کور / تازه خبرونه / ارزګان: د چوري ولسوالۍ د پوهني مدیر په یو غلچکې برید کې ووژل شو.

ارزګان: د چوري ولسوالۍ د پوهني مدیر په یو غلچکې برید کې ووژل شو.

د چوري ولسوالۍ د پوهني مدیر مؤمن خان تیره شپه د ۱۰ بجو په شاوخوا کې د ناپیژاندو وسله والو له لوري په شهادت ورسید، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې مؤمن خان د یو شمیر نورو ملګرو سره د یادي ولسوالۍ د (ادین) په کلي کې میلمانه وه، کله چې نوموړۍ د کوربه له کوره څخه یواځي راووته، ناپیژانده وسله والو پري برید وکړ، لمړۍ هڅه شوي چې هغه ژوندۍ له ځانه سره یوسي، خو د پوهني د آمر له غبرګون وروسته پر هغه ډزۍ شوي او وژل سوی دئ.
دروزګان چارواکي وايي چي مؤمن خان د چوري ولسوالۍ د کیتو د کلي اصلي اوسیدونکۍ او د تیرو ۴ کلو راهیسي د یادي ولسوالۍ د پوهني د آمر په حیث دنده لرله، نوموړي د ښؤوني او روزني په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړي لرلي، د کار آهل او یو تجربه لرونکۍ مدیر وه، د پوهني د آمر په حیث په چوره کې د هغه تر ټاکل کیدو وروسته د پوهني په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي وه، د زیات شمیر تړلي ښؤونځيو دروازي يي د زده کؤونکو پر مخ خلاصي کړي او هڅه يي کوله تر څو د ځوان او ویښ نسل پر مټ د پوهني برخي ته پرمختګ ورکړي، په داسي حال کې چې تر هغه د مخه د چوري ولسوالۍ د پوهني وضعیت کاملاً په نشت حساب وه، چې له بده مرغه د ددولت دمخالفینو له خوا تیره شپه ووژل سو. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.