کور / خبرتیا او پيغامونه / بيړنۍ خبرتيا

بيړنۍ خبرتيا

د هيواد دوتلي ليکوال،ژب پوه او کره کتونکي استاد محمداصف (صميم)پلار نن دوشنبه دچنګاښ په څلرويشتمه له غرمې وروسته دهجرت په ټاټوبي پيښور کې دورپيښې ناروغۍ له امله د(٨٧) کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.


                                                 اناالله وانااليه راجعون


ټاکل شوې چې دارواښاد جنازه به دپيښور نه دننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ ته راوليږدول شي چې دجنازې دمراسمو په اړه به يې وروسته خبر خپور شي.


ارواښاد مدير صيب الحاج صميم الله خان چې دکابل عالي درالمعلمين يې ويلى و دهيواد دښوونې او روزنې ديو بنسټپال په توګه يې دهيواد په بيلابيلو برخو کې دپوهنې دزده کوونکو دروزلو په لار کې خولې تويې کړيدي.


 اروا يې ښاده اوپرګور يې نور

تبصره نسته

  1. پر اراواښاد حاجي صميم الله خان دي خدای پاک وحميږي ، ارواښاد افغاني ټولني ته د آصف صميم غوندي خواخوږئ ، استاد ، لارښود ، د پوهي او قلم څښتن وړاندي کړئ چي ټول افغانستان فخر ورباندي کوي ، خدای بخښلي صميم الله خان ته دي خدای د ټولو هغو زحمتونو او هڅو ثوابونه ورکړي کوم چي يې ټولني ته دداسي نېک اولاد په روزنه کي ګاللي دي .
    د لروبر ويبپاڼي اداره او ټول همکاران د قدرمن استاد ښاغلي صميم صاحب سره د دوی د ارواښاد پلار د مړيني له امله په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي او له لوی خدای ج جل جلاله څخه ورته د مغفرت دعا کوي ، دوستانو ، خواخوږو او د کورنۍ ټولو غړو ته يې د جميل صبر لاسونه پورته کوي .

    په ادب او درناوي
    عبدالله احسان
    د لراوبر ويبپاڼي چلوونکی

  2.  جدايي داشنايانو هر دم
    کاندي
    په رحمان باندي دتورو ګوزارونه

    په ډیری خواشينی سره می
    خبرترلاسه کړ چی دهيواددښوونی او روزنی پخوانی خدمتګارښوونکی او دهيواد معارف
    سرلاری او
    وطن پالونکی او دپښتو ژبی دنوماندژبپوه او ليکوال استاد محمد اصف صميم
    پلارمدير صاحب الحاج صميم الله خان په جلا وطنی
    کی ددی فانی نړی نه سترګی پټی
    کړی دی.
    انالله وانا اليه راجعون

    ارواښاد مدير صاحب صميم الله خان خپل
    ټول ژونداو انددهيواد دبچانو په روزنه او پالنه کی تير کړی ودهيواد  دښوونی او
    روزنی په
    تاريخ کی دهغه نوم تلپاتی او دډيری ستاينی وړدی هغه که نن له موږ نه په
    جسمانی توګه بيل شو خو دهيواد راتلونکی نسل به هر وخت دهغه نوم په ډير درنښت يادوی
    .تر کومه څايه چی ارواښاد الحاج مديرصاحب پيژانده او له نژدی می ليدلی وو نو هغه
    لکه اسم با مسمی ډير زيات صميمی دمينی او خلوص نه ډک انسان وو.زه دهغه مړينه دټول
    هيواد دمعارف له پاره ډيره لويه ظايعه او نه جبرانيدونکی بولم او دخپل استاد او
    مشرقدرمن اصف صميم صاحب سره په دغه ستر غم کی خپل څان شريک بولم باور وکړی چی له
    تاسی سره يو څای می له سترګو اوښکی روانی دی.  او له هيواد نه ډیر لری په
    يوازيتوب اوپردی توب کی دا
     رواښاد استاد الحاج صميم الله خان ارواته
    دعقيدت ګلونه وړاندی کوم هغه ته دفردوس جنت اوخپل قدرمن استاد اصف صميم ته او
    دکورنی غړو ته يی دالله ج له پاک درباره دجميل صبر غوښتنه کوم.اروايی ښاده او په
    ګور يی درحمت بارانونه.
                 
       افضل ټکور
                 
       لندن
                   
    دجولای څوارلسمه

  3. د تسلیت پیغام
    په خواشیني سره مې خبر تر لاس کړ چي د محترم استادصمیم صاحب ګران پلار له فاني نړۍ څخه وکوچېد زه محمدامین بسمل د عزتمن استاد غم ډېرزیات غمجن کړم اللّه تعالی دې دهغه پلارته مغفرت وکړي، فردوس جنت یې په برخه او کورنۍ ته یې جمیل صبرورکړې همدا رازپه لویه پکتیا کې زموږ فرهنګي ټولنه او د جرمني په بایرن ایالت کې دمېشتوافغانانو کولتوري ټولنه هم په دې غم کې ځانونه شریک ګڼي اوصمیم صاحب ته خپل تسلیت وړاندې کوي .
    اناالله وانااليه راجعون

  4. خبرسوم چي د هيواد د وتلي استاد او نوميالي شخصيت محتر م اصف صميم پلار په حق رسيدلى دى انا الله و انا اليه راجعون
    خداى دي ورته په خپل رحمت کي غرق و ګرځوي د داسي يو شخصيت به څه ارمان پاته وي چي صميم صاحب غوندي ثمره يې تر شاه پرې ايښې ده
    زه د ټولو هلمند والو په نمانيده ګي سره وايم چي د استاد سره په دې غم کي ځان شريک بولو او دا غم يوازي د ادستاد نه دى د هغه د کورنۍ هم نه دى د ننګرهار هم نه دى دا د ټول افغان او پښتون ولس غم دى
    موږ ارواښاد ته د جنت غوښتنه کوو او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکي يو
    په درنښت
    احمدشاه پاڅون هلمند

  5. رښتیا هم د ډېرې خواشینۍ خبر دی. صمیم صیب او ټولې کورنۍ ته یې له الله رب العزت څخه صبر جمیل غواړم.

  6. ارواښاد صميم الله يوه حاضر ځوابه فرهنگي شخصيت و او هغه وخت ، چې غني خېل د شينوارو د لويې ولسوالۍ مرکز و خداى بخښلى صميم الله خان په کښې دپوهنې مامور او مشر و ، خو ، چې کله کونړ بېل ولايت شو او ارواښاد عبدالغفور وياند يې د والي په توگه دندې ترسره کولې ، ارواښاد صميم الله د پوهنې مدير وټاکل شو او تر يو وخته پورې يې دغه دنده سرته ورسوله. ده ښاغلى محمدآصف صميم د جاري صدقې په توگه ټولنې ته وړاندې کړى دى ، چې په خپلو نېکو اعمالو سره به خپل پلار ارواښاد ته دمغفرت غوښتونکيو شمېر نور هم زيات کاندي ، چې دا دصالح اولاد د نېکو اعمالو يوه په زړه پورې دنده ده .

    اوراښاد صميم الله د لوى ننگرهار هغه بچى و ، چې ژوند يې د قدر وړ او مړينه يې يوه ستره فرهنگي او ښوونيزه خلا بولو . دا هغه مېوه لرونکې ونه وه ، چې دډېرې خوږې او په زړه پورې مېوې په توگه يې منلى استاذ ښاغلى محمدآصف صميم د لا زيات خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې کړى دى .

    مونږ بيا هم ارواښاد صميم الله خان ته د مغفرت غوښتنه کوو او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړو.
    دساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکى
    عبدالروف قتيل خوږياڼى/scprd.com

  7. انا لله وانا اليه راجعون
    استاد ټولني روزونكى او تربيه كوونكى دى دا چى نن مونږ كوم مقام ته رسيدلي يو دهمدغو ګرانو استادانو دزيارونو او تكليفونو چي مونږ سره يي ايستلي دي نتيجه ده . نن مونږ يو ځل بيا يوه لويه سرمايه دلاسه وركړه ټول ورته لاس په دعا يو چي الله دي ورته مغفرت وكړي او الله دي ورته په جنت الفردوس كي عالي مقام وركړي . او دګران استاد محمد آصف ( صميم ) سره دده دخداى بښلي قبله ګاه په غم كي ځان شريك بولو.