کور / اسلامي / حضرت سفینه رضی الله عنه او دزمري بې وسي

حضرت سفینه رضی الله عنه او دزمري بې وسي

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (حضرت سفینه رضی الله عنه او دزمري بې وسي )
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزى
د عبرت څخه ډکي کيسې (شپږمه کيسه) پر له پسې اوومه برخه

حضرت سفینه رضی الله عنه او دزمري بې وسي:

حضرت سفینه رضی الله عنه چي د نبی کریم صلی الله علیه وسلم یو خادم و یو ځل د روم په ځای کی له خپل لښکر څخه پاته سو او لاره ورڅخه ورکه سوه، هغه په یوه ځنګل کي د لښکر په لټه کي وو چي خپل لښکر پيدا کړي خو پيدا ئې نه کړ، ناڅاپه د هغه و مخته يو زمرى راغى حضرت سفینه رضی الله عنه وایي چي ما هغه زمري ته وویل:

اې ابوالحارث (دا د زمري لقب دئ) چي زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم او غلام یم او ما لاره ورکه کړې یعنی له لښکر څخه پاته سوې یم؛؛-
زمري چي دا خبري واوریدې نو ولړزېده او دی مخته روان سو ترهغو رون وو چي حضرت سفینې رضی الله عنه ته ئې لښکر ور پيدا کړ او هغه ئې ورسره یوځای کړه.
دا دهغو خلکو داستان دئ چي څوک دالله د رضا لپاره له خپل کور څخه ووځي نو په هوا کي مرغان، په سمندر او سیندونو کي کبان او په ځنګل کی زمریان او نور ټول ژوي د دوی په خدمت کي وي ځکه دا ډول خلکو د الله جل جلاله رضا او خوښي لاسته راوړي نو د انسان او مسلمان بالخصوص ټوله موخه او هدف باید د الله رضا وي، کوم خلک چي دا ډول ژوند تېروي نو د دنیا او آخرت سعادت او کامیابی بې ( به ئې )په برخه سی.

(البدایه والنهایه: ۶ /۱۴۷)