کندهار:دوه روغتونه جوړیږي
په کندهار ولایت کي د ۹ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت دوه روغتنونه جوړیږي
یو روغتون دکندهار په عینو مېنه کي ۳۵۰ بستریز او بل هم د توبر کلوز د ناروغي د تداوي روغتون دئ،چي د جوړوني کارونه يې پیل سوي او د دریو کلو په موده کي به بشپړ سي
باید وویل سي،چي دا مهال په کندهار میرویس روغتون فعالیت کوي،چي د جنوبي ولایتونو ناروغان هم هلته ور وړل کیږي،خو د پرسونل او بسترونو د کمښت له امله د خلګو ستونزو ته رسیدګي نه سي کولای.
په کندهار کي د ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړوني کارونه پیل سوي،چی په دریو کلونو کي به بشپړ سي
پر دغه روغتون چي ۹،۲ میلیونه امریکایې ډالره لګښت راځي د عامی روغتيا وزارت لخوا ورکول کیږې،چي د کندهار په عینو مېنه کي جوړیږي
د کندهار د عامي روغتيا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايې دا مهال میرویس حوزوي روغتون ،چي دېرش کاله مخکي نفوس په احساس جوړسوي ،د پرسونل او بسترونو د کمښت له امله پر وخت د خلګو ستونزو ته ځواب نه سي ویلای
دده په خبره،چي نوي روغتون به د کندهار تر څنګ د حوزې په کچه د روغتیا په برخه کي ښه رول ولوبوي.
په ورته وخت کي د تبرکلوز یا نري رنځ د تداوي لپاره د نوي روغتون د بنسټ ډبره کيښیښودل سوه.
دغه وداني ، چي دنړيوال روغتيايي سازمان په مالي مرسته د ۵۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړیږي،چي د دو میاشتو په ترڅ کي به بشپړ سي
دعامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا رسنيو ته په خبرو کي وويل ، چي په دغه ودانۍ کي به دتبرکلوز يا نري رنځ لپاره يو قوي لابراتوار جوړ کړي ،چي دکندهار ترڅنګ به د جنوبي ولایتونو دهغو ناروغانو دناروغيو تشخیص او درملنه کوي کوم ،چي په اوسنۍ درملنه يې تداوي نه کيږي او ناروغي يې مقاومت کوي
د يادوني وړ ده،چي تر اوسه لا هم د کندهار اوسیدونکي په روغتيایی برخه کي ګڼي ستونزي لري،
غورک،نیش،میانشین او ریګستان د کندهار هغه ولسوالۍ دې،چي تر اوسه پکښی هیڅ روغتون فعالیت نه لري.