کور / تازه خبرونه / د ملي امنيت او خارجيانو ترمنځ نښته وسوه

د ملي امنيت او خارجيانو ترمنځ نښته وسوه

تر هغه ځانمرګي بريد لږ وروسته چي په كابل كي د هندوستان سفارت مخته وسو، په كابل كي د ملي امنيت او خارجيانو ترمنځ هم وسله واله نښته رامنځته سوه.
د عيني شاهدانو په وينا تر ځانمرګي بريد وروسته د آيساف ځواكونه سيمي ته راغلل، چي د افغان ملي امنيت د سرتېرو له خوا يې مخنيوى وسو، چي وروسته خارجيانو د ملي امنيت پر ځواكونو ډزي وكړې او د دواړو ترمنځ نښته رامنځته سوه.
د پېښي يوه عيني شاهد چي د نوم له اخيستلو ډډه كوي لر او بر ويبپاڼي ته وويل په دې ډزو كي د شمشاد مطبعې د يوه كاركوونكي امرخېل په ګډون څو تنه لارويان مړه او ټپيان سول.
د  پورتنۍ پېښي په اړه لا تر اوسه افغان چارواكو څه نه دي ويلي، خو د هندوستان پر سفارت د بريد په اړه ويل كېږي چي ۱۶ تنه يې وژلي او نيژدې ۶۵ تنه يې ټپيان كړي دي.
امنيتي مسئولين وايي په پېښه كي ډېره مرګ ژوبله هغو محصلينو ته اوښتې ده، چي په نيژدې ورځو كي هندوستان ته د لوړو زدكړو دپاره روان وه او سفارت ته د وېزې اخيستلو دپاره ورغلي وه.
د هندوستان سفارت چي د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ته نيژدې موقعيت لري په اړه يې ويل كېږي چي له امنيتي ستونزو سره مخ و.  هندوستان ته تلونكي يوه محصل لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي د سفارت ساتونكو له څو ورځو راهيسي په كلكو امنيتي انتظاماتو لاس پوري كړى و او داسي ښكارېدله چي له ننني بريد څخه دوى هم غوږېدلي وه.

تبصره نسته

  1. دننۍ زړه دردونكي خبر په اوريدو رښتيا وځوريدم .خپه په دې يم چي اكثره قربانيان يې عوام دي .غريب ،بي وزله خلك نه پوهيږم دځان دفاع په څه شي وكړي ،تيرورځ دامريكايي بادارانو خپل زړه په دي مظلوم ولس خالي كړل .

  2. په دې اړه سخت اندېښمن يم….. خارجي ځواکونه له يوه اړخه نارې وهي چي افغان عسکر، ملي اردو روزو او دا دی له بله اړخه يې هسي په ډزو له منځه وړي ……………………….. آیا موږ به هم نور دخارجيانو په راتګ خوښ یو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ خپل ژالبان زنده آباد هلته که دمسلمانۍ شرطونه زيات خو داسی پېښه خو خپله زما یاد ته نه راګرځيږ ي……….