هاتف په فزیکي ډول نور
زموږپه منځ کې نه شته؛خودافغانستان اوجهان په فرهنګي اوسیاسي تاریخ کې به یې نوم
اوکارنامې دهمیش له پاره تلپاتې وي.
عبدالرحیم هاتف دخپل سیاسي،اجتماعي
اوفرهنګي ژوند په اوږدوکې هیڅ داسې قدم نه دی اوچت کړی چې هغه دې دافغانستان
اوکوم افغان یا کوم انسان پرضد وي.دده په ذهن اوضمیر اوعمل کې انسان ته،افغان ته
اوخپلې خاورې ته دخدمت هیله ترټولوهیلودلومړیتوب ځای درلود.
که دعبدالرحیم
هاتف په ژوندلیک پسې څوک ګرځي،ترټولو معتبراودلومړي لاس خبرې داستاد بینوا په
اوسني لیکوال کې موندلای شي.(اوسني لیکوال،بینوا،روهیال،۱۱۷۴-
۱۱۷۸مخونه).وروسته له اوسني لیکوال نه دهاتف دادبي اوټولنیزولیکنوله خپریدو سره
سم ښايي په موقوتونشراتوکې دده په باب څه خپاره شوي؛خوپه سیاسي اواداري
ډګرکې دافغانستان دجمهور رییس دلومړي مرستال په توګه دده دکار له پیلیدوسره
سم،دهغه وخت په میډیا کې دعبدالریم هاتف مفصله بیوګرافي خپره
شوه،اودافغانستان په دفاتراودولتي آرشیف کې باید خوندي وي.له بده مرغه چې زه
لاسرسی نه ورته لرم.
اوس چې پرهاتف باندې دده دمړینې په مناسبت څه لیکل
شوي دي یا لیکل کیږي،دا ټول دخواخوږۍ پیغامونه دي چې دده د
دوستانو،ارادتمندانواوزړه سواندوفرهنګیانوله خوا لیکل شوي دي،چې زه یې داوس
له پاره له بیان اومآخذ له یادولونه تیریږم.
ما(آصف بهاند) ته درې ځلې له
هاتف صاحب سره دمخامخ خبروکولوچانس اوویاړراپه برخه شوی دی:
دعلامه رشاد
په شخصي کور،دکابل په خیرخانه مېنه کې مې دوه ځلې درشاد صاحب په حضورکې
ورسره لیدلي دي اودریم وار د رشاد صاحب دزیږیدوپه اویایمه کلیزه
کې.
دهاتف صاحب خبرې کول لکه دیوستراستاد متینې،سنجول شوې اوپه داسې
اندازکیدې ته به وا چې ساعتونه او په ورځو ورځوفکرکولو نه وروسته یې له خولې
راباسي.
دهاتف صاحب دشخصیت په باب که هرڅومره خبرې وشي،کمې به وي؛خواوس چې
ده سترګې پټې کړي دي،راشئ دمیډیا اوافغان سیاستوالودریځ ته وګورئ،ورته
ځیرشئ،ښه ورته وخاندئ،بیا ورته وژاړئ اودا تریخ غوړپ له نا چاره پرسرواړوئ
چې موږپه رښتیا خپل خادمان نه پیژنواوهغسې چې ښايي نه یې یادوو.دخادمانوپه
ځای دخاینانودرناوی کیږي،مجسمې اوعکسونه یې هسکیږي اودهغودکاذبوڅیروترسیوري
لاندې دوطن دریښتینوبچیانوپه کارنامو باندې پرده اچول کیږي.
په دې
لنډوکرښواوتنګ وخت کې دهاتف په باب زه یوازې دومره ویلای شم چې:
هاتف په
یوه پخه اودرنه فرهنګي کورنۍ کې زیږیدلی،لوی شوی اوپه فرهنګي چاپیریال کې
یې له وتلو اوپیژندل شووفرهنګي شخصیتونوسره ژوندکړی دی،نوحق یې درلود چې
ووايي:« …زه دشعراوادب په غیږکې روزل شوی یم …» (اوسني
لیکوال،۱۱۷۵مخ)
له عادي ماموریته نیولې،ترمعلمي،بیا مدیریت اوتجارت اوپه
پای کې دافغانستان غوندې هیواد دجمهور رییس دلومړي مرستیال تردندې پورې یې
وظایف ترسره کړي دي؛خوپه ټینګارسره باید وویل شي چې دکارله پیل نه بیا
ترپایه پورې په هره دنده کې چې پاتې شوی دی،اصلي موخه یې وطن ته اوخلکوته
دخدمت په ارمان صادقانه قدم پورته کړی دی اوزه ډاډه یم چې هاتف صاحب دغه
ارمان ته دمرګ ترپولې وفادارپاتې شوی دی.
دهاتف صاحب شخصیت اوکارناموته
ددرناوي په خاطرغواړم له خپل شخصي آرشیف نه یوه ویدیوتاسوسره شریکه کړم چې
یوازې په ما پورې اړه لري.دفلم اخستلو ویاړیې دښاغلي احمدشاه بهاند دی
اودساتلو اوتردې ځایه پورې درسولو ویاړیې ما اوزما میرمن ته ورپه برخه
دی.دا چې موږ په دومره سرو،شنو،خړواوتوندوبادنوکې،په لسګونو اولا
سلګونوآشنا اونا آشنا کنترولوونواوپولوکې څنګه دا ویدیوتراروپا پورې رارسولې
ده،داوس له پاره یې دداستان له بیان څخه تیریږم.دا ویدیوسرکاري نه ده
اوزموږدکورنۍ دشخصي کمرې په وسیله ثبت شوې ده اوزه یې په اماندارئ سره
ستاسومخې ته ږدم.
په ویدیوکې دهاتف حاحب هغه عالمانه وینا راغلې ده چې
ده دعلامه رشاد دزیږیدو په اویایمه کلیزه کې کړې ده.دعلامه رشاد
دزیږیدواویایمه کلیزه دخوشال فرهنګي ټولنې له خوا د۱۹۹۱م کال دنومبر په
څوارلسمه نیټه دیوشمیروتلوفرهنګي شخصیتونوپه ګډون دکابل پوهنتون دعلمي
شورا په تالارکې دیوې ورځې له پاره نیول شوې وه.
ویدیودوې برخې
لري:
په لومړۍ برخه کې دهاتف صاحب وینا رااخستل شوې ده،چې دجمهور رییس
دمرستیال په توګه نه،بلکې درشاد صاحب دیوه شخصي دوست اوشاګرد په توګه
غږیږي.
په دویمه برخه کې دتفریح پرمهال یوشمیروتلي فرهنګي شخصیتونه دکابل
پوهنتون په ریاست کې درشاد صاحب اوهاتف صاحب په ګډون دچا ی څکلوپه لړکې
پرځینوفرهنګي کارونوبحث کوي.


 

سل دي ومره يو دي مه مره !

عبدالباري جهاني – ويرجينيا امريکا

یوه
ورځ به دي ږغ وشي علي خانه

چي
فلانی هم لکه ګرد و غبار تیر شو

د ۲۰۱۳ د اګسټ د
میاشتي پر نولسمه د دوشنبې په ورځ د کندهار یو نامتو اجتماعي او سیاسی شخصیت،
عبدالرحیم هاتف، چي په یوه حساب یې په خپل وخت کي د کندهار د منورینو یو
بشپړ نسل، د ادبي او اجتماعي خدمتونو پوروړی دی، وفات سو. انالله و انااليه
راجعون.

عبدالرحیم هاتف، چي د کندهار ډیرو
زیاتو خلکو د معاون صاحب په نامه پیژندی، د نن څخه تقریبا شپږ اتیا کاله مخکي
د کندهار په دوهمه ناحیه کي، په یوه داسی منوره کورنۍ کي سترګي نړۍ ته
پرانیستي وې چي د پلار او مور له خوا یې زیاتره نیکونه عالمان او شاعران تیر
سوي وه. پلار یې مولوي محمد ویس کاکړ شاعر وو او مرحوم بینوا یې په اوسني
لیکوال نومي کتاب کي یو انتقادي او اجتماعي نظم قید کړی دی.

و مسلمان ورور ته
آخر تېره اغزی پر څه سوې

داسي بې ننګه او
ناسیال غوندي ځلمی پر څه سوې

د مرحوم عبدالرحیم هاتف مور د
کندهار د یوه خوږ ژبي اجتماعي شاعر رحمت الله بابا لور او د خپل وخت د یوه مشهور
شاعر عبدالله محزون لمسۍ وه. پخپله هاتف صاحب هم  مرحوم بینوا ته د خپلي
سوانح د لیږلو په ترڅ کي پخپلي کورنۍ ویاړي او وایی که مبالغه رواوي نو باید
ووایم چي زه د شعر او ادب په غیږ کي روزل سوی یم، لیکن حقیقت دا دی چی د شعر
او نفسي ادب په لحاظ و خپلو اسسلافو ته پوره نسبت نه لرم. البته دا خبره
باید د مرحوم هاتف صاحب د خپلي ذاتي شکسته نفسی او په حیا کي د افراط څخه
وبولو. که نه نو په پښتو ژبه یې د حمید ماشوخیل احوال او اشعار کتاب
لیکلی، ابن سینا بین الدین والفلسفه یې له عربي څخه په فارسي ترجمه کړی،
تنقید شعرالعجم یې د اردو څخه فارسي ته ترجمه کړی او بینوا ته د خپلي
لنډي سوانح د لیکلو په وخت کي یې کښلي دي چي دغه ګړی د روحیاتو په باره
کي له انګلیسي ژبي څخه پښتو ته د یوه کتاب په ترجمه کولو لګیا دی.
په شپږو ژبو ( پښتو، پارسي،اردو ، عربي ، انګريزي او هالنډي )پوهیدل او
په پنځو ژبو لیکل او ترجمه کول پخپله ساده خبره نه ده. هاتف صاحب،
په هغه زمانه کي چي په کندهار کي سواد تقریبا د نشت په اندازه وو، د
ادبیاتو پوهنځي په اعلی درجه پای ته رسولې او یو څه وخت یې د میرویس
لیسې د مدیر د مرستیال په حیث، وروسته د احمد شاه بابا په لیسه کي
د ښوونکي په حیث ، او یو څه وخت یې د پوهني وزارت څخه بهر اداري کارونه
کړي اوپه پای کي په شخصي کاروبار لګیا سوی دی.

 ما په برنده ځواني کي، چي د یوولسم او دوولسم ټولګۍ زده کونکی وم، د
کندهار په میرویس رستورانت کي، په هغو ازادو ماښامنیو غونډو کي، چي د کندهار
منورینو به ګرداو بله، د مرحوم هاتف صاحب په سل ګونو علمي او سیاسي ویناوي
اوریدلي دي. که د هغه ګرداوونو ځیني غړي، چي اوس به هم ژوندي وي، زما څخه خپه
نه سي نو زه په پوړه زړه ویلای سم چي هاتف صاحب د ګرداو پر ټولو غړو غښتلی
وو. ټولي خبري یې علمي او له یوې بلي سره د مرغلرو د لاړ په ډول پییلي
وې. پر حقیقت مین وو. له هیڅ چا څخه نه بیریدی او د دې مدعا شاهد مي د
اولسي جرګې په دوولسمه دوره کي د هغه ویناوي دي، چي د خپلو عقایدو او
نظریاتو د اظهارولو په وخت کي یې د هیڅ واکمن مخ ته نه دي کتلي. زه په
پوره جرأت سره ویلای سم چي مرحوم عبدالرحیم هاتف په هغو کسانو کي وو چي د
سل دي ومره یو دي مه مره متل یې په حق کي صدق کوي. او دا متل د هر چا
لپاره نه راځي.

مرحوم بینوا ته د خپل شخصیت د
معرفي کولو په برخه کي هم په شکسته نفسي کي افراط کوي او وايي چي زه یو قانع، بې
استقامته، عافیت پسنده، بیرندوکی، شرمندوکی، متحمل او په محدوده ساحه کي
اجتماعي انسان یم. دوستان مي له ځانه څخه خوشاله ساتلي دي، د تکلف او درواغو
څخه مي ډیر بد راځي، رسمي ژوند راباندي درنیږي…


د تیر سپټمبر په میاشت کي په
هالینډ کي د محمد امین باوري او عبدالله احسان سره کورته ورغلی وم. د ټول
روغتیایی تکلیف سره یې زموږ ښه میلمه پالنه وکړه. کله چي مي د افغانستان په
سیاسي میدان کي د خپلي فعالي ونډي اخیستلو په باره کي خبره ورسره میدان ته کړه
نو د یوه مشر دوست په حیث یې په ډیر ادب، چي د ده د اخلاقو یوه برخه وه، ماته
را وفهمول چي دا میدان زما نه دی. زما به د هغه هوښیاري خبري او سپیڅلي
دوستانه مشورې هیري نه سي. زه افتخار کوم چي د افغانستان له دغه هوښیار علمي او
سیاسي شخصیت سره مي له نیژدې پیژندل. راباندي ګران وو، احترام مي درلود او
دغه علت دی چي نن ورځ یې کمبود احساسوم. د هغه یاد دي د نورو تللیو وطن
پالونکو پوهانو سره یو ځای تازه وي. زه د هغه د درندې کورنۍ د یوه
خواخوږي په حیث له ټولو سره غمشریکي کوم. زامنو، لوڼو، میرمني او ټولو
دوستانو ته یې صبر جمیل او اجر جزیل غواړم. 

د لراوبر اداره په داسي حال کي چي د ارواښاد عبدالرحيم هاتف پر مړينه
ژوره خواشيني څرګندوي ، هڅه کوي چي د ارواښاد دجنازې او فاتحې دجريان تازه
معلومات تعقيب او درنو لوستونکو ته وړاندي کړي.

 


 

 
پېلوځی : د عبد الرحيم هاتف ادبي
ژوند – محمد معصوم هوتک
دبي بي سي پښتو څانګي څخه په مننه

محمد معصوم هوتک

شاوا ــ کاناډا
۲۰ /
اګسټ/۲۰۱۳ع
 
نن خبرسوم
چي دافغانستان ،په تېره بیا دکندهارمشهورعلمي ،اجتماعي اوسیاسي شخصیت
عبدالرحیم هاتف په هالینډکي وفات سو. 
ارواښادعبدالرحیم
هاتف دافغانستان په سطحه یو بې جوړې علمي اواجتماعي شخصیت وو. پېړۍ په کاردي چي
داخلا به ډکه کېږي. زه ئې دوفات خبرسخت خواشینی کړم اوله کورنۍ سره ئې ځان په غم
کي شریک ګڼم. داڅوکرښي ددوی په یاد سمدلاسه لیکم اوکه دژوندپرمېنه وم اوحوادثو
فرصت راکړ، نورڅه به هم پر ولیکم.
 
دامیرعبدالرحمن
خان دپاچهۍ په سرکي دلوی کندهار د ږوب په سیمه کي دکاکړو په ټبرکي یو دروېش
صفته ستانه اوسېدی چي فقیرمحمد نومېدئ. په قوم اوټبردنېک نامه څښتن وو.
دفقیرمحمدزوی دین محمد نومی هم دپلارپه شان سالک سړی وو
اودامیرعبدالرحمن د پاچهۍ په دوهم کال (۱۸۸۱ع) په ږوب کي وفات سو. مېرمن
اودوو یتیموزامنو(محمدنوراوالله نور)ته دږوب مېنه تبۍ سوه اودکندهار
ارغنداوته راکډه سوه.
محمدنوردارغنداو د
سردې (سرده) په کلي کي څه وخت تېرکړاووروسته ښارته راکډه سو. دیني علوم ئې
په ارغنداو او دغه راز کندهار ښارکي دکمال تردرجې رسولي ول.
 
ملا محمدنوردعلم
ترحصول وروسته سوداګرۍ ته مخ کړاوپه کندهارکي ئې دنېکنامه عالم اوتاجرپه نامه
شهرت ګټلی وو. دکورنۍ روایت ئې دئ چي ملامحمدنور دنادرخان دپاچهۍ په سرکي ددریم
ځل له پاره دبیت الله شریف زیارت ته ولاړ اوله حج څخه تر راستنېدلووروسته
دکراچي په ښارکي وفات اوهورې ښخ سو.
له ملامحمدنورڅخه
دمحمدمیراو محمدویس په نومودوه زامن اویوه لورپاته سول. محمدویس چي وروسته په
مولوي محمدویس کاکړسره زموږپه ادبي تذکرو کي معرفي سوی دئ،
دارواښادعبدالرحیم هاتف پلاروو.
مولوي محمدویس
کاکړ دغازي امان الله شاه په روښانه دوره کي دکندهارپه مکتب تجار کي درس لوستی
وو او وروسته په همدې مکتب کي ښوونکی وو. ادبي ذوق ئې درلود. شعرئې وایه، نثر
ئې کیښ او دکندهار د ادبي انجمن فعال غړی وو.
داماني دورې
ترسقوط وروسته چي دهیوادهرڅه سره ګډوډسول،مولوي محمدویس کاکړ خپلي پلرنۍ
دنده،سوداګري شروع کړه او د ژوندترپایه ئې په هندوستان اوافغانستان کي
تجارتخانې فعالي وې.
مولوي محمدویس
کاکړ دېرش کاله په هندوستان کي په افغاني پاسپورټ تېرکړل.
ارواښادهاتف صاحب
په همدغه مکتب تجار کي شاګردوو. په دغه مکتب کي ئې ترتعلیم وروسته دکابل په
حبیبیه لېسه کي تعلیم ته ادامه ورکړه. له دغي لیسې څخه په داسي وخت کي فارغه
سوچي په کابل کي دعلامه عبدالحي حبیبي په مشرتابه د ادبیاتو پوهنځی نوی
تاسیس سوی اوعبدالرحیم هاتف ئې له لومړنیو محصلینوڅخه وو او په ۱۳۲۷ش =
۱۹۴۸ع کال ځني فارغه سو.
ارواښادهاتف تر
تحصیلاتو وروسته څه موده دکندهار په معارف کي دمیرویس لېسې دمعاون په توګه
اووروسته په هیلمند او کابل کي دلږ مودې له پاره دولتي دندې سرته
ورسولې.
دعسکري مکلفیت
دوره ئې په معارف کي تېره کړه او وروسته ئې له دولتي کاره استعفاورکړه او په
کندهاراوکابل کي ئې تجارتي فعالیت پیل کړ.
په هیوادکي د
دیموکراسۍ ترراتګ (۱۳۴۳ش = ۱۹۶۴ع) وروسته چي دولسي جرګې له پاره انتخابات
وسول، عبدالرحیم هاتف دکندهارښاردلومړۍ حوزې څخه پارلمان ته انتخاب سو، د ولسي
جرګې تر پوره کېدو وروسته ئې بیرته تجارتي فعالیت پیل کړ.
په هیوادکي دثور
تر پاچاګښتۍ وروسته ئې بیاسیاست ته مخه کړه اووروستۍ دنده ئې د ډاکترنجیب الله
په حکومت کي دجمهوري ریاست مرستیالي وه.
ارواښادهاتف په
ژوندکي څه په تجارت، څه په سیاست اوڅه هم په شخصي ژوندانه کي دیوه باپرنسیبه
شخصیت په توګه ،پېژندل سوی وو. دعلم ذخېره ئې درنه وه.د افادې اومنطق قوت ئې
موافق اومخالف کسانومنلی وو.دنظر ژوروالی ئې بېساری وو.که دیوچاله نامه سره
تروفات وروسته د(ضایعې) پسوندلیکل کېږي، ارواښادهاتف به تر ټولو نورو ددغه
پسوندمستحق وي. زه ئې په وفات ډېرخواشینی سوم. پاک خدای دې وبخښي. ددغو
څوکرښوپه لیکلوسره دهغه حق اداینه نسي کېدلای چي ارواښادهاتف ئې پرموږ ټولو لري.
زه ددغه حق دادایني وعده درنولوستونکوته ورکوم. له خدای
غواړم چي د پوره کولو توان اوتوفیق ئې راته عطاکاندي.


پرافغان مېني او ولس مين ،ساه
ورکړه !      انالله و انااليه
راجعون

 


خدایه څه سول هغه ښکلي ښکلي خلګ
په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي
خلګ

 

 

د
اساسي قانون د تسوید او تصویب د وخت د لویي جرګې انتخابي مشر وو . په لویه جرګه
کي د اساسي قانون د جوړیدو مخالفین او په ټولنیزو چارو کي د اولس د مساوي حقوقو
پر سر لکه د نورو جرګوو په شان خبره مخالفت ته پرینښودل سوه ، خدای بخښلي هاتف
صیب د خپلي هغي لوړي پوهي په لرلو سره ټول مخالفین پر ځای کښینول . د ښاغلي هاتف
مشري او مدیریت هغه وخت لا ثابت سو چي د سیمي په کچه مترقي او دیموکراتیک قانون
د لویي جرګې د مطلق اکثریت له خوا تصویب سو . دلویی جرګې کار ډیري ورځي دوام
وکړ خو هاتف صیب ستړی نه سو د هر مخالف سره په ډیره سړه سینه او په ډیر لوړ
منطق وږغید او تر څو یې قناعت نه وو ورکړی مسله یی جنجالي نه پریښودل
.
د کار او خدمت تر څنګ مي د هاتف صیب ټلویزوني او راډیویي
بیانیې او پروګرامونه لټول ، اوریدل او لیدل .
ښاغلی هاتف صیب مي په یوه
ادبي غونډه او یوه علمي سیمنار کي د خبرو پر وخت لیدلی وو چي د هر وار
لیدلو څخه وروسته مي ښاغلی خدای بخښلی زړه ته لاره پرانیستل . د هر ځل په
لیدلو او د ارشاداتو په اوریدلو به یې غوړیدم .
مشر ورور مي ( الحاج
محمد جان باوري ) د وخت د پلاروطني ملي جبهې چي د امین مشر هاتف صیب له
خوا اداره کیدل ، د اداري او سیاسي چارو مشاور وو ، د هاتف صیب سره د
ډیري میني له وجهي مي د مشر ورور څخه هیله وکړه چي زما د پوښتونو د
ځوابولو لپاره د ملاقات لاره جوړه کړي ، همداسي وسول ، ورور مي د
ورځي پر یوه بجه وخت راته نیولی وو خو زه د غرمی پر دولس نیمو بجو
ورغلم . کله چي مي د دفتر له ریس څخه پوښتنه وکړه هغه راته وویل چي
هاتف صیب د ډوډی خوړلو لپاره کور ته تللی دی . زه کښیناستم او د هاتف
صیب د راتګ انتظار مي وکړ ، کله چي هاتف صیب دفتر ته راغی نو زما اوله
پوښتنه دا وه چي ولي یې د ډوډې خوړلو لپاره کور غوره ګڼلی دی ؟
هغه یو سپیڅلې او ریښتنی ځواب راکړ چي « زه خو شکر د ډوډې خوړلو لپاره
یو څه لرم نو ځکه د خپل اولس له بیت الماله څخه مصرف نه کوم ، دا د
اولس پیسې دي او زه خپل اولس ته همدومره هم چي وکړم ، خپل اخرت به
وګټم » .
خدای بخښلي هاتف صیب د بهران او د جهل له تاریکیوڅخه د
افغانستان وتل یوازي او یوازي د اولس او د هیواد د ټولو وګړو تعلیم ته
مخه کولو او په دې ګاڼه سمبالولو پوري تړلي بلل . ښاغلي خدای بخښلي
زما ټولوپښتونو ته زما دقناعت وړ ځوابونه راکړل .

په وروستیو کلونو کي مي د ښاغلي هاتف صیب د لیدلو  بخت ډیر وو
، ځکه خو د هغوی له نصایحو ، ارزونو او خبرو څخه برخمن سوی یم چي ځان
ډیر بختور راته ښکاري .
داسي لکه جهاني صیب ، هوتک صیب او نورو غمجنو
ملګرو چي د دې ویر خبره کړې ده ، زه هم په خپل وار سره د هاتف صیب ټولي
کورنی ، ټولو دوستانو او ټول ملت ته د هاتف صیب د رحلت تسلیت وړاندي
کوم ، د لوی پروردګار څخه برین جنت ورته غواړم او ځان ته د زړه صبر
!


حاجي امین
باوري 

 بروکسل – بلجيم


 

 

عبد الرحیم هاتف
سیاستمدارحلیم

الحاج امین الدین « سعـیـدی- سعيد افغاني »
مدیر
مرکز مطالعات ستراتــیــژیکی افغان
ومسؤل مرکزفرهنگی د حق لاره- جرمنی

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم «كل نفس ذائقة الموت وإنما توفون
أجوركم يوم القيامة فمن زحزح عن النار وأدخل الجنة فقد فاز وما الحياة الدنيا إلا
متاع الغرور » (سوره آل عمران : آیه ۱۸۵ ) ( هر نفسى چشندهء مرگ است وجز اين
نيست كه مزد خويش را تمام داده خواهيد شد در روز قيامت، پس هر كه از دوزخ دور
داشته شد وبه بهشت آورده شد هر آئينه به مراد رسيد وزندگى دنيا جز بهره
فريبينده بيش نيست). همچنان پروردگار با عظمت در سوره ( لقمان آیه :۳۴ ) «
ميفرمايد :« وما تدرى نفس ماذا تكسب غدٱ وما تدرى نفس بأى أرض تموت » (
وهيچ شخصى نمى داند فردا چه كار خواهد كرد و هيچ كسى نميداند كه به كدامين سر
زمين خواهد مرد). وباز هم میفرماید : « فإذا جا ء أجلهم لا يستاخرون
ساعة ولا يستقدمون » ( چون وقت مقرر أجل فرا رسد ، نه ساعتى پيش رود ونه به
تاخير انداخته ميشود ) .

با تآسف فروان خبر وفات
دانشمند شهیر کشور، سیاستمدار حلیم و بزرګ کشور عبد الرحیم هاتف را
دریافتم.
اینک به پاس دوستی وشناخت که ازین دانشمند و شخصیت بزرګ کشور
داشتم و دارم صرف غرض ادای حق دوستی وشهادت خیر و بزرګی ووطن دوستی ایشان
دو سرګذشت کار دیپلوماتیک آنرا با شما شریک می سازم . امید وار هستم به
نحوی ادای وجیبه نموده باشم .

ملاقات عبد الرحیم هاتف با صدام
حسین

قویترین رییس جمهور دولت عربی عراق در اواخر قرن ګذشته
:
به سلسله سفرها وتلاش های مرحوم عبدالرحیم هاتف شخصیت
برازندهء کشور برای تأمین صلح و استقرار درکشور عزیز مان افغانستان و منطقه
وتلاش برای حل مسایل مطروحهء کشور ما افغانستان ومنطقه، در سال ۱۹۹۰ م من
یکجاء با عبد الرحیم هاتف عازم عراق شدیم ، این سفر در زمان صورت گرفت که
فقط تقریبآ ۲۵ روز بعد آن عراق به کویت حمله میکند. زمانیکه ما وارد بغداد
شدیم فضای آن کشور حالت خاصی نظامی بخود اختیار نموده بود.
همه ای
مسولین ملکی ونظامی در حالت اماده باش واحضارات در جه یک بسر می بردند.
سراسر شهر بغداد از میدان هوای الی پایتخت با وسایل حربی ونظامی وامادگی
برای یک حالت اضطراری بچشم میخورد.
محل اقامت ما در یکی از قصر
های صدام حسین انتخاب گردیده بود، ما با تشریفات وسکورد خاصی تشریفاتی در
محل اقامت خویش جابجاء شدیم . بعد از استراحت کوتاه ، امور تشریفاتی ، وقت
ملاقات ومدت ملاقات ما با صدام حسین توسط رییس تشریفات صدام حسین بما اعلان
گردید .
ما به فردای آنروز با تشریفات خاص قطعه نظامی به قصر ریاست
جمهوری ، به ملاقات صدام حسین برده شدیم. صدام حسین درحالیکه به لباس
نظامی خاص ملبس بود و سلاح کمری خورد نیز با خود داشت، به استقبال
عبدالرحیم هاتف آمد.
عبد الرحیم هاتف صحبت خویش را با زبان
فصیح وجملات زیبای عربی آغاز کرد. شنیدن چند کلیمهء عربی وآنهم با
فصاحت عالی ، بر روحیه قویترین رییس جمهور کشور عربی درمنطقه یعنی صدام
حسین تأثیر خاص کرد و با فشار دادن دست صمیمی از عبد الرحیم هاتف استقبال
بعمل آورد. در این ملاقات با صدام حسین طارق عزیز ، وط یاسین رمضا ن
معاون دوم ورییس دفتر صدام حسین در حالیکه لباس نظامی بتن داشتند ، نیز
حضور داشتند .
عبد الرحیم هاتف طبق پروتوکول تعین شده با
فورمولبندی دقیق عالمانه هدف سفر خویش را با کشور عراق وملاقات با
جلالتماب صدام حسین در میان گذاشت . در این ملاقات محترم عبد الرحیم
هاتف در مورد اوضاع افغانستان ، ومنطقه معلومات موجز را مطابق وقت
تعیین شده ارایه داشت.
صدام حسین بادرنظرداشت اینکه خسته بنظر
میرسید با تمام دقت وتاید ، صحبت های عبد الرحیم هاتف را گوش میداد ، ودر
هربخش به طارق عزیز وط یاسین رمضان هدایت میداد ، صدام حسین از تحلیل
عالمانه محترم هاتف بخصوص از معلومات ارایه شده در مورد مواضع کشور های
منطقه واز جمله جمهوری ایران وکشور روسیه با افغانستان با دقت تام گوش
داد. محترم هاتف کوشش میکرد تا صحبت های خویش واین ملاقات را مطابق وقت
قبلاً تعیین شده به پایان برساند ، ولی صدام حسین با علاقمندی خاصی
صحبت جناب ع هاتف را با سوالهای خویش طولانی ساخت .
من چند بار با
صدام حسین ملاقات داشتم ولی در این ملاقات ملاحظه کردم که صدام حسین تا
چه اندزه تحت صحبت های محترم عبد الرحیم هاتف قرار گرفته است .

عبدالرحیم هاتف مانند یک حکیم ، یک عالم وخبیر بر روان صدام حسین
اثر گذاشت و باین ترتیب درعمل وقت ملاقات به اساس علاقمندي صدام و سوالات
وی، سه برابر وقت تعین شده طولانی شد. خواسته های مطرح شده توسط جانب
افغانی، یادداشت وبرای عملی شدن آن به مسولین عراقی توسط صدام حسین
هدایت عاجل داده شد.
صدام حسین ، از ملاقات با عبد الرحیم هاتف
ابراز تشکر نموده وبه ط یاسین رمضان هدایت فرمود تا جناب ع هاتف را
مطابق به امکانات زمانی وکاری جناب هاتف به اماکن تاریخی بغداد ، نجف
وکربلا همرای نموده ومدت اضافه برای باقی ماندن هاتف صاحب در عراق
مطرح کرد که با خرسندی پذیرفته شد .
صدام حسین که بعدها
معلوم شد، مصرف تدارک حمله با کویت بود ، از صحبت های عالمانه هاتف با
ابراز خرسندی استقبال کرد .

ملاقات عبد الرحیم هاتف

با حافظ الاسد ریس جمهور سوریه.
چنانچه ګفته آمدیم به سلسلهء سفرهای
جناب عبدالرحیم هاتف برای امر صلح و حل مشاکل مطرح درکشورومنطقه در اواخر سال
۱۹۹۱ م زمانیکه مصروف ایفای وظیفه در سفارت افغانی در کشور لیبا ءبودم یادداشتی
از وزارت خارجه افغانستان در یافتم که غرض تنطیم سفر عبد الرحیم هاتف به کشور
سوریه سفر نمایم که به اساس آن یکروز قبل از تشریف اوری هاتف صاحب ، به شهر
دمشق مواصلت کردم .
بفردا همان روز به میدان بین المللی شهر دمشق
رفتیم واز عبد الرحیم هاتف به همراهی مسؤولین ریاست دفتر ریاست جمهوری حافظ
الاسد از عبد الرحیم هاتف پذیرای بعمل اوردم .
زمانیکه به اقامت
گاه خویش در دمشق مواصلت کردیم، موضوع ملاقات با حافظ الاسد را با مسولین
جانب سوری در میان گذاتشیم.
جانب سوری خواستار ملاقات عبد الرحیم هاتف
با عبد الحلیم خدام شد ند وگفتند که متاسفانه حافظ الاسد در خارج شهر دمشق
ودرولایت لاذقیه که از دمشق فاصله زیادی دارد، مصروف میباشند .

ما ملاقات با عبد الحلیم خدام معاون حافظ الاسد ، را پذیر فتیم ولی در
ضمن در صورت ممکن خواستار ملاقات با حافظ الاسد نیز شدیم .
بفرادی آن
روز بعد از ظهر مسول دفتر تشریفات ریاست جمهوری حافظ الاسد ،غرض ملاقات
موجز به نزد عبد الرحیم هاتف در اقامتگاه شان آمده ودر مورد جزئیات ملاقات
جناب عبد الرحیم هاتف با حافظ الاسد توضحیات را بعمل اورند . ما بعد از
ظهر با تشریفات به ملاقات حافظ الاسد به قصر ریاست جمهوری حافظ الاسد
انتقال داده شدیم.
واقعآ هم حافظ الاسد از ولایت لاذیقه در
همین لحاظات به شهر دمشق مواصلت کرده بود ، حتی عینک مطالعه خویش در
بکس دستی خویش گذاشته بود واز عینک مطالعهء رییس دفترخویش استفاده نمود
، ملاقات رسمی آغاز شد وعبد الرحیم هاتف با فهم عالی سیاسی ودیپلوماتیک
صحبت را آغاز کرد وطرح های خیر اندیشانه را در رابطه به صلح منطقه و حل
مسایل مطروحهء افغانستان و منطقه با محترم حافظ الاسد در میان گذاشت
.
عبد الرحیم هاتف چنان سیاستمدار اگاه بود که با الفاظ مختصر
مفهوم بزرگی را نه تنها تشریح میکرد ، بلکه جانب مقابل را بر قبولی وعملی
نمودن آن به نوعی وادرا می ساخت .
عبد الرحیم هاتف زبان
ګویا داشت بر زبانها عربی ، انگلیسی ، اردو ، پشتو ودری تسلط کامل داشت
از تاریخ وفرهنگ اسلامی وتاریخی مردم کشور سوریه اطلاعات کافی داشت ، او
با صحبت وبه بیان مثال ها از شهامت وتاریخ سوریه یاد اوری نمود ، ومثال
زنده ای برای حافظ الاسد بیان میداشت ، وحافظ الاسد از معلومات ارایه
شده از او ضاع افغانستان ومنطقه وبخصوص روابط افغانستان وشوروی وقت را
با دقت گوش میداد ،واز اینکه با دانشمند بزرگی افغانی صحبت دارد ، بسیار
استقبال نمود ، مدت ملاقات از نورم تعین شده پرتوکول توسط حافظ الاسد به
درازا کشید ، ومن شاهد بودم که صحبت های عبد الرحیم هاتف چه تاثیر را بر
حافظ الاسد بعمل اورد .
مرحوم عبد الرحیم هاتف منحیث یک معلم
ومدبر ویک سیاستمدار حکیم در ملاقات ها می در خشید.
ملاقت های با
سران کشور های اسلامی بی نهایت اموزنده وبا فهم بود .
مرگ
جلالتماب عبد الرحیم هاتف ضایعه بزرگی برای مردم افغانستان برای
فرهنگیان ، برای دیپلوماسی افغانستان است ، او نه تنها عالم سیاسی
ودیپلوماتیک بود ، بلکه در امور دینی مطالعاتی عمیقی داشت. او خبیر در
شوون افغانستان بود ، او تاریخ دان وعالم بی مانند بود ، عبد الرحیم
هاتف بسیار کوتاه ولی پر معنی صحبت میگرد ، به تاریخ ملل علاقه خاصی
داشت ، رفتن به موزیم را دوست داشت ، از همراهی با ان هیچ وخت احساس
خستگی به انسان رخ نمیداد. وفات و مرگ او ضایعه جبران ناپذیر برای
مردم افغانستان است.
خدواند پاک هاتف صاحب را غریق رحمت
نموده جنت فردوس برایش میخواهم وبرای بازمنداگان شان صبر جمیل تمنا
دارم . إنا لله وإنا إليه راجعون
شهر برول –کولن کشور
جرمنی  20 اگست 2013


د افغانی ټبر دسیاست او ادب یوه ریښتینی آستازی
خپلی سترګی پټی او له دی فانی نړی څخه وکوچیدی.

انا لله و انا الیه راجعون.

دسمندر تل

د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر میاشتی د یولسمی نیټی
له پیښی څخه مخته زه او ښاغلی حکیم نورزی چی په اوسنی نظام کی د ملی امنیت په شورا
کی دنده لری له ښاغلی محمود خآن اڅکزی او ښاغلی عبدالرحیم مندوخیل سره د فاتحی او
د هاتف صاحب او لایق صاحب د لیدو په نیت له بروکسل څخه د هالند په لور سفر درلود
.

په خبرو کی ښاغلی محمود خان اڅکزی راته وویل چی د
پښتنی دود پر اصل به لومړی د روښان احمدزی کورته ورځو او د خدای بخښلي ډاکتر نجیب
الله فاتحه به ورته ورکړو او له هغه ورسته به بیا د محترم هاتف صاحب لیدو ته ورځو
، ماهم د پروګرام د جوړیدو په پیل کی ښاغلی روښان احمدزی ته د فاتحی په هکله او
هم می خپل ګران دوست ډاکتر طارق رشاد ته د ښاغلی محمود خان اڅکزی د ورتګ په هکله
د تلفون په کرښه خبری کړی وی .

د چای او فاتحی له ختم وروسته دتګ په وخت کی ښاغلی
محمود خان اڅکزی روښان احمدزی ته وویل که وخت لری کولاشی چی له موږ سره دهاتف صاحب
او لایق صاحب لیدو ته راسره لاړ شی خوښ به شو – روښان احمدزی دغه بلنه ومنله او په
ګډه مو د هاتف صاحب دلیدو په نیت حرکت وکړ کله چی د ډاکټر طارق رشاد په ملتيا د
هاتف صاحب استوکنځی ته چی په هغه وخت کی یی د کډوالو په کمپ کی ژوند کاوه ورغلو
په لومړی ځل می هاتف صاحب په کورنیو جامو کی ولید چی ژیره یی پری ایښی وه چی
پخوامی داسی نه وو لیدلی خدای شته چی دی حالت راباندی یو څه اغیز وکړ چی د پښتنی
دود او روغبړ څخه وروسته د چای څښلو په وخت مو د هیواد ، سیمی او په پاکستان کی
د افغانانو او پښتنو پر حالاتو خبری کولی چی اکثرا د ښاغلی هاتف صاحب ، محمود
خان اڅکزی او ښاغلی مندوخېل ترمینځ وې.

مندوخیل صاحب د پاچا خان او شهید صمد خان له نږدی
ګوندی ملګرو او فکری لارویانو څخه دی د سیاسی او تاریخی کیسو څخه یی په همدی مجلس
کی له ټولو څخه زیات خوند اخست زموږ مجلس تقریبا له دوو ساعتونو څخه زیات وخت ونیو
، په همدی مجلس کی ما ته هاتف صاحب د یوه آرام ، آګاه او باخرده انسان په توګه د
خبرو په کلام ،د پوښتنو او ځوابونو په ویلو کی دقت او د یوه دروند او با وقاره
افغان په توګه یی خپله اصلی څیره او پښتنی کرکتر د مجلس حاضرینو ته لکه د پخوا په
شان نور هم څرګنداوه .

د مجلس په پای او د خدای پامانی پروخت کی د پښتنی
دود پر اصل یی ما لاسونه ښکل کړل او زه یی هم د خپل مشر توب په مینه ونازولم .

چی وروسته د لایق صاحب دلیدو په نیت وخوځېدو، په
لاره کی د هاتف صاحب سره خوږ او د ښه نیت مجلس اثر په محمود خان اڅکزی او په
ځانګړی توګه په مندو خیل صاحب یی تاثیرات ډیر زیات ښکاریدل ، د مندوخیل صاحب د
خبرو په مینځ کی د با قاعده ټکی استعمال هم خپل اصلی خوند درلود او دښاغلی اڅکزی
اوښاغلی مندو خیل د کلام منځپانګه په دی کښی وه چی خدای بښلی هاتف صاحب په رښتنی
‌ډول د یوه دروند ملی سیاست وال ، لیکوال په توګه خپله افغانی سیاسی ، ادبی او
ټولنیزه څیره یی تر اوس هم د پخوا په شان ساتلی وه چی له دی مخامخ پښتنی او خوږ
مجلس څخه په مثبت ډول متاثره شوی ول ښاغلی مندوخیل د خپلو خبرو په ترڅ کی مخ
راواړاوه او راته یی وویل چی هاتف صاحب دسمندر تل دی مکث یی و کړ او بیایی وویل د
سمندر تل دی ، دسمندر تل …

هو ! نن همدا د سمندر تل ، د تل لپاره زموږ د
ژوندیو له کاروان نه جلا او د ابدی خوب په نیت خپلی پرد یسی پښتنی سترګی پټی کړی
په داسی حال کی چی زه په دی غم کی خپل ځان شریک ګڼم د کورنی ټولو غړو ، دوستانو
او په ځانګړی ډول ښاغلی ډاکتر طارق رشاد ته جمیل صبر او اجر جزیل غواړم روح یی
ښاد او یاد یی تل پاتی لوی څښتن دی جنت فردوس ورپه نصیب کړی آمین یا رب العالمین
.

په ډیر درنښت

نجیب احمدزی


عبدالرحیم هاتف یو ریښتینی ښاغلی او ملی
شخصیت !

ن ـ ولی
عبدالله

انټرنت پاڼی می لټولی چی د عبدالرحیم هاتف په عکس
می سترګی ولګیدی … د زړګی په ورانه کلا می د ویر څپه خوره شوه ، د زړه بیرغ می د
خپلی مور د زاړه پوړنی په څیر د آسمان له هسکه راوښویید ، فکر می وکړ چی نن ملی
ماتم دی ، بیرغونه نیم ځوړند دی ، د هوا څپی د یوه عالی انسان د مرګ پر ټغر د ماتم
ټکی وروی …

خو دریغه چی بیرغ ـ د اجړا د زرین شال په شان د
جمهوری ریاست پر ماڼی د ( ایدوارد ایلګار ) د نغمی ساز ته ټیټی سترګی نڅیده خو
دریغه چی ولس په دی نه پوهیده چی د نیکونو په څیر یی د شمشاد د هسکو یو بل کمر را
نړیدلی دی …

هو ! عبدالرحیم هاتف د خپل ویجاړ ولس د اوښکو له
جام سره د ابدیت په لور وکوچید ، ملی آرمان یی د نوی استعمار د انتقام په لمبو کی
سوځی او د ولس د ماشوم له شونډ و یی د خندا او نیکمرغی څپی د بارتو په انبارونو
کی توری لمبی وهی او د میوند دښتی یی د زغره والو وسله والو په دوړو کی لاس تړلی
ولاړی دی …

هو ! عبدالرحیم هاتف د روانی کرکیچنی نړی د تاریخ
د تورو شپو د طوفان د څپو په وړاندی هغه وریښمینه پریښته وه چی د باطل په وړ اندی
یی ماته وخوړله …

د نولس سوه اتیا یمو کلونو په پای کی چی په
افغانستان کی د ملی روغی جوړی سیاست اعلان شو ـ عبدالرحیم هاتف د پلار وطنی ملی
جبهی رییس وو ـ زه هغه مهال د رادیو تلویزیو د اطلاعاتو د اداری خبریال وم ـ دفتر
ته یی د مرکی لپاره ورغلم او تر مرکی وروسته می عبدالرحیم هاتف دغه د وطن رښتینی
ښاغلی د ذهن او معرفت یوه برخه شوو…

عكس: د هندوستان په فريداباد كښي ولي عبدالله له ارواشاد هاتف صاحب سره د مركي
په حال كي

کلونه یو پر بل پسی تیریدل او افغانستان له خپل
ټول حقانیت او معصومیت سره سره د نړیوال بی عاطفی مکار او ماهر غلیم سره د نابودی
او بقا په سنګر کی جنګیده ـ یوه ورځ بیا د نورو ډیرو کاری ورځو په څیر له خپلی
تلویزیون ډلی سره د افغانستان دجمهوری ریاست په لور وخوځید م دغه مها ل ښاغلی
عبدالرحیم هاتف د افغانستان د جمهور ریس د مرستیال درنده ـ دنده په غاړه درلوده ـ
ښه می په یاد دی سهار نهه بجي وی چی د ښاغلی هاتف دفتر ته ورسیدو څو دقیقی وروسته
د شوروی اتحاد دبهرنیو چارو وزارت پخوانی خاص او لوړ پوړی مامور او په افغانستان
کی د شوروی سفارت لوی سفیر ښاغلی ورانسوف د خبرو لپاره د ښاغلی هاتف دفتر ته
ننوت زه چی د خپل شخصی کرکتر له مخی تل خپله پاملرنه د خبرو تر شا ـ خبرو ته
زیاته اړوم د دواړو شخیصتونو د تناسب په ارزونه می فکر کاوه ، هاتف دغه
ریښتینی ملی سیاست وال په خپلو حرکاتو کی دومره غاور او ښاغلی وو چی د یوو
ریښتینی ملی شخصیت لقیب یی له شان څخه له ورایه بریښیده ، د هاتف سترګو او
حرکاتو په هغه شیبه اوسپنیزه کلا جوړوله او له غرور څخه ډکو سترګو یی د اسارت
هتکړی ماتولی ـ هاتف په هغه شیبه د نړی د یوه ستر سیاسی ، اقتصادی ، پوځی او
علمی ځواک له آستازی ورانسوف سره چی په ونه هسک ، ظریف او په خپلو حرکاتو کی
له درناوی ډک بریښیده تر روغبړ وروسته د دفتر په یوه څنډه کی د چای د میز تر
شا له په خبرو پیل وکړ…

زما د ژوندانه داسی لنډی شیبی چی د سترګو تر رپ هم
را ته ډیری لنډی دی تل د خوب په څیر تیریږی … ای کاش ژوند هسی تیریدلای چی د
ژوندانه اصلی مفهوم او تعریف را پیژاندلای دی … خو دریغه چی د جهل وریځی خوری
شوی ، ټوپک قلم وواژه ، باطل حق رانسکور کړ او د پسرلی پرغوټیو د خزان څپی را
واوښتی ، مالیار و کوچید او باغ تالاوالا شوو…

۱۹۹۸ کال وو چی داځل د هند د فرید آباد د سوځنده
ګرمیو د دوزخی لمبو په څپوکی له اورګاډی څخه کښته شوم ، دا ځل بیاهم هاماغه ښاغلی
خو د هند د فرید آباد د کرایی کور په دریم پوړ کی د نړی د بطلان په نظاره …

ما چی تل د بل هر مجلس د پیل کولو عادت درلود په
دی ورځ می یواځی سترګی غړیدی نه پوهیدم چی له کومه یی راپیل کړم او څه ورته ووایم
چی ولی راغلی یم ؟ شیبی وار په وار اوږدیدی ، هغه راباندی پوه شوو راباندی غږ یی
کړ ، په کارکی دی خوښ یی ؟

ـ له خوله می راووتل چی نه .

ـ په مهربانی یی را ته وویل چی :

چای دی درواخله چی سړیږی .

ـ د چای د پیالی له را اخستو سره می فکر را غونډ
کړ تری ومی پوښتل ، د طالبانو حکومت د کار بلنه نه ده درکړی ؟

ـ نه … په افغانستان کی چی هرڅوک واک ته ورسیږی
فکر کوی چی تر بل هر چا بشپړ دی او دی ته ضرورت نه احساسوی چی د بل مشوره او
همکاری وغواړی.

ـ نو عاقبت به یی څنګه شی ؟

ـ په افغانستان کی حکومتونه تل په زور رامینځ ته
شوی او په زور له مینځه تللی دی .

ـ په هیواد کی دننه سیاسی مبارزه سخته ده ، فکر نه
کوی چی له بهر څخه سیاسی مبارزه پیل شی ؟

ـ په بهر کی سیاسی مبارزه له هیواد سره سیاسی پل
جوړولی شی ، خو هیواد جوړولای نشی .

ـ ولی ؟

ـ له بهر څخه سیاسی مبارزه بهر نی شرایط لری ـ او
کله یی چی واک ته ورسولی نو بهرنی شرایط به پلی کوی ـ چی پدی توګه یی ملت ته تر
ګټی زیان زیا ت دی ، داسی مبارزی هیڅ ډول ملی ارزښتونه او بنسټونه لرلای نشی

ـ دری څلور ځغلنده ساعته په ډیره بیړه تیر شول خو
زما په ‌‌ذهن کی یی د کلونو لاری وکښلی … هو ! عبدالرحیم هاتف د تاریخ د تورو
شپو په طوفانی څپو کی د شمعی هغه ړنګه بنګه شعله وه چی د انسانیت د څرک تر را
رسیدو مخکی د تاریخ د ابد یت د پاڼو کرښی شوو … … …

پای :

ن ـ ولی عبدالله


ژوندي مړي او مړه اولادونه !

زرغونه فريال – کابل

 زرغونه فریال

لا وړه وم ، دژوند له ډېرو ترخو او خوږو نه ناخبره وم ، طالبانو په کابل کې له خپله راتګه سره سم ډاکتر نجیب الله او دهغه ورور ووژل . زما ماما به همېشه دا خبره کوله چې ډاکتر نجیب الله نه مري او هغه به همېشه ژوندی وي .
ما چې به هر څومره هڅه وکړه داسوال مي نشو ځوابولای چې انسان مړ هم شي نو بیا څنګه ژوندی پاتېږي ؟
همېشه به مي ماما ته دشک په سترګه کتل چې دومري لوی سړی دی او بیا هم دروغ وايي . خو هغه دروغ نه بلکي ډېر ژور رښتیا ویل چې زه نه ورباندي پوهېدمه .

استادانو به مي ویل چې هیڅ وخت دشخصیت وژنې فکر هم ونه کړئ ،ماته به همېشه پر دا خبره خندا راتله چې موږ (جینکۍ) به څنګه شخصیت وژنو ؟
ځکه ماداسي انګېرله چې ښځه خو هسي هم مرګ نشي کولای بیا یو شخصیت څنګه وژلای شي . خو اوس وپوهېدم چې داشخاصو په وژلو کې تر هرچا جینکۍ یا نجونو ته ورته ښځینه صفته انسانان لوی لاس لري .
ځیني کسان دافغانستان درسنیو په پراخ او بې قانونه بازار کې راروان دي او هر څومره وسه چې کېږي داشخاصو دوژلو هڅه کوي . خیني بیا په اشخاصو کې ټارګټ کلینګ یا هدفي وژنې کوي . یا په بل عبارت دوژنو هڅه کوي ،خو ضروري نه ده چې دغه ټول قاتلان دي بریالي شي ، البته دا هم هیڅ عجبه نه ده چې ځیني دي په خپلو دې کړنو بریالي هم نشي .

زه دلته دشخصیت وژنې دیوه بریالي قاتل بېلګه ورکوم ،چې دیوه ژوندي څیراغ دوژنې هر اړخیزه هڅه یې وکړه .
هغه وتوانېدو چې په خپل ټول توان سره دافغانستان ،سیمي او نړۍ یوه سیاسي ، ټولنیزه او کلتوري‌ څېره ووژني . داسي یې ووژني چې بېلګه یې تر اوسه نه ده ترسترګو شوې .
زه په هالنډ کې دافغانستان د پخواني جمهور ريس لومړی مرستيال ، د افغانستان دپلار وطني ملي جبهې دريس، دعلمي ، ملي ، سياسي او ټولنیز شخصيت عبدالرحيم هاتف صیب خبره کوم چې د ۱۳۹۲ کال د اسد پر اته ويشتمه نېټه ( ۲۰۱۳ اګست ۱۹) د هالنډ د Alphen aan den Rijn په ښار کي په خپل کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسيدئ .
دهغه دناڅاپي مړیني خبر په افغان رسنیو او له رسنیو بهر په ټولنه کې ډېر په زغرده خپور شو . ډېر خلک ورباندي‌ خوابدي‌ شول چې داسي‌ یوه څېره له دې نړۍ وکوچېده چې هیواد او هیواد وال یې نه یوازي ‌غمجن کړل بلکه نه جبرانېدونکی زیان ورواوښتو.

زما او ماته ورته دډېرو افغانانو هیله داوه چې دهاتف صیب جنازه به افغانستان ته راوړل شي‌ او دلته به یې په خپله خاوره کې خاورو ته وسپارل شي ، زیارت به ورباندي‌ جوړ وي‌ او خلک به يې زيارت ته ورځي‌ ، ځکه دا یوه داسي‌ يوه ټولنيزه او سياسي‌ څېره وه چې نه يوازي يې دخپل وخت په لویه واکمني کې د بډو ، اداري‌ فساد او ورته نورو بلاوو څخه ځان ساتلی وو بلکي د ډاکټر نجيب الله تر استعفا وروسته يې د مرګ خطر ومانه خو تر پايه يې د جنګسالارانو ډلي ته د قدرت د تسليميدو پر پاڼه لاسليک ونکړ .
هغه دمسافرئ او غربت بدي‌ ورځي‌ په بهر کې تېرولې او د هیواد داوسنیو واکمنو په څېر یې دماڼیو او پیسو دراغونډولو شوق نه لاره بلکي له خپله فکره سره سم یې دخپلو خلکو او خاوري‌ خدمت وکړ چي وروستی کتاب يې ايله د ژوند په وروستيو ورځو کي چاپ ته چمتو کړی و.ځکه زه وايم چې پر داسي ‌خلکو چې هغه له هرګوند ، هري‌ ډلي ، هري ژبي او هر کلتور سره تړلي وي‌ د خپل هيواد په غېږه کي دزیارت جوړولو وړ دي‌ خو له بده مرغه د ارواښاد هاتف سره داسي‌ ونه شول ،‌هغه په هالنډ کې خاورو ته وسپارل شو ، په داسي‌ یوه هیواد کې خښ کړل شو چې هدیره یې د قرارداد پر اساس تر ټاکلي ‌وخته پوري‌ مړی ساتي‌ او د هغې مودې تر پوره کېدو وروسته  یې قبر او مزار دهمېشه لپاره دځمکي له کُرې څخه ورکېږي.
زما په اند داسي یوکس په یوه داسي‌ سیمه کې خښول دهغه دشخصیت دوژنې په معنا ده .‌

که تر دې هم ورتېر شو او وګورو چې ښايي دهاتف صیب کورنۍ به دا امکانات نه لرل چې خپل مړی تر افغانستان پوري ورسوي ،نو بیا خو دغې کورنۍ یوه بله داسي ستره جفا کړې ده چې دا عمل فکر کوم په پښتنو کې دبخښلو وړنه دی .
ددې لیکنې تر لیکلو وړاندي ‌مي په لندن کې له مېشتو ځينو افغانانو سره خبري وکړې چې دهاتف صیب دجنازې او دهغه د فاتحې دمراسمو په تړاو معلومات راکړي ،خو هغوی څه عجبه غوندي‌خبرې کولې .
دوی وویل:
«دهاتف صیب جنازه خو نه ده شوې ، یاکه شوې وي نو ددوی دکورنۍ غړو په خپل مینځ کې کړې ده او هیڅ افغان ته یې اجازه نه ده ورکړې چې ددغه لوی شخصیت دجنازې مراسم وويني چي په دې توګه يې د کورنۍ د غړو پرته بل چا مړی ونشو ليدئ .»

 زما لپاره دا خبره دمنلو وړنه وه ،خو چې کله مي‌ په لر اوبر ویبپاڼه کې دهاتف صیب د جنازې دمراسمو ټول حال او احوال ولوستو نو راته معلومه شوه چې لندن مېشتو رښتیا خبره کړې ده .
لر اوبر ویب پاڼې لیکلي دي چې دعبدالرحیم هاتف صیب جنازه د ۱۳۹۲ د سنبلې پر دوهمه ( ۲۴ اګست ۲۰۱۳) د الفن اندر راين په ښار کي په داسي حال کي خاورو ته وسپارله سوه چي دکورنۍ غړو یې هیچاته دګډون اجازه نه ده ورکړې .

زه دلته دهاتف صیب پر علم ،پوهه ، شخصیت او لوی واله خبري نه کوم ،ځکه دهغه پر شخصیت ډېرو عالمانو ډېر څه لیکلي دي‌، هغه کسان چې موږ یې لیدو ته هوسېږو ،موږ ته دوی دهیواد منلې او لوړې څېرې دي‌،لکه عبدالباري جهاني، محمدمعصوم هوتک،محمد امين باوري، نجيب احمدزی ، ولي‌عبدالله او داسي نور ، خو زه دلته دهغه پر «مړو» اولادونو خبره کوم چې دهاتف صیب دشخصیت په ترورو کې يې ښايي رول لوبولی وي .

دشکر ځای دادی چې زموږ اکثره مخورو ولس ته دومري کار او خدمت کړی وي ، چې د دوی نومونه د تل لپاره ژوندي پاتې کېږي .
البته له بله اړخه ددغو مشرانو پر ټغرونو کله کله داسي‌اولادونه هم پاتېږي چې له یوې خوا خو دخپل پلار هغه عزت ، پت او هغه درنښت نشي‌ ساتلای چې ټولنې ورته ورکړی وي‌، له بلي خوا دهغوی په مړینه داسي‌ پرېکړي کوې چې زیان یې یوازي ددوی نه بلکه ټولنې ، افغانستان او آن چي سيمي ته رسيږي .

په کار خو دا وو چې ددغه علمي‌او ستر شخصیت دکورنۍ غړو په ځانګړې توګه اولادونو، لوڼو او نژدې دوستانو داسي یوه پرېکړه او فیلصه کړې وای‌ چې ددغه درانه مشر جنازه يې خپل ګران هيواد ته لېږدولې وای، دا چي دوی د نامالومو دلايلو پر بنسټ په پردي‌ وطن کې دخښيدو پريکړه کړي ، خیر که یې دا کار کولو کړی یې وای ؛ ولي ‌ددې حق خو یې نه لرلو چې مړی هم پټ کړې ،اوس چاته معلومه ده چې دا علمي‌ څېره وژل شوې او که په خدایي مرګ مړه شوې ده ؟
ددوی له کړنو خو داسي‌ ښکاري چي دوی نه غوښتل خلک د ارواښاد هاتف صاحب مړی وويني ،ځکه هغه اولادونه چې دپلرونو دشخصیت وژنې هڅه کولای شي ، هغوی ددغو اشخاصو پر وژلو هم فکر نه کوي .


 

د
ارواښاد هاتف پر مړينه د لراوبر ويبپاڼي ګام پر ګام تازه
معلومات:

۲۰
اګست سهار وختي: ليکوال او شاعر ډاکټر طارق رشاد چي د ارواښاد عبدالرحيم هاتف
زوم دی ، د لراوبر سره په ټيلفوني اړيکه کي وويل چي بهرنيو هيوادونو څخه د
ارواښاد د کورنۍ د يو شمېر غړو تر رارسيدلو وروسته به د جنازې د مراسمو دقيق وخت
وټاکي.

۲۰
اګست ماپښين:په بلجيم د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري لراوبر ته وويل چي
د ارواښاد هاتف صاحب غوندي اشخاص په هيوادونو کي کله کله پيدا کيږي، داسي اشخاص د
خپل هيواد او ولس له افتخاراتو او ارزښتونو څخه شمېرل کيږي او لازمه خو داده چي
په خپله خاوره کي خاورو ته وسپارل سي.

۲۰
اګست ماځيګر:په هغه بحث کي چي نن د ټيلفوني کنفرانس پذريعه جوړ سوی و عبدالله
احسان ،حاجي امين باوري ، ډاکټر طارق رشاد او عبدالهادي هاتف افغانستان ته د
ارواښاد هاتف صاحب د جنازې د لېږد پر موضوع خبري وکړې.

دا
چي د ارواښاد هاتف جنازه به په کندهار کي د مشاهيرو هديرې ته لېږدول کيږي او که
څنګه ؟ ښاغلي عبدالهادي هاتف لراوبر ته وويل چي د کورنۍ غړو لومړنۍ پريکړه داده چي
د بابا جنازه په هالنډ کي خاورو ته سپاري . د نوموړي په وينا ارواښاد هاتف دا
وصيت نه و کړئ چي جنازه يې افغانستان ته ولېږدول سي که څنګه، نوموړی وايي
ارواښاد هاتف صاحب په ژوند کي د هغه له کړو وړو  داسي څرګندېدله چي د خپلي
کورنۍ دغړو او اولادونو سره نژدې ځان ارام احساسوي تر مرګ وروسته به يې هم د
خپلي کورنۍ او اولادونو په ګاونډ کي پر دفن کولو روح آرام وي .

عبدالله احسان ټينګار کاوه چي کورنۍ دي په هالنډ کي د جنازې ددفن پر
پريکړه له سره غور وکړي ، که چيري افغانستان ته د جنازې په لېږد کي د هر ډول
ستونزو له امله دا پريکړه سوې وي نو په هالنډ او بلجيم کي څو افغانان په دې برخه
کي د هر ډول مسوليت او همکارۍ ځيګر ټکېدو ته حاضر دي.

۲۰
اګست ماښام :په کاناډا کي مېشت افغان محقق او څېړونکی استاد محمد معصوم هوتک
لراوبر ته وويل د کورنۍ دغه نظر يې بېځايه نه دی ، ارواښاد هاتف صاحب په خپل
ژوند کي هم خلکو ته تکليف ورکول نه خوښول نه يې په ټول ژوند کي چاته تکليف ورکړی
دی ، د کورنۍ پريکړي ته يې هم درناوی پکار دی. نوموړی وايي کورنۍ دي
يې جنازه په امانت ډول په هالنډ کي خاورو ته وسپاري چي وروسته د جنازې
بيا انتقال جواز پيدا کړي.

په ډنمارک کي مېشت
افغان ليکوال او څېړونکی ښاغلی آصف بهاند ټينګار کوي دغسي شخصيتونه بايد په خپل
هيواد کي خاورو ته وسپارل سي، دا چي اوس په امانت توګه خاورو ته سپارل کيږي او بيا
يووخت بيرته راباسي او افغانستان يې لېږدوي بهتره داده چي همدا اوس
يې افغانستان ته ولېږدوي ، دغسي اشخاص په ټول ولس پوري اړه لري او د ټول
ولس سرمايه ګڼل کيږي لطفاً دې کورنۍ پر دې موضوع ژور غور وکړي.

سې
شنبې ۲۰ اګست ماخستن ډاکټر طارق رشاد لراوبر ته وويل د ځينو هيوادونو
څخه د ارواښاد هاتف د کورنۍ يوشمېر غړي تر اوسه پوري هالنډ ته
د راتګ د پاره د ويزو په اخستلو بوخت دي ، ددوی د راتګ وخت په يقيني
کېدلو سره به د جنازې اوفاتحې نېټه او ځای  اعلان سي.

چارشنبه: د ارواښاد
عبدالرحيم هاتف زوی عبدالهادي هاتف وايي چي کورنۍ يې پريکړه کړېده چي د جنازې وخت
او ادرس به نه اعلانوي او په جنازه کي به يوازي د ارواښاد هاتف د کورنۍ نژدې غړي
برخه اخلي.

د جنازې له
مراسمو څخه د ارواښاد هاتف د خواخوږو، دوستانو او پلويانو مخنيوئ د هغو
سلګونو اروپا مېشتو افغانانو پر مخ د يوې څپېړي په توګه تمام سوه چي غوښتل يې د
خپل دغه درانه مشر په جنازه کي د اسلامي اصولو پر اساس ارواښاد هاتف روح
ته د دعا او درناوي او کورنۍ سره يې د غمشريکۍ وړاندي کولو په دود ځانونه
ور ورسوي .

که څه هم ښاغلي
عبدالهادي هاتف د خپل توند مزاج سره سم ددغي پريکړي تر شا منطق او
دليل روښانه نکړه ، ډاکټر طارق رشاد لراوبر ته وويل چي دکورنۍ غړو دا
پريکړه د عبدالهادي هاتف د نظر پر اساس وکړه.

افغان ليکوال او
څېړونکی حبيب الله غمخور چي دا مهال يې په لندن کي خپلي رخصتۍ ته تغير ورکړ او د
خپل سفر لوری يې دهالنډ خواته پلان کړی و ، لراوبر ته وويل چي دداسي يوې خبري په
اوريدلو باور نسي کولای ، ارواښاد هاتف دونه کوچنی سړی نه و چي يوازي دي په
يوه کورنۍ پوري اړه ولري، په دې توګه د جنازې پلانول نه د اسلام او افغانيت
سره سر خوري نه د پښتونولۍ اصول دي.

 

هالنډ مېشتی د پکتيا ولايت
پخوانی پوځي افسر عبدالجبار شپون لراوبر ته وويل چي له هاتف صاحب سره يې په نژدې
نه پېژندل خو د يوه درانه ملي او علمي شخصيت په توګه يې تل احترام ورته درلود ، د
مړيني د خبر له پيل څخه يې په لراوبر کي د جنازې دمراسمو دځای او وخت معلومولو په
نيامت خبرونه تعقيبول، کله چي يې د جنازې دخبر پر ځای د فاتحې خبر وليد له سترګو
يې بې اختياره اوښکي راغلې.نوموړی هم غواړي پوه سي چي ولي يې د ارواښاد
هاتف جنازې ته د ورتګ مخه ونيوله سوه ، دی وايي چي پښتانه که بدي هم ولري خو يو د
بل جنازې او د مړي درناوي ته ورځي دې ته د پښتو نرخ ويل کيږي چي ماتېدل يې بده
معنا لري.

په بلجيم کي مېشت افغان ليکوال او
شاعر حاجي امين باوري وايي چي موږ هيله لرله چي په افغانستان کي ولسونه خصوصاً
ځوانان د ارواښاد هاتف صاحب په جنازه کي برخه واخستلای سي او په عزت يې خاورو ته
وسپاري، اوس چي موږ ته هم د نه ورتګ خط کش سو فکر کوم چي چوپه خوله به مو پرده
وي.

افغان تاريخ ليکونکی او شاعر ښاغلی
عبدالباري جهاني يووار بيا لراوبر ته وويل چي زه ګومان کوم د مرحوم هاتف صاحب د
جنازې په برخه کي اوس ټول اختیار د هغه له کورنۍ سره دی. هغوی چي هر ډول فیصله کړې
وي موږ څه نه سو پکښي ویلای. د هاتف صاحب زامن ټول رسیدلي او تحصیلکرده خلک دي.
هغوی په خپلو مسولیتونو پوهیږي. زموږ او ستاسي ټینګار ښایی پرته له خدای
ناخواسته زړه بداوي څخه بله هیڅ ګټه نه لري.

عبدالله احسان چي د حاجي امين باوري
سره په ګډه د ارواښاد کورنۍ ته وړانديز کړی و چي د کندهار تر
مشاهيرو هدېرې پوري د ارواښاد هاتف د جنازې رسولو اقتصادي او تخنيکي امکاناتو ته
اوږه ورکوي ، وايي چي د اګست پر ۲۳مه ماخستن ۱۰ بجې يې د ارواښاد هاتف کورنۍ ته
يوواري بيا خواست وکئ چي د ارواښاد هاتف سره د اخلاص ، پيرزويني او درناوي لرلو پر
اساس دي په جنازه کي د ګډون اجازه ورکړائ سي ، خو ډاکټر طارق رشاد په وروستي ځل
هم بخښنه وغوښته چي کورنۍ يې اجازه نه ورکوي او دا چي “کورنۍ يې
بالاخره زوره وره سول”.

په لندن کي مېشت د افغانستان سياسي
چارو څېړونکی ښاغلی نجيب احمدزی وايي اوس چي کورنۍ يې افغانستان ته د ارواښاد هاتف
صاحب د جنازې په لېږد کي زموږ خبره ونه منله ، او دلته يې هم په جنازه کي زموږ او
نورو افغانانو د ورتګ مخه ونيوله ،خير دی ، اوس به په فاتحه او ددعا په مراسمو کي
برخه واخلو ، د هغه پاک روح ته د مغفرت او کورنۍ او ځانونو ته به د جميل صبر
دعاګاني کوو.

ډاکټر طارق رشاد چي پخپله هم د
ارواښاد عبدالرحيم هاتف زوم ( د کورنۍ غړی ) دی وايي چي هڅه يې وکړه چي
کورنۍ يې په دې پوه کړي چي د مشاهيرو هديره چي د پوهنتون په څنګ کي واقع ده تر بل
هر ځای مناسب ځای دی ، خو کورنۍ يې خبره ونه منله .

لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو پر
بنسټ ارواښاد عبدالرحيم هاتف اخښی ( دمېرمني ورور) حاجي عبدالخالق خان
کاکړ هم له خپلي خور او خوره يانو هيله کړېده چي د ارواښاد هاتف جنازه دي
افغانستان ته ولېږدوي.

هالنډ مېشتی افغان اسدالله الکوزی
وايي د کورنۍدارواښاد هاتف دکورنۍ لخوا  دهغه د جنازې مراسم له خلکو
پټول دا معنا لري چي کورنۍ يې د هغه شخصيت نه وو پېژندلی او يا دا چي کورنۍ يې د
هاتف صاحب د خاصيت خلاف له د خپلي ټولني له رسم و رواج او کلتور څخه ډېره ليري
پاته سوې ده.

په امستردام کي د افغانانو د اسلامي
او کلتوري مرکز غړی او د افغانانو د مسجد امام روحاني شخصيت قاضي عزيز رحيق لراوبر
ته وويل چي په سلګونو جنازو کي يې برخه اخستې خو په لومړي ځل ورته وويل سول
چي ددې جنازې مراسم به ډېر خُلص او د لسو پنځلسو دقيقو پوري وخت ونيسي. نوموړی
وايي چي د جنازې لمونځ فرض دی او په جنازه کي د ډيرو مسلمانو برخه اخيستل
ډېر ثوابونه لري. ښاغلی رحيق وايي چي نه پوهيږي چي د يوه علمي،ټولنيز
او سياسي مشهور شخصيت د جنازې مراسم د کومو دلايلو پر اساس داسي محدود
پلان سوي وه.

دې ته ورته سلګونه پيغامونه او
تبصرې هم لراوبر ويبپاڼي ته رسيدلي او هم په نورو ټولنيزو ويبپاڼو کي خپرې سوي دي
، چي موخه يې ارواښاد هاتف صاحب ته درناوی او خپل هيواد ته د هغه دجنازې د نه
لېږد په اړه پوښتني دي.

د ارواښاد عبدالرحيم هاتف جنازه د
اګست د مياشتي پر ۲۴مه تر غرمې مخکي د هالنډ په  ښار کي خاورو ته سپارل سوې
وه او فاتحه يې په داغه ورځ د ماپښين له ۲ بجو څخه تر څلورو بجو پوري د الفن آندر
راين د ترکانو په مسجد کي واخستل سوه ، د نوموړي په جنازه کي د انګلستان ، بلجيم
، جرمني ، ډنمارک او سويډن څخه هم افغان شخصيتونو برخه اخستې وه . د ارواښاد
عبدالرحيم هاتف روح دي ښاد او ياد دې تلپاته وي.

جانانه خپل وطن ته راسه *** پردئ وطن د مېړو قدر کموينه

ارواښاد هاتف صاحب ته ځانګړې سوې دا پاڼه له خپلو دوستانو سره شريکه
کړئ

 

دفاتحې مراسمو ويډيو