کور / اسلامي / دحضرت عمر رضی الله عنه پیغام دنیل دسیند په نوم

دحضرت عمر رضی الله عنه پیغام دنیل دسیند په نوم

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (د حضرت عمر (رض) پيغام د د نيل د سيند په نوم)
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي

د عبرت څخه ډکي کيسې (څلرمه کيسه) پر له پسې پنځمه برخه

دحضرت عمر رضی الله عنه پيغام دنيل دسيند په نوم

په مصر کي دجاهليت څخه دا دستور او قانون را روان وو چي کله به هم د نيل سيند اوبه ودرېدې يا بندي پاته سوې نو هغوى به يوه ښايسته نجلۍ دغو اوبو ته ور اچوله وروسته به دا سيند يا اوبه رواني سوې – د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کي چي کله مصر فتح سو او حضرت عمروبن العاص رضي الله عنه ئې دمصر ګورنر يا والي وټاکه، نو په دغه وخت کي هم دعادت او معمول سره سم د دې سيند اوبه ودرېدې – خلکو حضرت عمروبن العاص رضي الله عنه خبر کړ او د خپل دستور مطابق خبري ئې ورسره وکړې او غوښتنه ئې ځني وکړه چي مونږ خپل پخوانى رسم يا رواج ترسره کړو نو حضرت عمروبن العاص رضي الله عنه د دې کال کولو يعني د يوې ښائستې نجلۍ په سيند کي غورځولو څخه منع وفرمايل او خلکو ته ئې وويل چي دا د جاهليت رسم يا رواج دئ او مونږ بايد داسي کوم کار ونه کړو چي د دين خلاف وي، البته زه به له حضرت اميرالمؤمنين عمر رضي الله عنه سره مشوره وکړم – کله چي د حضر عمروبن العاص ليک حضرت عمر ته ورسېدئ نو هغه هم يو ليک ورته وليږه او د نيل د سيند په نوم ئې داسي ليکلي وه چه دا ليک ورته ولولي او بيا همدا ليک د نيل سنيد ته وغورځوي: د دې ليک مضمون داسي وو.

دا دالله دبنده حضرت عمر رضي الله عنه لخ خوا د نيل دسيند په نوم – اما بعد! که ته اې د نيل سينده پخپله خوښه سره جاري يا روانېږي نو ته مه روانيږه او که ته دالله ،واحد او قهار په امر روان يا جاري کېږي نو مونږ له هغه ذات څخه دا سوال کوو چه ته ئې جاري کړى يي چه هغه ذات تا بيا جاري يا روان کړی – حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه بيا دا ليک يا مضمون په سيند کی واچوى او چي ګوري د نيل سيند په ډيري تېزۍ او معمول سره بيا روان سو. (البدايه والنهايه: ۷ /۱۱۰. تاريخ الخفاء: ۱۱۳)