کور / تازه خبرونه / مرستيال والي: د راستنېدونکو کډوالو لپاره دي د حرفوي زدکړو کورسونه جوړ سي

مرستيال والي: د راستنېدونکو کډوالو لپاره دي د حرفوي زدکړو کورسونه جوړ سي

نن ماپښين په کندهار ولايت مقام کي د اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب په مشري د بيا مېشتېدني ولايتي کمېټې غونډه جوړه سوه چي د مهاجرينو چارو د رئيس محمد عظيم نوابي تر څنګ څو نورو اړوندو رئيسانو، د IOM استازي آصف پتيالي او د څو نورو مرستندويه ادارو مسئولينو ګډون کړی وو.د IOM موسسې استازي آصف پتيالي وويل چي د دې کمېټې له غونډو څخه هدف د کډوالۍ په برخه کي د مرستندويه موسسو د مرستو همږغي کول او معلومات شريکول دي. هغه زياته کړه چي د روان مېلادي کال د اګسټ تر پايه ۳۶۲۹ کورنۍ هيواد ته بېرته راستنې سوي چي له ۲۷۳۶ کورنيو سره د دوی له خوا د خوراکي او غيرخوراکي توکو او نقدي مرستي سوي دي.

له کډوالو او راستنېدونکو کورنيو سره د يو شمېر نورو مرستندويه ادارو استازو د خپلو مرستو په اړه معلومات وړاندي کړل او د موسساتو همږغي يې لازمه وبلله.

د مهاجرينو چارو رئيس محمد عظيم نوابي له ټولو مرستندويه موسسو څخه مننه وکړه چي له مهاجرو سره يې مرستي کړي او اوس هم د مرستو لړۍ دوام لري. هغه زياته کړه چي د همږغۍ لپاره به کوښښونه وکړي.

د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب له ټولو مرستندويه موسسو څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده چي موسسات خپلمنځي همږغي نوره هم غښتلې کړي. هغه زياته کړه چي د مهاجرو د ښارګوټي لپاره دي لوازم مهيا سي او د راستنېدونکو کډوالو لپاره دي د حرفوي زدکړو کورسونه جوړ سي، د مهاجرو امتيازات دي لوړ سي او د وزګارۍ غم دي يې وخوړل سي.

ښاغلي منيب داراز ټينګار وکړ چي د مهاجرو لپاره دي يو واحد ډاټابېس جوړ سي څو ټولي مرستندويه ادارې يو ډول ارقام ولري. هغه د غونډي ګډونوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د مياشتنيو غونډو د جوړېدو سپارښتنه يې وکړه.