کور / هراړخیز / ښکلا او هنرد دوو یارانو لیکلی بنډار

ښکلا او هنرد دوو یارانو لیکلی بنډار

نجيب منلی

له اېمل پسرلي سره مې د داستان د کرکټرونو پر اروایي اړخ او د لیکلې مرکې تجربه وکړه چې دوستانو ورته ښه وویل. بیا مې له استاد شپون سره هم د دغې ماشوړې سر پسې راونیو او و مې غوښتل چې پر هغو دوو مفاهیمو چې ډېر پخوا د مهاجرو افغاني ادیبانو په یو سیمینار کې یې مطرح کړي وو له استاده څه واورم. دا مفاهیم د «کیوټ» او «کنټرایفډ» مفاهیم وو چې د استاد په وینا د افغاني ادب مورزادي رنځ دی. بحث شرو شو او ښه په درځ مو دوه درې ورځې پرې ځان بوخت کړ خو بیا د ژوند تصادفونو که له یوې خوا زه او استاد شپون سره نېږدې کړو له بل لوري یې د اوږدو مشاجرو لار راباندې بنده کړه. څلور، څلورنیم کاله تېر شول چې بیا مو موقع و مونده او زوړ سپنسی مو سره غوټه کړ. په دې بحث کې د پښتو ادبیاتو ته د تیوري له زاویې ، د استاد د ادبي تجربې او مهارت په رڼا کې کتل شوي دي. نه استاد او نه زه په دې اند یو چې څوک به زموږ له خبرو څه زده کړي مګر دا هم ګڼو چې د پښتو ادب په باره کې بحثونه چې هرڅومره پراخ وي هماغومره زموږ د لید ساحه پرې پراخېږي نو ځکه خپل دغه دوستانه بنډار د لوستونکیو مخې ته ږدو او هیله لرو چې په دې پلمه به نور یاران هم د بحث لړونه پسې راوسپړي.

ن.م.

 

منلی:

غني خان وايي:

يوه ورځې يو صحرا کې په ښکار وتی وم روان

يو ګلاب مې ولاړ وليد، پړکېده خیشته خندان

زه خپه يې خوا له لاړم، ما وی آه زما په شان

ته هم ګل يې بد نصيبه، ورک له زلفو د جانان

هغه غلی شان موسکی شو، وی خان مه کوه خپګان

زه به دا صحرا ورنه کړم د ايران په ګلستان

دلته زه يو او يکتا يم، هلته زر زما په شان

چار چاپېره سپېرې خاورې، زه يوازې يم روښان


دغه سارايي ګل په خپل يوازېوالي خوښ دی، دا ورته مهمه نه ښکاري چې نه به يې ”د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له يوسي“ او نه به يې ”د يار سرې شونډې ښکل کړي“. دا ګل خپل ښايست ته غره نه دی خو په دې وياړي چې په هغه ځای کې چې ولاړ دی، څوک ورسره سيالي نه شي کولای. غني خان په شعر کې وايي چې دا ګل د ”ګلاب“ دی خو شعر ته يې ”رېدی ګل“ عنوان ورکړی. کېدای شي چې په واقعي دنيا کې به کوم شمشوبي يا لا هم کوم ځوز و چې په دې سارا کې ”پړکېده خيشته خندان“. د غني خان ګل به ښايسته وي، ټول ګلان ښايسته دي، خو دا يو خدايي ښايست دی، هنري ښايست نه دی. ”دايران د ګلستان“ زر ګلان که څه ښايست لري د ماليارانو د ځيګر له وينو يې رنګ اخيستی، په زرګونو همداسې ښايسته ګلان نور هم د ليدونکو سترګې ځان ته رابولي. د غني خان، رېدی يې بولې، که شمشوبی، ځوز ورته وايې که ګلاب، د ګلستان د ګلانو په خوا کې که د چا نظر جلب هم کړي دې ته به يې هڅوي چې له دغه ځايه يې وکاږي چې د ګلستان صيقل شوې ښکلا پرې ګډه وډه نه شي.

کېدای شي سړی داسې ووايي چې د سارايي ګل خدايي ښکلا د باغ د ګلانو تر بازاري ښکلا ډېره ارزښتمنه ده، خو داسې څوک به نه وي چې دا ښکلا هنري وبولي.

مونږ د پښتو ادب په ”ګلورينه ورشو“ کې ډېر داسې څه لرو چې سترګې پرې خوږېږي خو که دغه سارايي ګلان (چې د ښايست تږې سترګې يې د نامه پوښتنه هم نه کوي) د نړۍ د ادبياتو په څنګ کې ودروو او بيا يې هنري حيثيت و ارزوو، نو د يو لاس ګوتې به هم د هغو ادبي هستونو د شمېرلو د پاره ډېرې وي چې سړی پرې و نازېږي.

استاده، د ډېرو کلونو راهيسې ستا له خولې د ”کيوټ“ او ”کنټرايفډ“ مقولې اورو. د اکسفورډ ډيکشنري د Cute په تعريف کې وايي Affectedly attractive (مانا په تصنعي ډول زړه راښکونکی)، او د Contrived په باره کې ليکي Planned so carefully as to seem unnatural, artificial, forced (مانا دومره په دقت طرح شوي چې غير طبيعي ښکاري).

د غني خان دا شعر چې ما د بحث په پيل کې راواخيست په خپله هم کيوټ دی او هم کنټرايفډ، يا کم له کمه ما ته دغسې ښکاري، خو که دا سارايي ګل د پښتو ادب له زاويې و ارزوو نو بيا څه شی کيوټ دی او څه شی کنټرايفډ دی؟

شپون:

د کیوټ یو ساده مثال په سرکس کې لېدلای شو، په تېره هغه ټوکمار چې مخ یې په تور او سپین رنګ رنګ کړی وي ، تل داسې ښکاري چې خاندي. په ساده او د سهوو نه ډکو کړو باندې یې دسړي زړه هم سوزي او هم سړي ته خندا ور ولي. دې ته پښتو سم نوم نه لرم خو کا بلیان یې قندولک بولي چې په پښتو کې د خوږ او ګلالي ترمینځ همداسې کوم شی دي.مثلا د هر ژوندیګړي ، د بنیادم وي که د هیلۍ یا شیژګي، ما شوم کیوټ وي او دسړي زړه کیږي چې ځان پورې یې ونښلوی او ناز ور کړي. امکان شته چې په عربۍ کی یې مرغوب و بولي. حتی ځینې لوېشتوکي او سخوټ بنیادمان هم کیوټ دي.نجونو به چې کلیو کې ګوډۍ یا ناوه کۍ جوړولې بس د جارو یو خلی په یې را پرې کړ، په سر کې به یې د ټوټې غوټه ور کړه، سترګې ، پوزه او خو له به یې ورله په تور شین اوسور تار وګنډل ، بل به یې هلک همداسې جوړ کړ، سپینه پګړۍ به یې ور په سر کړه. یوې نجلۍ به ورته په تپیاکو چمبه و هله، بله به ګډېده او دوو به ناوې او شا په لاس کې نیولې ، د اتڼ ناره اچوله او نا نځکې به یې ودولې. هم به نانځکې کیوټ وې او هم دواده مراسم.

مګر کله چې په هنر خبرې کوو هلته بیا ښکلی مطرح دی، نه کیوټ. ( تر کومه حده چې ما ته معلومه ده د ښکلا او ښکلا پېژندنې توري په هنري سطحه کې په اول ځل عبدالرؤف بېنوا کارولي، پخوا تر هغې زېبایي، زېبایي شنا سي کارېده)

چې د ښکلا د تعریف او اوصا فو په بو خته کې و نه نښلو، خبره به په پښتو ادبي هستونو کې د کیوټ او کا نټرایفډ، د زیار خبره ، شتون، کې ایساره کړو.

څه وخت د مخه یاران په کومې رادیو کې زما په ناولونو غږېدل نو ټولود ستاینې په څنګ کې دا خبره هم کوله چې شپون د داستان لیکلو د شرایطو خیال نه ساتي. بیا یې ورسره دا هم زیاتوله چې شپون په دغو ټولو شرایطو پو هېږي خو بیا هم سترګې پرې پټوي.

دوی رښتیا ویل . په پښتو کې د نن او پرون د افسانو تر مینځ زیاتره فرق تر ډېره حده ايډیالوجیکي دی، پخوا دین، جادو، ښاپېرۍ او نور متافزیکي قوتونه زورور وو، اوس وطني او ملي احسا سات، د غریب او خان تر مینځ دعوا، د ښځو حقوق، دجهاد او جلاوطنۍ شواخون او داسې نور اړخونه غاوره دي، مګردزیا ترو پښتنو لیکوالو هنري معیار لا په کیوټ کې پاتې دی او د ښکلا پړاو ته نه دی را ختلی.د داستان اتلان بې چوخسه ښایسته، بې جوړې باغیرته، وفاداره، پوه، زړه سواندي…… دي او بدما شان یې د خدای په نالت لړلي چې نه یې صورت د سړي دی نه سیرت.زموږ د کلي ملک دې خدای و بخښي چې به چا ته په غوسه و نو په جو مات کې به یې ور پورې ویل ،«بېغیرته، کنجوس، بیلمازه مخنته» او په آخر کې به یې زیاته کړه،«غل ». نو وروسته هر وخت به چې ده د چا پسې بد ویل، چې خبره به یې ختمه کړه ،موږ هلکا نو به یو بل ته کتل او ورو به مو ورسره زیاتوله،« غل». نو دلیکوالو بد ماش هم بر سېره په نورو بدیو«غل» هم دی او اتل نو تیاره پرښته ده. دغه اشخاص او کرکټرونه زموږ په نیمګړې دینا کې شتون نه لري او صحنه چې دی یې لوستونکو ته ښیي ، کیوټ لا هم نه دي ښکلا خو یې لا پرېږده. او همدلته په هغه بل انګریزی توری ، کنټرایفډ هم ور سره تبی کړو. نوم به یې نه اخلم ،ځکه یو نه، دوه نه ، د خره تر مرګه زیات ، یا د پېښوریانو په وینا «بلا ډېر» داستانو نه دي چې د هغو صحنې د کلي د ماشومو نجونو نانځکلوبو ته ورته دي چې پاس مې یادې کړې خومهمه داوه چې د دواړو ګوډیو د سترګو غاټي نه و ،دا ځکه چې مشرانو ، دملایانو په ټونګ، د سترګو له جوړولو منع کړي وو. پخوامې د ایډیالوجۍ خبره و کړه، مقصد مې هغه انګیرنې دي چې پخوا تر پخوا مو منلې دي او ددې عینکو نه بغیر یا د هغو د عدسیې نه بهر شی نه شو لېدلای. نجیب جانه ، زړه مې ډېر ورته تخنېږي خو نوم یې نه یادوم ، همداسې یو ناول مې ولوست چې هلته لیکوال، یو خوار بزګر د مځکې د ظالم مالک په وړاندې بغاوت ته هڅوي. لیکوال هم د وطن یو نومیالی ادیب او شاعر دی، خو چې د خدای وسې کوي بزګر بغاوت ته نشي اړایستلای. د مجبورې ورځې په هغه باندې د مارکس او لینن خبرې کوي چې مځکه د هغه ده چې کري یې، فیوډالان په کلي کې یو یا دوه دي او بزګر ډېری اود خلکو زور( د لته لیکوال له ویرې هغه وایی چې عقییده نه پر لري) د خدای زور دی. یوه ورځ مې یوه همداسې ادیب ملګري ته په ټو کو وویل، ښه دې چې سعید افغاني او ملا عبدالعزیز خو لرﺉ چې ستا سو د خوښې مسلې درته را باسي.

دغه صحنې ټولې کنټرایفډ او په لوی لاس جوړې شوې دي چې، نور یې په توپه وله، مقصد چې د لیکوال ایډیا لوجي پلې کړي. نود رحمان با با خبره، تاروګی په پتنګانو حساب نه دی. کیوټ او کنټرایفډ ( له بدې ورځې او ستا د بحث په اړه دا دوه انګریزي توري کاروم) د داستان په هنر کې یا ګرد سره نه راځي یا یې ځای ، د خو ګیاڼو په وینا بره چرګۍ نه، د سپی چرګۍ دی. 

منلی:

زه به بېرته د غني خان ”رېدی-ګلاب-شمشوبی-ځوز“ پسې راواخلم. تا وويل چې پښتو ادب لا تر اوسه د کيوټ له پړاوه د ښکلا پړاو ته نه دی ختلی. زه شايد تر دې هم لږ څه کم خوشبينه يم، په دې مانا چې هغه کيوټ مو هم د سارايي ګلانو په څېر په ټول راغه کې يو، نيم چېرته تر سترګو کېږي. د کنټرايفډ تله بيا تر حد پورته درنه ښکاري.

د حمزه بابا دې جنتونه په نصيب شي، په غزل کې يې هندي سبک بېرته راژوندی کړ او زمونږ ګڼو شاعرانو بيا دا و ګڼله چې شعري انځور چې هر څومره له تضاده ډک وي هماغومره ښه ښکاري، داستان ليکونکي مو په وچ زور داسې صحنې جوړوي چې هندي فلمونه ورته باچايان دي، رسامان مو هم د عکس له مخې رسم کوي او بيا داسې انګېري چې د ولس ټول احساسات يې په کې رانغښتي دي او، دا يې تر ټولو بده، نن مو معماران هم هماغه پاکستانۍ نقشې په شنو او سرو ښيښو کې رانغاړي.

اوس د دې د پاره عملي لاره کومه ده چې ، بې له دې چې کيوټ مو ډوب کړي، د ښکلا تر ټکه لار وباسو؟

زه چې له ځانه سره سوچ وکړم نو زمونږ د کيوټ او کنټرايفډ جرړې په دې کې دي چې زمونږ سارا لا تر اوسه، د خوشال بابا خبره، ”هغسې بکره پرته ده“. زمونږ هنرمن د خپل هنر د تللو دپاره مقياس نه لري، په خپله زر او په خپله زرګر دي.

که چېرې مونږ د غني خان د ګل په څېر خپله سارا د ايران تر ګلستانه ښه وبولو او ووايو چې ”همدا بس دی“ نو بيا به مو د پرمختګ ور په خپله مخه تړلی وي.

د دې له پاره چې د کيوټ له سطحې د ښکلا تر پولې ور جګ شو، بايد اول د خپلو کارونو ارزول زده کړو. نو چې په خپل تول او ارزښت پوه شو بايد يا ځان د بل چا سره پر تله کړو (يانې لومړی نور و پېژنو) او يا داسې کوم ”ميزان“ ولرو چې د ډيجيټال تلو په څېر نېغ په نېغه راته خپل وزن وښيي (ياني تيوريکي څېړنې وکړو). په عمل کې دا دواړه کاره د کولو دي.

د جنګ په کلونو کې افغاني هنر د انزوا له حالته ووت، هنرمنو مو د نړۍ د هنر ډګر ته لار ومونده، او که له حقه تېر نه شو، په دې څو کالو کې مو ډېر څه زده کړل. هم مو دا وليدل چې نور څه کوي او هم د هنر له تيوريو سره بلد شو. خو اوس د دې خطر پيدا شو چې زمونږ هنري اثار به هم، د کابل د نوو شيشه يي کورونو په څېر، د پرديو نقشو کاپي وي او يا به مو ځوانان خپل وخت د ”موډرن او پسا موډرن“ په وچو بحثونو تېروي، او هنر به مو ماشيني کېږي.

زه ګومان کوم چې له دې پاڼ او پړانګ څخه د ژغورل کېدو لار دا ده چې مونږ له يوې خوا له نورو سره ځان اشنا کړو خو دا هڅه و نه کړو چې د هغوی پېښې وکړو، او له بلې خوا د نورو هنري تيورۍ زده کړو خو مخکې له دې چې د پرديو ساز ته لستوڼي رابډوهو، هڅه وکړو چې د هغوی د تجربې په رڼا کې خپله ادبي تيوري ولرو.

شپون

منلی سیب، د هندي فلمو نو د داستان خبره چې تا یاده کړه د کنټرايفډ ( په لوی لاس جوړې شوې ، یا تصنعې صحنې) ډېر ښه مثال و. ، د هند او پاکستان فلمي صحنې او داستانونه خو بالکل همدا ټاپه لري. همداسې هم په تعمیرونو کې د هندو بویه ګنبدي ( ګومبزي) نقشو او هندويي رنګونو روا جېدل یې بله بېلګه ده. خو را ځه چې لږ تر کیوټ او کنټرایفد نه آ خوا واوړو. همداسې هم د داسې ساده حکمونونه چې پلانکي دا «چټي» دا ستان یا نظم لیکلی او پلانکي ددوستۍ ، خپلوﺉ یا کنداریت، ننګراریت یا پکتیا والې په خا طر خپور کړی دی ، پورې غاړې ته تېر شو، او نه د لیکوال په ورکوټو ګرامري یا املایي غلطیو لګیا شو، بلکې د مو ضوع زړه ته ننوزو، چې هغه د هنر هستو نه ده. هسې خو دغره کاڼی او د آسمان ورېځو کې هم بالقوه قسم قسم انځورونه شته، خو داسې نر غواړي چې له کا ڼي یې را وباسي او له آسمانه یې راکوز کړي او دا نر، هنر من دی. په ورېځو کې خو هر سړی اوښان او د بنیادما نو او پرښتو څېرې ویني خو چې ورته وایې چې ما ته یې هم راو ښیه، نو ګو ته ورته لکه کړي ، « وینې، سر یې هغه دی، ږیره یې هغه کوزه چې ښکاري هغه ده ……» په همدې همدې کې د ورېځو انځور ویلې شي او چې ورته ګورې مازې یوه خړه پرده پاتې وي. یره که کوم نقاش هنرمن هلته وای دغه صحنه یې ویلې کیدو ته نه پرېښوده.

د ساده نه به یې پیل کړو او ورو ورو به پاس ځو.

هنر مهارت دی. د ترکاڼ او پښ مهارت ته به ددې بحث د پاره فن ووایو، ماهر ترکاڼ، ماهر پښ، ماهر معمار. دې ته به ، بیا هم په دې بحث کې ګټور هنر او یا د ضروري اړتیاوو مهارت ووایو. دا هم، هنر یې بولې که فن که… مهارت خو دی خو ښکلی هنر یې نه شو بللای او ددې بحث په اړه چې هنر وایو مقصد مو همدا ښکلی هنرونه دي لکه نقاشي، مجسمه جوړونه، شعر، داستان ، ډرامه اونورې داسې پدیدې دي

نوهنر زما عاجز په نظر په دوو بنیادي ستنو ولاړ دی. یو تخلیق یا هستونه ده: د ورېځو او کا ڼو قدرتي انځورونه هنر نه بلکه د طبیعت یو تصادف دی، دا هله هنرکېدای شي چې د بنیادم لاس پرې ولګېږي. ګو یا نیشتون شتون شي. د باري جهاني دا کیسه مې پخوا هم چېرته یاده کړې چې په کندهار کې د یوه سړي د خپل ورور سره بدي وه. کله چې ورور مړ شو نو سړي د هغه اته زامن کتار و درول او یو یو یې په اوبو کې مانډه چې سا به یې ور کړه. یو ماشوم، چې ستړی شوی و، تره ته وویل « کا کا زما نوبت کله راځي؟» نو جهاني له ما و غوښتل چې دا کیسه ولیکم. ما ورته وویل،دا پېښه شوې کیسه ده، پخپله تیاره جوړه ده، که یې ولیکې بې خونده شی به ترې جوړ شي. ګو یا ویل مې چې په دې کې هستونه یا تخلیق نشته. د هستونې یوه سکنۍ خا صه ابتکار دی، ما نا چې بل چا هستولی نه وي . همدلته به یې بله ستنه یاده کړم چې هغه تخیل دی: دا د خیال پلو نه فرق لري. خیال پلو خو د مړې ګېډې پاړسو ده.ماشومتابه کې چې به ما ته خوب نه را ته ، مور به مې ویل چې کټ کې پرېوزه، اووه ژرندې یادې کړه بس وېده یې. یا دپښتو لنډۍ چې: په تصور مې ځان با چا کړ، چې سر مې……. دا غیر فعال خیال دی. تخیل د حا فظې ګوټ ګوټ لټوي او هرې برخې ته یې امر ورکوي چې د ده ټولو تجربو ته سر دننه کړي، مهمې ترې را وباسي ، یوه له بلې سره و جنګوي، چې یوه، نیمه دانه غمی په کې بیامومي، که لیکوا ل وي د ژبې او که نقاش وي د رنګ او شکل دمهارت په نوسي يې د شعور میدان ته را وباسي او په مهارت یې په مرغلین تار کې و پېي، ایله د هنر هار ترې جوړ شي. چې ادب ته یې محدوده کړو، لیکوال ته بر سېره په ابتکار او تخیل،د ژبې په ارکا نو باندې حا کمیت او دهغې سره یارانه هم دومره مهمه ده لکه ،دنقاش او رنګ ،د ربابي او رباب. تقریبي توری کافي نه دی بلکه یواځینی توری. چې بېدو هماغه احساس یا صحنه یا کرکټربیان کړي چې لیکوال د تخیل په قوت هست کړی دی. او نجیب ګله، که داسې څوک لیکوال وینې چې په دې شرایطوبرابر قلم چلوي نو د با با خبره ورته تکرار کړه چې: زه خوشال خټک ضا من یم، که خطا دې شو یو تیر.

او پاتې شوه د خپلې ( ملي) ادبي تیورۍ خبره چې ته یې ضرورت وینې، زما سر پرې خلاص نه شو. منم چې افغان لیکوال دې هم لکه هندي، پاکستاني، ایراني او یا روسي لیکوال په شان د خپل چاپېریال غم ښادۍ را وسپړي، خو دا د عمل خبره ده، د لید ده، او د کومې نوې ادبي تیورۍ را مینځ ته کېدلو ته احتیاج نه لري ، که لري یې؟

منلی:

د ابتکار او تخيل پر مفهومونو که لږه نوره رڼا هم واچوو. د بشريت نيمايي برخه يا تر نيمايي لږه زياته برخه ښځې دي چې هرې يوې يو نه يو وار په خپل ژوند کې موسلي. نو د ښځې موسکا څه نوی شی نه دی او نه يې په يو چا پورې تړلای شو چې پلاني پيدا کړې ده. خو که ليوناردو داوينچي د ټوټې پرمخ، درنګونو له يو ترکيبه داسې څه جوړ کړي چې د ښځې موسکا ته ورته وي بيا ترې”موناليزا“ يا ”د ژوکوند موسکا“ جوړه شي او په ميليونو انسانان يې ليدلو ته تر پاريسه ځان رسوي. همدا راز د کورنيو ترمنځ دښمني ډېر ځله دوه مين دې ته اړباسي چې چې ”د پښتو زنځير شلوي يار ته ورځينه“ نو بيا ولې که زه د خپل کلي د پلاني او پلانۍ د مينې کيسه کوم هغه هسې يوه خاطره ده او که همدغه خبره شکسپير وکړي ”رومېو او جوليېت“ ترې جوړ شي او د نړۍ وال ادب شهکار يې بولو. هغه کوم عنصر دی چې زما د ترلې په موسکا او زما د کلېوالو په مينه کې نه شته خو ” د ژوکوند موسکا“ او ”روميو او جوليېت“ يې تلپاتې کړي دي؟

تا په خپلو خبرو کې هم ورته اشاره وکړه، د دې له پاره چې په طبيعت يا په ټولنيز ژوند کې پټه ښکلا د هنر درجې ته ورسي د انسان لاس ورته په کار دی. خو دا شرط هم کافي نه برېښي: د لرګي په يوه کونده کې هم د کټ پښه شته او هم په کې د د غرڅنيو ښکروره جوړه. که زمو نږ د کلي حسن خېل استاکار د لرګي کونده راواخيسته او د کټ پښه يې ترې جوړه کړه، ښه يا بده، د چا بستره خو به له ځمکې پورته کړي خو هنر به نه وي. که کوم بل تن له هماغې کوندې،يا د هغې له خورلڼې څخه د غرڅنيو جوړه را وايسته بيا هنري مجسمه شوه، او که زه (زما زامن وايي ”پلار دوه کيڼ لاسونه لري“)، ترښځ راوخلم او په هغه کونده کار وکړم داسې يو څه به ترې جوړ شي چې نه به ښکلی وي نه به د چا په ښه راشي.

زما د هستول شوی شیګنکي په اړه قضاوت اسانه دی: مخکې له دې چې لرګی په ترښځ ووهم زه نه پوهېدم چې په پای کې به څه ترې جوړېږي، نو که تصادفاَ دغه شيګنکی د چا سترګې و هم مني، ”کيوټ“ به وي خو ښکلی نه دی او نه به داسې څوک پيدا شي چې ورته هنري هستونه ووايي. کتابونو په دې اړه ښه پوخ دليل راوړی: ”انمالاعمال بالنيات“.

خو حسن خېل استاکار د کټ پښه او هغه بل تن د غرڅنيو جوړه مخکې له دې چې له لرګي يې راوباسي په خپل مغز کې ترسيم کړې وه. دواړو يو څه مهارت هم درلود چې دغه دوه بېل بېل شيان له هماغې يوې کوندې څخه راوباسي. نو اوس چې د کټ پښې ته صنعت وايو او د غرڅنيو جوړې ته هنر، دليل يې څه دی؟ که د حسن خېل کار د دې په خاطر چې مفيد دی هنري و نه ګڼل شي نو که هغه د غرڅنيو والا څلور داسې مجسمې و تراشي چې لوړوالی يې سره برابر وي، د پاسه پرې يوه تخته کېږدي او خپله بستره پرې وغوړوي نو بيا څه؟

کېدای شي د استاکار او مجسمه تراش د کار توپير په دې کې وي چې استاکار د کټ د پښې يو معين ماډل زده کړی او هر وخت هماغه ماډل په ميخانيکي توګه تکراروي په داسې حال کې چې مجسمه ساز هر وار نوې مجسمه جوړوي. که زه، د خپلو دوو کيڼو لاسونو سره د حسن خېل شاګردي وکړم کېدای شي چې په يو څه شواخون د ترښځې او څولي کارول او بلاخره د کټ د پښو جوړول ترې زده کړم، خو د مجسمو په جوړولو کې به ستونزه ډېره وي. استاد به را ته د لرګي کنل او تراشل را زده کړي مګر د مجسمې خيال زما په مغزو کې نه شي ايښودلای.

د حسن خېل کار ته ابتکار ځکه نه وايو چې د هغه په لاس جوړې شوې د کټ پښې د يو لړ تخنيکي عمليو ميخانيکي تکرار دی، که همدغه مهارتونه يوې کمپيوټري دستګاه کې پروګرام کړو نو بيا هم د لرګي له کوندې د کټ پښې را ايستل کېږي، خو دا هنر نه دی.

تا د هنر ارکان ابتکار او تخيل و بلل خو په څنګ کې دې مهارت هم ورسره تبی کړ. عبيدالله محک د ارواښاد استاد رشاد له قوله تخييل (د تحليل پر وزن) هم د هنر د يو رکن په توګه ياد کړی دی. مانا چې هنرمن نه يوازې يو شی په خپل خيال کې ترسيموي، بيا وروسته هغه ايجادوي، بلکې د دې ترڅنګه د خپل هنر د تماشبين په مغزو کې هم همدې ته ورته يو خيال را پنځوي.

ګومان نه کوم چې تخيل او تخييل دې څوک له استاده زده کړای شي، خو د هنر بل رکن چې تا ياد کړ، مهارت، په کار او شواخون لاس ته را وړل کېدای شي. خوشال بابا دغه کار او شواخون د ”مښود“ په کلمه کې راټول کړي. د ملايانو خبره متاخرين دغه ”مښود“ ته د هنرمن رياضت وايي. مانا دا چې هنري استعداد به خدايي ورکړه وي، خو بريالی هنرمن هغه دی چې په خپل زيار او ”د زړه په وينو“ خدای ورکړی استعداد مهار کړي او ويې روزي.

چې خپل بحث د کيسو په هنر پورې محدود کړو، نو که دا فرض هم کړو چې يو تن به د کيسې د هستولو د پاره د ابتکار او تخيل توکي په خپل ځان کې و لري خو د کيسې د بيانولو او د لوستونکي په ذهن کې د هغې د نڅولو د پاره يو لړ تخنيکي وسايل ورته په کار دي، چې په خوارۍ به يې تر ګوتو کوي.

په لومړي سر کې تا د ”د ژبې پر ارکانو حاکميت او د هغې سره يارانه“ ياده کړه. دا يارانه څنګه جوړېږي او څنګه پالل کېږي؟ ډېر خلک په دې اند دي چې هرڅوک په خپله ژبه پوهېږي او حاکميت پرې لري. ښاغلي جهاني د خپل ناول ”قوماندان“ په هکله په يوه مرکه کې ويل چې په هغه ژبه يې ليکلی دی چې دی پرې خبرې کوي. ستا له خولې مې هم دې ته ورته خبره لکه چې اورېدلې وي. ايا دا خبره همداسې ساده ده؟ زه ګومان نه کوم چې داسې په اسانه دې فيصله شي.

زه ستا له دې بلې خبرې سره ډېر موافقت لرم چې په يوه مرکه کې دې ويلي وو ”ژبه داسې واړوه راواړه چې په لاس کې دې د موم په شان پسته شي، بيا چې يې هر لوري ته بيايې در سره ځي“ دا به ستا خپل ټکي نه وي، زه يې له يادو وايم خو مطلب همداسې څه وو. د يو ملا نه چا پوښتنه وکړه چې دا اغزي خدای پاک يو په يو تېره کړي که څنګه، ملا ورته ويل چې خدای ورته ووايي چي ”تېره!“ نو بيا تېره وي. اوس که زه هر څومره ژبې ته وايم چې ”موم! “ هغه نه موم کېږي. په ژبه حاکميت څنګه حاصلېدای شي؟

شپون:

مها رت له دوو لارو خا صلولای شو: له نورو ژوندیګړو یا لیکنو. دریمه لار د زیار ده چې هر ګوره د دین دنیا تاوان دی او ځان ساته ترې طا لبه چې بیا به لاسونه مروړې او د ولس د ژبې سره به یارانه نشې کولای. ویی، غونډل…. به کاروي او کلیوال به درته اریان شي چې دا به لا کوم ځناور ښیي.

له نورو ژوندي ګړو نه یې زده کړه. چې پښتون مو مې ورته غوږ غوږ شه او حتی که یې تلفظ نا سم درته ښکاره شو هم یې با بیزه مه ګڼه، ما غزو ته دې یې ور ګوزار کړه. د «نیایي» مثال مې بل چېر ته هم ور کړی چې یوه همکار وویل،« نیایي مې مړ شو» او د امریکا غږ ټولو پنډتا نو ور پورې پیچموغزې ( چې زموږ کلي کې ملنډو ته وایي) ووهلې . چا کم اکل لا دا ناپړیته هم ور شتۍ کړه چې ،« خیر دی بل نایي به بازار کې پیدا کړې». عجبه لا دا چې تعلیمیافته مومند د تعلیمیافته خوګیاڼي په ژبه پوه نشو چې هلته د «ډم» او «ما ما» توري بېل دي.

د نورو د آثارو له لو ستو یې زده کړه. که پټه خزانه نه منې پرېما نه نور کتا بونه هم په لرې او برې پښتونخوا کې شته.

که یې توان در کې وي پکتیا ، کندهار، ننګرهار، وزیرو مسودو، خټکو ته سفر و کړه ، توري یې را ټول کړه، اوس خو شکر دی پښتو کمپیوټري شوې ده ، هلته یې خو ندي کړه. بیا یې کاروه .

بیا نو خوشال بابا ضمانت کوي ، که خطا دې شو یو تیر

نو منلی صیب، دغه یې لارې دي، ما ته نور چل نه راځي

پای