کور / تازه خبرونه / پنټاګان: پاكستان د ترهګرۍ خلاف جنګ كي جعلكاري كوي

پنټاګان: پاكستان د ترهګرۍ خلاف جنګ كي جعلكاري كوي

 


د امريكا د حساب او كتاب ادارې پر پاكستان تور ولګاوه، چي د امريكا له خوا وركړل سوي پيسې يې پر خپل ځاى نه دي لګولي او په دې لاره كي يې له جعل كاريو هم كار اخيستى دئ.
اداره وايي امريكا له پاكستان سره د تروريزم ضد جنګ په خاطر په ميليارډونو ډالره مرسته كړې، چي د عامه ګټو، سړكونو، روغتونونو، بندونو او نورو خيريه پروژو دپاره يې وكاروي، خو داسي ښكاري چي ډېره برخه يې شخصي جېبونو ته لوېدلې ده.
د حساب او كتاب اداره په خپل يوه نوي خپاره سوي رپورټ كي وايي له ۲۰۰۴ كال څخه تر ۲۰۰۷ كال پوري  پاكستان ته د پوره دوه ميليارډه ډالرو وركړل سوي مرستي هيڅ سند نسته، چي پاكستان دا پيسې په كومو چارو كي مصرف كړي دي.
راپور وايي امريكا پاكستان ته د ترهګرۍ خلاف جنګ كي پر پوله د څارني دپاره د پرمختللو رادارونو د رانيولو په خاطر دوه سوه ميليونه ډالره وركړي دي، خو پاكستان تر اوسه دا رادارونه نه دي رانيولي.
اداره د دفاع وزارت  (پنټاګان) له خولې خبر وركوي چي پاكستان په ډېرو ځايونو كي له جعلكاريو څخه هم كار اخيستى دئ، پنټاګان د بېلګي په توګه يادونه كوي، چي پاكستان د پوځي هليكاپټرونو د ترميم د پيسو بيل دوه واره ورته وړاندي كړ، چي دواړه واري دوى ورته دا پيسې منظور كړې.
د راپور له مخي د سپټمبر له يوولسمي راهيسي امريكا د ترهګرۍ خلاف جګړه كي خپلو ملګرو هيوادونو ته د هغوى د پوځي لګښتونو دپاره ځانګړې بوديجه منظوره كړې، چي شپېته فيصده يې يوازي پاكستان ته وركول كېږي.


 

تبصره نسته

  1. ددپاكستان دال خواره هميشه د ځان پۀ نفعه پۀ افغانستان كې دجنګ لمبې بلې ساتي پخواېې هم دجهاد او محاجرو پۀ نامه پېسې له امريكا او نور نړۍ شكلولې او اوس هم دادى لاېې پسې شكوي او بدبختانه امريكايان هم يا په كوم ساسي چل كې دي اويادومره بعقل دي چې ښه بيګه يې پورتني خبر دى . بې له شكه كه پورتنې رقم ېې پۀ افغانستان كې دداداري فساد پۀ وركولو كې لږولې وايي نو پۀ باور سره نن به نه طالب وه ،نه پاكستان او نه القاعده. زما پۀ خپل باور ددې لوبې وركول امريكا ته ديوه ساعت خبره هم نه ده ولې خپل سياسي مصلحتونه يې پۀ نظركې نيولي دي چې د وخت له تېرېدلو سره به پۀ خپله راڅرګند شي.