کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايران غواړي دتركمنستان ګازو نل ليكه پرخپله خوا واړوي

ايران غواړي دتركمنستان ګازو نل ليكه پرخپله خوا واړوي

له تركمنستانه پاكستان اوهندوستان هيوادونوته دافغانستان له لاري دتركمنستان ليږديدونكي ګازدافغانستان لپاره يوه حياتي پرژه ده .


دغه پروژه چي له تيروشلوكلونو راهيسي مطرح ده ، په پيل كي دووكمپنيو، بريداس اويونيكال دهغي داخستلولپاره خپل منځي شخړي هم كړي اوان ويل كيږي چي دطالبانوپروژه هم له همدي امله راژوندي سوي .


علاوه پردي چي داپروژه دافغانستان لپاره دپوره ارزښت وړده ايران هم پوره ليوالتيالرلي چي په هرډول وي دغه امتيازپه لاس راوړي .


كه څه هم لاايران تراوسه په دي نه دي بريالي سوي چي ددغي پروژي مخ ځان ته واړوي خو داسياپرمختيايي بانګ ددرومليارډوډالروپه ارزښت ددغي پروژي دسروي امتياز په لاس راوړي دي .



دغه نل ليكه چي ۱۷۰۰كيلومتره اوږدوالي پيداكوي ، ټاكلي ده دهيوادله لويديځي سيمي څخه تير اوبيادپاكستان دبلوچستان څخه ترتيريدووروسته پردووښاخووويشل سي چي يوښاخ به يي پاكستان اوبل هغه به يي هندته كش سي .


ټاكل سوي ده دغه نل ليكه ۹۱۴كيلومتره دافغانستان په خاوره كي وغزول سي چي په دي سره به زښت زيات امتيازات دافغانستان په برخه سي .



تركمنستان يوله هغوهيوادونوڅخه دي چي ترايران وروسته دګازوترټولولوي معدن په خپله سينه كي لري ، اوهمدااوس دكاله ۵۰ مليارډه مترمكعب ګازوبهرته صادروي چي دصادريدوامتيازيي دروسيي دپروم ګاز كمپني اخستي دي .


كله چي دغه پروژه له افغانستانه څخه تيريږي نوښايي له كاله دري مليونه ډالره ټكس افغانستان واخلي اوپه ټولوهغوسيموكي چي دغه نل ليكه ورڅخه تيريږي مفت ګازوركړه سي .


علاوه پردي چي داوياووزرو۷۰۰۰۰په شاوخواكي كسانوته په مستقيمه اوياغيرمستقيمه توګه په دغه پروژه كي كارپيداسي يوه اوسپنيزه كرښه يي هم په بغل كي جوړيږي .


دغبرګولي پرنهمه دجمعي په ورځ دتركمنستان په پلازمينه عشق ابادكي دهندوستان دګايل كمپني اوداسيايي بانګ داستازيوپه ګډون دافغانستان ، تركمنستان اوپاكستان دانرژي دوزيرانوترمنځ يوه مهمه غونډه وسوه چي ددغي پروژي دكاردپيل په اړه يي مفصل بحث وكړ.


ټاكلي ده ددغي پروژي كار۲۰۱۰كال كي پيل اوپه ۲۰۱۵كي په نل ليكه كي ګازايله كړل سي .



افغانستان ته ديوشميرنوروهغوامتيازاتوترڅنګ چي وړاندي مويي يادونه وكړه له دغي نل ليكي څخه  ددروسوو مليونوډالرو په شاوخواكي عائد چي له كاله به يي په برخه كيږي واقعاچي دافغانستان لپاره يو خوراګټورچانس دي .


داچي ولي له ټولوهڅوسره سره بياهم په دي څوكلونوكي دغه چاره ځنډيدلي ده لامل يي هغه  ناامنۍ دي چي دافغانستان په لويديځ اودپاكستان په بلوچستان كي رواني دي .


ايران يوله هغوهيوادونوڅخه دي چي په ډيري سختۍ سره ددغه امتيازداخيستلوغوښتونكي دي ، ترڅونل ليكه دهغوي په خاوره كي تيره سي .


خوله دي امله چي دايران لاره اوږده اودډيرلګښت غوښتونكي ده اوبل داچي له ايران سره امريكامخالفت لري لاتراوسه داتصميم چي  دګازونل ليكه به له افغانستان نه تيريږي پرځاي پريئښي .



ددي ډيرلامل چي ايران دافغانستان په لويديځ كي مداخله كوي اوهلته دامنيت دګډوډولوپه هڅه كي دي،  له دغي سيمي څخه دګازودنل ليكي دتيريدومخنيوي ګڼل كيږي چي ايران يي تل هڅه كوي .


كه څه هم ايران دغه نظرردوي خوډيري نښي نښاني سته چي داپه زبات رسوي،  ځكه چي هميشه كله هم  دتركمنستان دګازودنل ليكي تيريدوموضوع توده سوي، نوله يوه پلوه ايران په لويديځ كي خپلي مداخلي ته زوروركړي اوله بل اړخ څخه په سيمه كي ددغه هيواددپلوماسي فعاله سوي ده .



په داسي حال كي چي دتركمنستاني ګازودنل ليكي د ښكيلو څلورواړه هيوادونو ، پاكستان ، هندوستان ، تركمنستان اوافغانستان لپاره خورامهمه ده او ورڅخه ګټه اخيستلاي سي ، پوښتنه داده چي لاولي دغه پروژه نه ده عملي سوي ؟


تركومه ځايه پوري چي په افغانستان پوري اړه لري نوله دي امله چي له يوه پلوه افغانستان يوه فعاله اوخوځنده دپلماسي نه لرله اوله بل پلوه افغان حكومت دهيوادپه غرب كي دامنيت په تامين كي پاته راغلي ، دغه پروژه ځنډيدلي .


په ځانګړي ډول په فراه اوهلمندولايتونوكي سختوناامنيواوجنګ جګړودمعاملي دواړي غاړي ، تركمنستان اوهند سخت ويرولي اوله همدي امله ددي پروژي په كاراوتصميم كي له زړه نازړه توبه كاراخستل سوي دي .



په هرحال اوس چي كله حكومت ددغي نل ليكي دكارپرپيل وتوانيږي نو دعينك مس دمعدن دپروژي ترڅنګ به دغه پروژه دخلګولپاره بوختونكي وګرځي او دافغانستان دبوديجي لويه برخه به پوره كړي ، اوان دهيوادګڼي اقتصادي ستونزي به هم ورباندي له منځه ولاړي سي.



دسونګ توكونه لرل چي همدااوس دخلګوترټولولويه ستونزه ده كيداي سي په لويديځوسيموكي ددغي پروژي په عملي كولوسره حل سي .


بي كاري چي اوسمهال يوه بله لويه ستونزه ده هم ددغي پروژي په پرلاره اچلوسره ښايي ياخوله منڅه ولاړه سي اويايي بيخي كچه راټيټه سي .


يوه بله لويه ګټه يي داده چي دهيواد مسلكي كاري پرسونل به نوراړنه وي چي دكارموندني په موخه  دايران اوپاكستان دروازي وروټكوي ، خوپه دي شرط چي ددغي پروژي پيسي افغانستان ته دنوروراوړل سووپيسوغوندي يوازي دڅوكسانوجيبونوته ونه لويږي .

تبصره نسته

  1. لومړى يوې غلطۍ ته ستاسې پام رااړوم: ايران خپله د نړۍ د ګازو تر ټولو غټې زېرمې لري، د ټرانس افغان د نل ليكې له پروژې سره چې د تركمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاكستان، هند او د هند سمندرګي له لارې نړيوال بازار ته وړاندې كوي،تړاو يې دا دى چې د دې نل ليكې د تېرېدو مخه نيسي او پر ځاى يې غواړي خپل ګاز په هند، پاكستان او اروپا وپلوري.ايران د همدغې پروژې د ناكامولو له پاره د طالبانو د حكومت پر مهال شمالي ټلوالې ته وسلې او پيسې وركولې چې افغانستان نا امنه وساتي او له دې پروژې څخه د امريكې د يونيكال كمپنۍ لاس په سر كړي او اوس د همدې پروژې د ناكامولو له پاره طالبانو ته وسلې او پيسې وركوي، خو له طالبانو او دولت له نورو مخالفينو سره بيا د پاكستان مرسته په اقتصادي، پوځي او ستراتيژيكو موخو ولاړه ده او غواړي په طالبانو له خپله سره د امريكې شر كم كړي چې په دې تكل كې ده چې د منځنۍ اسيا د تېلو او ګازو د مطمين لېږد له پاره بلوچستان له پاكستانه جلا او د پاكستان اټومي بټۍ ورانې او بمونه يې په اورپكو سره له منځه يوسي، خو پاكستان ورته بيداره دى او د خپلې دفاع له پاره يې په افغانستان او پاكستان كې طالبان جوړ كړي.
    زما نظر دا دى چې د دغې پروژې د ترسره كېدو له پاره په كار ده چې هم دولت او هم د دولت مخالفين لاس يو كړي. په افغانستان كې د روانې جګړې لامل هم همدغه د تېلو پروژې دي. سيمې ته د امريكې او ناټو راتګ هم د همدغو تېلو او ګازو له پاره دى او كومه جګړه چې اوس پر افغانستان تپل شوې د همدې پروژو په خاطر ده او دا جګړه به تر هغه روانه وي تر څو دغه پروژې امريكې او ناټو تر لاسه كړې نه وي او يا د ايران، روسيې او پاكستان له خوا ورته ماتې ور نكړ شي او سيمې پرېښودو ته اړ نه شي. خو زما خوا له دې شنه ده چې زموږ خوراكى ولس چې په دې غټو لوبو يې سر نه وازېږي د دې پروژو د جګړې قرپاني دى، څوك يې د جهاد او څوك يې د ملي پوځ او ملي پوليسو په نوم د خپلو ګټو له پاره جنګوي. زمونږ د ولس پر مټ داسې يوه جګړه پر مخ بيول كيږي چې زموږ د ولس ګټې په كې معلومې نه دي او افغانان د دواړو خواو څخه د خپلو ګټو له پاره نه مري. د افغان دولت چارواكي هم په دې لوبو خبر نه لري او نه د افغانستان د ګټو د تضمين له پاره فكر په سر كې لري. دا پروژې به لا وختي بشپړې شوې واى كه امريكې او نورو اړوندو هېوادونو د زړه له كومي غوښتي واى او افغان چارواكو ورته پاملرنه او مټر نغاړلې واى. په مننه