Fotos" />   Fotos" />   Fotos" />   Fotos" /> طالب مشران د طالبانو قاتلان دي     – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / طالب مشران د طالبانو قاتلان دي    Fotos

طالب مشران د طالبانو قاتلان دي    Fotos

ghorzangona@gmail.com


په دې خو ټول پوهيږي چې د تاريخ په اوږدو کې زمونږ هيواد د پرديو د شومو او کرغېړنو هدفونو ښکار شوی او زموږ بېګناه هيوادوال پکې قتل عام شوي دي.



دځايي خلکو په وينا د طالبانو په دغې مورچه کې چې د باغ يوه زېرخانه ده نور ګڼ مړي هم تر خاورو لاندې شوي دي . د ارغنداب ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د طالبانو مړی د سړکونو او ويالو په غاړو کوټې کوټې پراته وو، د چا سر نه و د چا پښې، د ځينو خېټې پړسيدلې وې او ځينې نور پکې تک تور شوي وو.


 


همدا اوس زموږ د ټولنې ځوان قشر (طالبان) د پرديو د ګټو لپاره په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د شخصي ګټو په دې ستره لوبه خبر نه دي او يوازې د ای ايس ای د لاسپوڅو ملايانو په خوله د جهاد خبره کوي.


پاکستان چې په اصطلاح د اسلام په نوم جوړ شوی د اسلام په سر تجارت کوي او د اسلام او جهاد نوم يوازې او يوازې د پنجاب د ګټو لپاره کاروي.



 دغه انساني جسدونه د کوم هدف لپاره قرباني شول.


همدا پاکستان و چې تر هر چا وړاندې يې خپل هوايي ډګرونه او نور امکانات پر افغانستان باندې د بريدونو لپاره د امريکايانو په واک کې ورکړل.


د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف پخپل کتاب (د اور پر ليکه) کې په ډېرې سپين سترګۍ سره وايي چې څنګه يې طالب مشران او د القاعده شبکې غړي د ملياردونو ډالرو په بدل کې په امريکايانو وپلورل.


پاکستان له يوې خوا د طالبانو د ځپلو په پلمه له امريکايانو هر کال ملياردونه ډالر تر لاسه کوي او له بلې خوا د پنجاب د ګټو د ساتلو په موخه د طالبانو ملاتړ کوي خو ويده طالبان اوس هم فکر کوي چې پاکستان د اسلام او عقيدې پر بنست د دوی ملاتړ کوي.



که دغه کسان خبر وای چې په دومره اسانۍ به د طالبانو لخوا د مرګ خولې ته غورځول کيږي نو هيڅکله به د طالبانو په ليکو ورګډ شوي نه وائ .


طالبان په دې نه پوهيږي چې که د سيمې او نړيوال سياست رخ واوړي او په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان په زيان تماميږي نو بيا به ددې امکان نه وي چې طالبان دې په پاکستان کې په ارام ژوند وکړي او له هغه ځای څخه دې پر افغانستان بريدونه تنظيم کړي.


پاکستان د طالبانو په ملاتړ سره غواړي پښتانه وځپي، مشران يې ووژني، ښوونځي يې وسوځوي او د پښتنو په سيمه کې د هر پرمختګ مخه ونيسي.



ددې تنکيو ځوانانو قاتلان څوک دي؟ بيت الله مسيد، پاکستانی ملاعمر، مولانا فضل الله د پاکستان ای ايس ای او که افغان دولت.


هغه پنجابي ملايان چې خپل شاګردان افغانستان ته د ځانمرګو بريدونو او ښوونځيو د سوځولو لپاره راليږي، هيڅکله يې خپل شاګردان د پاکستاني ښوونځيو د سوځولو لپاره ونه لېږل ځکه ليک لوست او ښوونځی د پنجاب او پاکستان لپاره روا  او يوازې د افغانانو لپاره ناروا دی.



دځايي خلکو په وينا د طالبانو په دغې مورچه کې چې د باغ يوه زېرخانه ده نور ګڼ مړي هم تر خاورو لاندې شوي دي.


حتی د پاکستاني ملايانو په نظر په پاکستان کې مېشت امريکايان هم مسلمانان دي ځکه خو ورباندې بريدونه نه کوي خو چې کله افغانستان ته راشي بيا کافران شي.


دلته معلوميږي چې په افغانستان کې د نورو د ګټو د خوندي ساتلو جګړه روانه ده او هغه داسې چې بچې پکې د پښتنو وژل کيږي، ښوونځي د پښتنو سوځول کيږي، قومي مشران ، ډاکټران، انجينران او نور د پښتنو وژل کيږي خو ګټه يې پنجاب ته رسيږي.


کله چې څو ورځې وړاندې طالبانو په کندهار کې د ارغنداب ولسوالي ونيوله نو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي به رسنيو ته په ډېر وياړ سره دده په اند ددې برياليتوب خبره کوله.



 قاري يوسف ته په ارغنداب کې دغه په سلګونو مړي انسانان نه ښکاري ځکه دده پکې ورور ، پلار او د کورنۍ کوم غړی نه و چې يوازې يې د پنځلسو طالبانو د وژل کېدو خبره ومنله .


خو د قاري يوسف احمدي له دې برياليتوب څخه لا دوه ورځې نه وې تېرې چې د ارغنداب ولسوالۍ بيرته د حکومتي ځواکونو لاس ته ولوېده.


که تاسو په ارغنداب کې د وژل شويو طالبانو هغه زړه بوګنونکی حالت ليدلی وای نو په قاري يوسف احمدي او د  طالبانو په مشران به مو لعنت ویلی وای.     


دا ځوانان به هم مور لري، پلار به لري، وروڼه خويندې او خپل بچي به يې درلودل خو د قاري يوسف احمدي په څېر د پنجاب د ګوډاګيانو له لاسه ووژل شول.


د ارغنداب اوسيدونکو ويل چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې له پيله وړاندې ټول خلک له ارغنداب څخه وتلي وو . له دې څخه معلوميږي چې په ارغنداب کې پراته په سلګونو مړي ټول طالبان وو خو قاري يوسف په ډېرې سپين سترګۍ سره ويل چې په ارغنداب کې د دوی يوازې پنځلس کسان وژل شوي دي.


ايا جهاد همدې ته وايي چې ځوانان راټول کړه او بيا يې په نورو ووژنه او که د کوم تکتيک او پلان له مخې مبارزې ته جهاد ويل کيږي.


که رښتيا هم دا مقدسه جګړه وي نو بيا ولې تر اوسه چا وانه ورېدل چې قاري يوسف احمدي، بيت الله مسيد، مولانا فضل الله، مولانا فضل الرحمن او نورو د شهادت جام نوش کړ. موږ خو يوازې اورو چې دلته او هلته دومره کسان ووژل شول چې ټول بېګناه او بېچاره خلک وي .















 


 








 

تبصره نسته

  1. حسبي الله ونعم الوكيل
    حسبي الله ونعم الوكيل
    حسبي الله ونعم الوكيل

    دير د افسوس حاي ده جه دغه تصويرونه وينمه يقينا" جه مسئولية بي يي دبنجابيانو به غاره وي او خداي (ج) دي دوي او ددي جاسوسانو ته به دنيا او اخيرت كشي سزا وركري او خداي (ج) دي نور زمونزه بي كناه مسلمانان له دغو مشكلاتو خخه خلاص كري امين

  2. داليکنه چې ما ولوسته واقعا ډېره خواشينونکي خو په عين حال کې له واقعيتونو څخه
    ډکه وه .
    زه يې ليکوال ته افرين وايم او هيله ترې
    کوم چې په دې اړه نور اسناد هم راغونډ او درواني جګړې او طالب مشرانو دموخو په اړه
    ولس خبر کړي .

    اوس په دې څوک سترګې نه شي پټولاى چې په افغانستان کې
    دجهاد په نوم روانه جګړه څه موخه لري او دچا له خوا روانه ده .
    کله چې يو څوک
    يرغمل کېږي نو لومړى ورباندې دجاسوس او کافرنوم اېښودل کېږي او دوژلو ګواښ يې کېږي
    خو کله چې پيسې ورکړل شي بيا نه جاسوس وي نه کافر بلکې په ډېره خوښي پرېږدي .
    که
    يو ځل يو څوک کافر وي نو بيا څنګه مجاهدين دي چې هم له کافر سره جنګېږي او هم يې
    ژوندى پرېږدي .

    لکه څنګه چې جهاد هڅې او کوښښ ته ويل کېږي نو اوس په افغانستان کې جهاد دڅه
    لپاره روان دى که داسلام لپاره وي نو پورتني انځورونه چې يو څوک وګوري او ليکنه
    ولولي بيا دطالب مشرانو اسلامپالنه او اسلامي جذبه او جهاد ورښکاري چې رښتيا هم
    جهاد داسلام لپاره دى او که دبل شي .
    خو دا سې هېڅکله نه ده، هغه هڅه چې دوى يې
    اوس جهاد يادوي دپيسو، واک او نورو نفسي خواهشاتو لپاره روان دى کنه يو طالب مشر يا
    طالب وياند خو دې هم يوه ورځ دجګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي او دپورتنيو انځورونو
    دمړو په څېر دي دوى هم ځان دامريکايي مرميو لپاره سپر او نښه کړي .

    دوى دې هم تر شا هغسې بورې ميندې، ورارې خوېندې، کونډې مېرمنې ، غمځپلې کورنۍ او
    يتيمان پرېږدي چې دغو کسانو پرېښودل ځکه اسلام خو يواځې ددې عادي جنګياليو نه دى
    .
    طالب مشران که داسلامي تاريخ په اړه لږ معلومات هم لري نو دوى ته به پته لګېږي
    چې حضرت خالد کوم کوم ځاى ته په جګړه کې نه دى تللى، عمر بن عاص په څومره ناروغي کې
    بيا هم داسلامي لښکرو مشري پرغاړه درلوده ان تر هغه وخته چې دجهاد په سنګر کې يې له
    خپل خواږه ژوند سره په داسې حال کې مخه ښه وکړه چې خپلې مېرمنې ته يې ډاډ ورکاوه او
    ورته توصيه يې کوله چې داسلام لپاره هڅې وکړي .
    دوى ته به دابو عبيده بن جراح
    کارنامې هم معلومې وي چې دجهاد په سفر کې يې دناروغي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ
    .
    تر دې ټولو وړاندې دوى ته کېداى شي داسلام دستر
    پپغمبر په اړه هم معلومات وي چې څومره غزاوو ته پخپله تللى ان پخپل مبارک وجود يې
    زخمونه هم زغملي دي .

    ايا ملاعمر هم کله ارغنداو ته دجګړې په نيت راغلى دئ، ايا هغه کسان چې روانه
    جګړه داسلام دسپېڅلو جګړو په کتار کې دروي دوى به هم کله دارغنداو دوژل شويو په څېر
    دې ته غاړه کېږي چې غوښې يې ځناور او وحشي ژوي وخوري .
    په ټول درناوي
    کامل

    کندهار

  3. ډېر د افسوس ځای دی، پښتانه به تر څو داسې وژل کيږي. زه نه پوهيږم چې طالبان څه ډول جهاد کوي اوس چې څه روان دي په دې خو يې څان او اسلام دواړه وشرمول.
    داسې معلوميږي‌چې طالبان پخپله هيڅ کومه مفکوره نلري بس د بل په ريموټ اداره کيږي. که دوی رښتيا هم په د اسلام او وطن لپاره مبارزه کولای نو د افعانانو ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او نور به يې له منځه نه وړل او نه به يې هم بې ګناه زده کوونکي، ښوونکي او نور بې ګناه افغانان وژل.
    خو له دې هر څه ملوميږي چې دوی رښتيا هم د پنجاب ګوډاګيان دي.
    لعنت دي‌ وي ورباندې، هر څوک چې د اسلام په جامه کې زموږ دين او وطن بدناموي‌الله دې يې وشرموي (امين)

  4. سلامونه،
    مسافرغورځنګ صاحب په قلم اووینا دې برکت شه. ډېرې پخې خبرې دې په پخه ژبه څرګندې کړي دي .
    زما په نظر افغانان په عمومي ډول اوپښتانه په ځانګړي توګه باید روانې لوبې ته نورمتوجه شي .که په دې خبرو دطالب جان سر نه خلاصېږي حد اقل هغه کسان چې یو دوه صنفه مکتب یې لوستی دی باید نور دې ته پام وکړي چې دپاکستان جمع ایران او… په روانه دسیسه کې پښتانه له یوې خوا وژل کېږي،له بلې خوا څوک چې یې پاته کېږي بې تعلیمه اوبېسواده لوییږي.
    بامیان ته لاړ شئ،مزار ته وګورئ ،هرات اونور شمالي ولایتونه وګورئ چې له نېکه مرغه نر اوښځه درس وايي ،تعلیم کوي ،تجارتونه روان دي خو دپښتنوپه سیمو کې ترټولواول ګوزار په ښوونځي ،معلم ،متعلم اوهغه چا دی چې سړک جوړوي یا پل جوړوي.
    ځه موده مخکې دغزني یوې ولسوالۍ ته چې په یوه غرنۍ برخه کې یې هزاره وروڼه اوسي ، تللی وم .
    دپښتنو په سیمه کې چې هواره اوعمومي سړک ته نژدې هم ده ،ښوونځي بند وو،پښتانه مامورین په ولسوالۍ کې له کار کولومنع شوي وو،خو هزاره وروڼه له ډېر لري نه ورته راتلل اوهیچا ورته ځه نه ویل .د هغوپښتنومامورینو په ځای چې دطالبانوله وېرې نه یې کار پرې ایښی وو، اوس هزاره وو کار کاوو.
    موږباید دې خطرناکې دسیسې ته نور پام وکړو.باید په هره وسیله چې په لاس کې یې لرو ،هڅې وکړو.
    زه دښاغلي غورځنګ لیکنه په دې لاره کې لومړی ګام بولم .تراوسه هیچا دا حقیقت نه وو بیان کړی ،هیله لرم چې دافغانستان اوپښتنو نورخواخوږې هم قلم راواخلي او دروان ناورین په اړه واقعیتونه ولیکي .

  5. زما په نظر اوس افغان دولت بايد تر سخت فشار لاندي راوستل سي چي د طالبانو سره سوله وکړي ، دا که په هر قيمت تماميږي بايد تر سره شي سي ځکه تر څو سوله ونه سي او د طالبانو غوښتنو ته غوږ ونه نيول سي زموږ به هره ورځ ويني بهيږي ، نن په ارغندب ، سبا په ننګرهار ، بله ورځ په کابل او بيا په نورو سيمو کي .

  6. په افغانستان کې د بهرنيو استخباراتي سازمانونو جګړه يو ځل بيا په بلېدو ده. د امريکا يۍ ټلوالې ګټې او مفادات په اسلامي نړۍ يا ددوى په وينا، د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې د ستونزو اصلي رېښه ده. دوى د خپلو ګټو لپاره ترهګر سپين بازان ګڼي او سپين بازان ترهګر. دا ددوى په اصطلاح ترهګرۍ ضد جګړه ده. هغه جګړه ، چې اوس يوازې او يوازې پښتون پکې په نښه کيږي. د پښتانه د له منځه وړو لپاره په سيمه ييزه او نړيواله کچه توطيې روانې دي او که پښتون ولس را ويښ نشي د استخباراتي شبکو ترمنځ به شل او شوټ شي. د روانو ستونزو د اواري لپاره ښه داده، چې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي ، دلته خپلمنځي خبرې اترې پيل شي او په افغانستان کې د ګاونډيانو د نه مداخلې ضمانت وشي. نور که پښتانه شريعت غواړي، يا ولسواکي او … دا په دوى پورې اړه لري، هيڅوک حق نه لري، چې زموږ د نظام پر څرنګتيا نيوکې وکړي. موږ تر هرچا ښه پوهېږو، چې څنګه نظام جوړ کړو او څه ډول نظام زموږ ستونزې اوارولاى شي. مننه

  7. سلامونه، مسافر غورځنګ وروره ډېره مننه چې دا ليکنه مو کړې. په رښتيا هم نن سبا هره ورځ د پښتنو ميندې بوريږي، پيغلې کونډېږي. تاسو لږ فکر وکړئ يوه مور کلونه کلونه شپې ورځې زحمتونه ګالي، په شپو ورڅو ويښه ناسته وي او هره لحظه د خپل اولاد د ښې روزنې په فکر کې وي خو د په دومره سختيو او زحمتونو لوی شوی اولاد يې په يوه ثانيه کې له منځه وړل کيږي، نو د هغې مور په زړه به څه تېرېږي چې شل يآ پنځه ويشت کلونه يې د خپل اولاد په روزلو تېر کړي وي.
    بس دی وروڼو نور د خدای په خاطر نور خپل دوست او دښمن وپېژنئ تر څو به د نورو د ګټو لپاره خپل ځوانان قربانوو.
    زه طالبانو وروڼو ته وايم چې د خدای په خاطر لږ فکر وکړئ، ايا د دښوونځي په سوځولو او د يو چا د سر په غوڅولو تاسو ته څه په لاس درځي.
    که چېرې ښوونځی لوستل ناروا وي نو ستاسودې د خپلو مېندو په سر قسم وي ايا تاسو پخپل ټول ژ‌وند کې اورېدلي‌چې په بنجاب کې کوم ښوونځی وسوځول شو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    نو دلته معلومه شوه چې دا ټوله لوبه ده، د پنجابيانو لپاره ښوونځی لوستل روا دی خو د پښتنو او افغانانو لپاره بيا ناروا دی.
    په پنجاب کې هر کال د ښوونې او روزنې لپاره د بېلو شويو پيسو کچه لوړيږی او نوي ښوونځي جوړيږي خو په افغانستان کې بايد وسوځول شي.
    طالبانو وروڼو سر خلاص کړئ او که سر نه خلاصوئ، د اسلام نوم به مو بد کړی وي خپل قوم به مو برباد کړی وی، ستاسو له لاسه به بې تَعليمه او وروسته پاتې وي او تاسو به د تل لپاره د افغانانو په وړاندې شرمنده وئ.
    الله دې وکړي چې نور خپل دوست او دښمن وپېژنئ او خدای مو له شرمېدلې ورځې وساته.

  8. مسافر غورځنګ وروره دیره مننه لتانه چی دا وقیعت دی خپور کا. پریژده چی خلگ پوه سی چی ولی د نورو د گته په خاطر خپل خانونه قربانوی.

  9. زما په نظر باید دا ټول پښتانه مشران راټول سی او فیصله وکړی چی دا جګره چه نن صبا زمونژ او تاسی په خاوره کی روان ده دا په واقیعت مقدس جنګ ده او که هسی ځان تبا کول د نورو د ګته په خاطر دی. که مقدس جګره ده خو راځی چی ټول ودریږو. او کی هسی ځان تبا کول د نورو دګته په خاطر ده نو د خدای لپاره دا ځان وژنه بس کړی. تر څو پوری به دا بیګنا خلګ د نورو د ګته په خاطر قربانی سی. دا لس کاله شو ټول پښتانه تباه شول او په خدا قسم په دی کی ټول مشران مسول دی او زما مطلب پښتانه مشران دی. په دی خاطر وایم چی ددوی په واک ده چی دا جګره ستاپ کی او خلګ پوه کی چی مونږ ولی خپل په لاسه ځان تبا کوو. دیره مننه مسافر غورځنګ وروره !