کور / اسلامي / سعد بن عقبه رضی الله عنه او د هغه ایماني قوت

سعد بن عقبه رضی الله عنه او د هغه ایماني قوت

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (سعد بن عقبه رضی الله عنه او د هغه ایماني قوت)

ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي

د عبرت څخه ډکي کيسې (پنځمه کيسه) پر له پسې شپږمه برخه

سعد بن عقبه رضی الله عنه او دهغه ایماني قوت

حضرت سعد بن عقبه رضی الله عنه دیوه ښار څخه بهر دچکر او کتو لپاره کښته سو او یو څو ورځي هلته پاته سو: هغه ځکه چي دی د دښمن د مقابلې لپاره باید له یوه سیند څخه باید تیر سي، حضرت سعد رضی الله عنه دالله جل جلاله په توکل سره ؛؛

نستعین بالله ونتوکل علیه، حسبنا الله ونعم الوکیل لاحول ولا قوة اٍلا بالله العلی العظیم؛؛

دا کلمې یې له ځانه سره ویلې او خپل آس یې سیند ته واچوه او له اچولو وړاندي یې خپلو ملګرو ته هم وویل چي تاسو ماپسي جوخت خپل ځانونه داسي واچوی لکه دده پشان هم هغه وه چي دوی سیند کي وغورځیدل او کله چي د سیند هغه بلي خواته ورسیدل دغه وخت کي دآسونو سرونه په اوبو کی ډوب نه ول چي دا منظر دکفارو لښکر په ډیری حیرانیتا کي واچول او دوی وویل چي ؛؛ دیو آمدند؛؛ یعنی لیوان راغلل او دغه ټکی ویلو سره دوی ټول وتښتیدل. دا هم دپوخ یقین او سالمي عقیدې برکت وو چي د صحابه وو څومره کلک ایمان وو چي هغوی ته نه اوبو او نه کوم بل شي کوم نقصان رسولای سو نو موږ باید هر وخت کي په الله توکل او باور وکړو او دالله د مرستی منتظر ووسو ترڅو په هر کار او هر عمل کي مو بریا په برخه سي.

(تاریخ طبری؛ ۲ /۴۶۰ – ۴۶۲، البدایه والنهایه: ۷ /۶۴ – ۶۶ والبدایه ۶ /۱۵۵)