کور / تازه خبرونه / پسله ۶  کالو بيا د غلو مخونه تور اوپه  عام محضر وګرځول شول

پسله ۶  کالو بيا د غلو مخونه تور اوپه  عام محضر وګرځول شول

وروسته له شپږو کلونو څخه طالبانو يو ځل بيا غلو ته دسزا ور کولو په خاطر داوو تنو غلو مخونه تور او د تيرې جمعې په ورځ يې په ١۵ کليو کې دعامو خلکو په محضر کښي وګرځول .
دجلالي په نوم دوسله والو طالبانو يوسيمه ايز قوماندان په وردګو کې وايي چې دجمعې په ورځ يې هغه اووتنوته دمخ تورولو سزاورکړه اودسالارو په سيمه کې يې پرکليو وګرزول .


خو دسيداباد په ولسوالۍ کې دپوليسو سرچيني وايي چې دغه کسان غله نه وو اوددوي څخه يوه جداشوې ډلګى وه چې دخپلو جنجالونو له امله يي ددوي امر  نه مانه .
 
جلالي وايي چې دغه کسانوپه خپلو جرمونواعطراف کړي وو او دوي به دوردګو دسيداباد په ولسوالۍ کې دلارې پرسر غلاوي کولي اودخلکو مالونه به يي لوټل .
 
دغه طالب مشر داهم وويل چې ددغه کسانو څخه يي دوه راکټونه يوثقيل اوڅلور کلاشينکوفونه نيولي دي .


دسيداباد ولسوال ډاکټر مسلم وايي چې دغه کسان خپله دطالبانو ملګري وو او وخت ناوخت به يي دخلکو مالونه لوټل .


هغه وويل چې دوي تراوسه راپور نه دي رسيدلي چې طالبانو ددې چا مخ تور کړ ي وي
 
خو دسيمې کليوال خلک بيا ددغه کسانو مخ تورول مني او وايي چې دجمعي په ورځ يې په باغک اواوتړيو ته نيږدې کليو کې ګروزول .
دباغک دسيمي اوسيدونکي دنوم دنه ښودلو په شرط وويل چې دغه کسان يي په موټرو  اوموټرو سايکلونو باندې سپاره کړي وو او په کليو يې ګرزول .

تبصره نسته

  1. د افغانستان اسلامي دولت :
    دا زموږ دولت تر پوښتني لاندي نيسئ؛ چي نو دوی د غلو سره د اسلام په ړنا کښي څه کړي ؟

  2. دا خو ښه کار دی چې د غلو مخونه تور شي خو شریعت وايي چې یوازی یې لاسونه ورپری
    کړئ خو زه نه پوهیږم دا دفقهې دعوه داران په کومه فتوی دا کار کوي.
    بله خبره دا
    چې دا طالبان دی په خپله شریعت لومړی تطبیق کړي دوی د غلا ودروي داسې خبرونه شته چې
    دوی په همدی وردکو ولایت کې انجینران نیسي بیا تری پېسې غواړي لږ هم نه په ډالرو بس
    په افغانانو بیا را پریوتې څه ټکه خو شته.

    دداسې ورځې په هیله چې رښتینی اسلام په مسلمانانو کې پلی
    شي.
    مسلمانان په خپل اسلام ودریږي او د ژوند په چارو کې یې عملي
    کړي

    خو دی طالبانو ته مونږ مسلمانان نه شو ویلای دوی هم د انګریز د بچو
    یعنی پنجابیانو مزدوران دي

    ساحل احمدزی

  3. دلر او بر (لوي)افغانستان گرانو او محترمو كاركوونكو
    السلام عليكم ورحمه الله و بركاته
    زما ستاسو عزيزانو نه يوه هيله ده او هغه دا چي دpashto keyboard په هكله يوه اسانتيا راولي .
    زه او زما په شان خلك چي(پشتو كيبورد)ستونزه لري هغوته يوه اسانتيا ور برابره سي . نو پدي دليل زه خپل نظر په فارسي ژبه ليكم .
    به نظر بنده مهمترين وظيفه هر دولتي ايجاد و زمينه سازي* امنيت* در جامعه ميباشد . كه متاءسفانه در دولت فعلي افغانستان امنيت در داخل منزل نيز براي هر افغان دشوار است .
    با شنيدن خبر فوق الذكر كه عده سارقين مسلح به دست توانمند مجاهدين(امارت اسلامي افغانستان)در منطقه سالار ولايت ميدان وردك به نوعي مجازات(سياه كردن روي)كه يك نوع مجازات* عبرت*است اجراء گرديد خيلي خوشحال شدم . بلكه خدا كند با اين نوع مجازاتهاي طالبان سارقين و كوتاه طريقان كمتر شوند و يك مقدار امنيت اجتماعي جامعه بهبود پيدا كند.
    دولت بي كفايت فعلي خو از عهدۀ امنيت جامعه بر نمي آيد .
    دوست محمد محبوب