کور / اسلامي / فقهي مذاهب درېيمه برخه

فقهي مذاهب درېيمه برخه

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (فقهي مذاهب)
ليکوال: امين الله ازروال
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : درېيمه برخه پر له پسې لړۍ

د فقهي مذاهبو اراء اونظريات لويه علمي سرمايه ده:
———————————————————-

همدا بيلا بيل اسلامي فقهي معتبر مذاهب او د نصوصو په اړه د تفسير او فهم مناهج په حقيقت کي داسې لويه علمي او فرهنګي ذخيره او پانګه ده چي د نصوصو په فهم کي ترې هيڅ څوک مستغني کيدلي نه سي، او هغه انسان شايد د توفيق څخه ډير محروم او ناکام انسان وي چي دومره لويه علمي ذخيره يي په وړاندي موجوده وي او دی ترې ځان مستغني وګڼي، له بلي خوا د شرعي نصوصو همدا بيلا بيل فهمونه دي چي د اسلامي شريعت په مرونت او نرمښت دلالت کوي او ددي امکانات برابروي چي په بيلا بيلو وختونو او منطقو کي تطبيق کړې سي، له دې امله د تقنين په وخت کي د ټولنو د حالاتو په نظر کي نيولو سره د پوهانو لخوا بايد د بيلا بيلو مذاهبو څخه استفاده صورت ونيسي، مګر يو مذهب ته عصمت ثابتول او يا دا عقيده درلودل چي همدا يو مذهب د شرعي نصوصو يواځيني محتمل فهم دي، دا نا درست او غلط کار دی او تعصب شميرل کيږي.مګر تعصب بد دی.

کله چي دا معتمد فقهي مذاهب د شرعي نصوصو د فهم د بيلا بيلو معتمدو مناهجو او تګلارو پايله ده ، او د اسلامي ثقافت او د شرعي نصوصو د فهم د غنامندي او بډاينې لامل ګرځي، نو له همدي امله د خپل غوره کړي مذهب څخه پرته نورو معتمدو مذاهبو ته په داسې سترګه کتل چي ګوندې دا له اسلام څخه ليرې او په ګناه کي اخته دي، او يا د هغوی پر ضد د داسې احساساتو څرګندول لکه د دښمن پر ضد چي څرګنديږي، او د هغوی پر ضد غلط او نادرست الفاظ استعمالول دا ټول په هغه ناروا تعصب کي راځي چي ناجايز او نادرست بلل سوي دي،اوپه همدې توګه کله يوه مذهب ته ورټوپ کول اوکله بل مذهب ته اوځان ته پکي آسانۍ او رخصتونه لټول هم ناسم کاردی ،دفقهاوو له اصطلاح سره سم دې کار ته تلاعب بالدين ويل کيږي(په دين لوبې کول) .

همدا راز د دې مذاهبو په کتابونو کي به څه داسې خبرې هم وي چي د هماغه مذهب علماو به ورته هم مرجوحې ويلي وي، او نقد به يې پرې کړی وي، د داسې خبرو څخه دفاع کول هم درست کار نه دی، او همدا کار نادرست او بي ځايه تعصب بلل کيږي، خو بالعکس په هغوی پسې بد رد ويل هم ښه کار نه دی،هغه بايد يومرجوع اوخطا اجتهاد وبلل سي،ځکه چي هيڅ مجتهد اوامام له خطا څخه معصوم نه دی ، په دې اړه امام شاه ولی الله د هر مذهب مسايل په څلورو ډولونو ويسي،چي يوه برخه يې هغه ده چي هغه د مذهب وروست علماوو راوستلي او د مذهب په داخل کي يو شمير نورو د هغوی مخالفت کړی دی. او په عين وخت کي د يو څو نادرستو خبرو د موجوديت له امله د شرعي نصوصو په باب د امت د يومعتد به ( لويې باوري) برخي په ټول فهم د بطلان خط کش کول هم د انصاف او عقل څخه ليرې خبره ده، او د دې مذاهبو پر ضد تعصب شميرل کيږي.
خو د تعصب د ناروا کيدو معنی هيڅ کله دا هم نه ده چي پوهان او علماء دې د مسايلو په باب مناقشه ونه کړي، علماء بايد علمي مناقشې هم وکړي او د خپلې رايې په صحت او ترجيح دلايل هم راوړي، او کله چي مساله اجتهادي وي (چي هيڅ نص په کښي وجود و نه لري، او يا په کښي داسې نص موجود وي چي د ډيرو معناګانو احتمال ولري) نو بيا ورته دا جواز نه لري چي که څوک بله رايه غوره کړي هغه ته بي لارې او ګمراه ووايي، (خو په دې شرط چي د نظر وړاندې کونکی د دې کار اهليت ولري) همدي ته زموږ علماو په دې قاعده کي اشاره کړې چي وايي: (لا انکار في مسايل الخلاف) مسايل الخلاف هغه مسايلو ته ويل کيږي چي د اجتهاد ډګر وي، په داسې مسايلو کي يواځي خپلي رايې او نظر او خپل مذهب ته درست ويل او نور ټول باطل ګڼل د تعصب يو بل مظهر دي، ځکه په اجتهادي مسايلو کي يا خو حق يو نه دی او يا هم متعين نه دی( چي د اصول فقه علماوو په دې اړه اوږده بحثونه کړي دي) او کله چي په کومه مساله کي قطعي او صريح دليل وجود ولري نو په هغي کي بيا تخطئه يا د خطا نسبت کول سته دي، ځکه چي په هغي کي حق متعين دي.

فقهي مذاهب د قران او سنت بديل نه دي:
————————————————

څوک چي دا مذاهب د قران او سنت بديل ګڼي هغه په غلطه دي، او يا يي په داسې توګه خلکو ته وړاندې کوي چي دا د کتاب الله او سنت رسول الله په مقابل کي د تشريع نور مصادر دي، که څوک دا کار سهوا او د ناپوهۍ له مخې کوي نو بايد په دي ځان پوه کړي، او که په دي پوه وي او دا کار کوي نو دا غلطي ده، او دا ځکه چي هيڅ مسلمان د دې تصور هم نسي کولی چي د الله تعالی او د هغه د پيغمبر په مقابل کي د بل چا خبره ومني، او يا د الله تعالی او د هغه د پيغمبر عليه السلام پر ځاي بل څوک د اتباع وړ وګڼي، هر څوک چي په کوم مذهب اعتماد کوي د هغه عقيده دا ده چي دا مذاهب په حقيقت کي د شرعي نصوصو د فهم لپاره اسانه او د اعتماد وړ مصدر او لاره ده، دا درست او صحيح کار نه دی چي څوک دا ووايي چي فقه منئ که حديث؟ فقه منئ که قران؟ ځکه د فقه کتابونه هيڅکله هم د قران او سنت په مقابل کي نه دي، بلکه فقه د شرعي نصوصو د تشريح او د بيلا بيلو دلايلو د تلخيص، او د نور شرعي معتبرو دلايلو څخه د استنباط حيثيت لري، چي بنسټ يې شرعي نصوص او نور شرعي دلايل دي.

هو! دا کيدلي سي چي فقهي مذاهب د شرعي نصوصو داسې تفسير او فهم غوره کړي، او يا د نصوصو د ظاهري تعارض په صورت کي داسې د حل لار غوره کړي چي شايد د يو شمير خلکو د فهم سره سمون ونه خوري، داسې خلکو ته دا ويل درست نه دي چي فقهي مذاهب او يا مذهب د شرعي نصوصو سره متعارض دي، بلکي داسې خلکو ته دا ويل پکار دي چي فقهي مذاهب د شرعي نصوصو په اړه د دوی د فهم سره مخالف دي، او لکه څنګه چي ځان ته حق ورکوي چي د محتمل المعاني نصوصو د معناګانو او مدلولاتو څخه يوه معنی او مدلول اختيار کړي همدا راز نورو خلکو ته هم د دې اجازه ورکړي چي د دې ډول نصوصو بله معنی غوره کړي.