کور / شعر / غزل

غزل

دا یو څو ورځي ژوندون دی نازوه مي
نن به یم سبا بېلتون دی نازوه مي

لکه شمع لمبه خورم لمبه مي وخوري
ډک له اوره مي لړمون دی نازوه مي

دا غزل مي د خپل زړه په وینو سره سوه
هر یو ټکی یې ګلګون دی نازوه مي

محتسب چي هره ورځ آزارولم
نن یې زما په غاړه خون دی نازوه مي

نن سهار مي پر اورغوي فال کتلی
پر اروا مي بد شګون دی نازوه مي

چي ویل به مي سبا درڅخه ځمه
را نیژدې مي سباوون دی نازوه مي

پر موسم د ارغوان به مي سفر وي
روح مي لاندي تر افسون دی نازوه مي

چي یو یو خواږه یاران مي باندي تللي
پر هغه لاره مي یون دی نازوه مي

جهاني پر هغه دښته مي سفر سو
چي هر پل یې د مجنون دی نازوه مي

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۴ کال د جنوري شپږویشتمه، ویرجینیا

تبصره نسته

  1. شملزی صاحب پرقلم اوګوتوموبرکت سه ډېر په زړه پوری څېړنیزه لیکنه مولیکلې ده خدای دي داملاعمر پوه کړي چي اخر ولی داجهاد په پاکستان کي نه کیږي په پاکستان کی کعبه جنت اودوږخ سته هلته لاهم جهاد نه دی فرض خوپه افغانستان کی چی په هره معنی ترپاکستان ګناه پکښی لږ دی .

  2. شملزی صاحب پرقلم اوګوتوموبرکت سه ډېر په زړه پوری څېړنیزه لیکنه مولیکلې ده خدای دي داملاعمر پوه کړي چي اخر ولی داجهاد په پاکستان کي نه کیږي په پاکستان کی کعبه جنت اودوږخ سته هلته لاهم جهاد نه دی فرض خوپه افغانستان کی چی په هره معنی ترپاکستان ګناوی لږ دی بیاجهاد پکښی روادی ، کنه داامریکایان اوښوونځي خوپه پاکستان کي هم سته هلته ولی جهادنسته ؟؟؟؟؟؟؟ اود شملزي دالیکنه یو حقیقت او چلینج دی!!!!

  3. *** edited

    کاشکی دا د اسلام او وطن دښمنان په حد اقل منطق پوهیدای. دا ټول خرڅ سوی پاکستانیان دی: قاری محمد یوسف د پنجابیانو تنخوا خور په پنجاب کښی ناست له یو جوړه موبایل سره. په خدای قسم خورم چه کرزی نه میرویس نیکه هم له اسمانه راکته سی که دا نور ویده خلګ له خوبه را پورته سی. ه توخی – شاجوی.

  4. ياره د زړګي سر شملزى صاحب!
    د بلا په امان سې، ستا صدقه سم، تر تا دي په زر ځله واري سم. ما خو داسي فكر كاوه چي تاسي به د طالبانو؟؟؟په ليكه كي ولاړ توپك پر اوږه غازي؟؟؟ ياست، ځكه مي نو څو ورځي مخكي ستاسو د يوې ليكني (بې ادبي معاف) په جواب كي درته ويلي وه چي خپل جهاد؟؟؟ دي كوه، خو اوس پوه سوم چي ياره ته خو سم دم په اسلام، افغانيت، تمدن او پرمختګ پوه سړى يې او خداى تعالى ښه د استدلال قوه در كړې ده، نو د يوه نا اشنا ملګري په حيث سر له اوسه درته احترام لرم، په واقعيت كي مي ستاسي تحليلي او ضمناً تحقيقي ليكنه خوښه سوه او د جهاد په باب مو ډېري ښې څرګندوني كړي وې، خو ياره وايي دا يې قواله، په چا يې منې. ته خو به د جهاد په اړه ورته وږغېږې، خو دوى هغه كسان دي چي له ازله د تورلېنګيانو په دال لوى سوي او د هغوى تالۍ څټي دي او پر دې سپېدلي او اسكېرلي ولس يوه ذره رحم هم ولاكه كوي، بس د پاكستان او خپلو ګټو لپاره يې د دې ساده ولس پر مرۍ تېغ ور برابر كړى دئ او په ډېره بې رحمي سره يې دغه بېچاره ولس د چړې تر څوكه تېر كړى دئ.
    د نور بحث په هيله
    ستا خوابدى (اوس خوشحاله)

  5. YOU ARE A STUPID MAN.YOU ARE VERY LUCKY ,BECAUSE I am living in ukraine ,not in afghanstan,but soonly you next with your father America. for interesting,how much money you getting

  6. Daud wazir,ukraine ١٣ / ٤ / ١٣٨٧ لمريز ~ 2008-07-03 06:42:59 زېږديز

    Who is your father: Russian or Punjabi to speak to other people like that.He may or may not get money from the American but he speaking the truth and many Afghans have agreed with him. You are just an ignorant man.