کور / تازه خبرونه / ملي ارمان: د انتخاباتو کړکېچ ته د پای ټکی کښیږدﺉ

ملي ارمان: د انتخاباتو کړکېچ ته د پای ټکی کښیږدﺉ

ملي ارمان: د انتخاباتو کړکیچ ته د پای ټکی کښیږدﺉ
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د انتخاباتو د دویم پړاو رایو د باطلیدو د بهیرد پیل او پرافغانستان د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستیو تورونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې.

– د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د مشکوکو رایو د باطلولو پیلېدل د پرمختګ یو بل ګام!

د مقالي لیکوال لیکي چې د رایو د ابطال پيلېدل یو نېک اقدام دی او کولای شي پرانتخاباتي کمیسیونونو د خلکوله منځه تللی اعتماد له سره جوړ کړي.

د مقالې لیکونکي د مطلب په دوام هیله څرګنده کړې چې؛ د انتخاباتو بهیرژرترژره بشپړ او نوی ولسمشراعلان شي.

– محور خپلواکه ورځپاڼه بیا د رایو د باطلېدو د پروسې د پیل ترڅنګ وايې چې، یوازې د انتخاباتو وروستیو کشمکشونو افغانستان ته پنځه میلیارده ډالره زیان اړولی.

د مطلب په دوام د مالیې وزیرحضرت عمر زاخیلوال په حواله لیکل شوي چې، د انتخاباتي بهیر د اوږدیدو او د نتایجو د نه اعلانیدو په صورت کې به افغانستان له مالي ستونزو سره مخامخ شي.

ښاغلي زاخیلوال ویلي، چې په دې صورت کې به دولت مجبور شي څو د خپلو مامورینو تنخاګانې راکمې او ځيني هم له دندو ګوښه کړي.

– ملي ارمان ورځپاڼې هم د انتخاباتو کړکیچ ته د پای ټکی کښیږدﺉ، ترعنوان لاندې یو مطلب لیکلی دی.

په دغه مطلب کې لیکل شوي، هغه کسان چې د انتخاباتو بهیریې اوږد کړی، باید محاکمه شي او د خلکو حق ورڅخه واخیستل شي.

د مطلب لیکوال لیکي چې، د اقتصادي زیانونه مخه باید و نیول شي او افغانستان دومره ناتوانۍ ته پرې نښودل شي چې د خپلو مامورینو معاش هم ورنکړل شي.

په دغه مطلب کې ټینګار شوی، چې افغانستان باید له دې وضعیت څخه را ووځي او د انتخاباتو کړکیچ ختم شي.

– هېواد دولتي ورځپانې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په حواله لیکلي چې، د رای پاڼو د باطلولو دعلني غونډو په بهیر کې تراوسه پورې درای ورکولو د سیمو له جملې څخه 76 يې باطل شوې او د درې زره اووه سوه اته څلویښتو سیمو له جملي څخه دوه اویا يې د بیا څیړنې بهیر کې شامل شوې دي.

په دغه مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مرستیال عبدالرحمن هوتکي په حواله لیکل شوي چې وایې، د دغه بهیر له پای ته رسیدو سره به مشکوکې رایې له پاکو رایو څخه بیلي شي.

– سرنوشت ازادې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې، پاکستان د افغانستان په تورنولو سره خپل لاریون کوونکي ډاروي.

ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه ادعا یې رد کړه چې ویلي يې دي، د افغانستان استخبارت هڅه کوي په پاکستان کې د روانو مظاهرو پرمهال چاودنې او ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.

په مطلب کې د احمد شکیب مستغني خبرې نقل شوي چې وایې، پاکستان غواړي له دې لاري دعامو خلکو ذهنونه مغشوش کړي.

په پای کې محور ورځپانې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامې په اساس ویلي چې د تروریستانو اصلي ځالې په پاکستان کې دي او افغانستان هیڅ وخت له تروریزم څخه ملاتړ نه کوي.