کور / تازه خبرونه / پاکستان بې پيلوټه الوتکه جوړه کړه

پاکستان بې پيلوټه الوتکه جوړه کړه

اسلام اباد: دپاکستان پوځ ويلي چې په لومړي ځل يې يوه داسې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړې چې توغندي پکې نصب دي.د پاکستان د پوځ په خبره دا بې پيلوټه الوتکه براق نومېږي او د شعاوو(ليزر) په مرسته یا لارښوونه هدف ویشتونکي توغندي پکې نصب دي.د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي چې نوموړي الوتکه په هر ډول موسم کې ولاړ او خوځېدونکي هدفونه په نښه کولای شي.د جنرال شریف په وینا، دا یوه لویه ملي لاسته راوړنه ده. نوموړي زیاته کړې چې له دې سره د ترهګرو پر ضد د دوی په توان کې څو چنده اضافه شوېده.پاکستان له اوږدې مودې راهيسې له امریکا غوښتنه کوله چې د بې پيلوټه الوتکو د جوړولو لپاره دې ټکنالوجي ورکړي.