کور / اسلامي / اسلامي ورورولي

اسلامي ورورولي

پدې کې څه شک نشته چې الله پاک د انسان د دنيا او اخرت د ژوند د ښه کېدو لپاره د اسلام دين د يوه نعمت په ډول غوره کړی ده. دا چې انسان الله پاک پيدا کړی نو همغه الله پاک تر هرچا (او ان پخپله له انسان) څخه هم ښه پوهېږي چې د انسان خير په څه کې ده.
د يادونې وړ ده چې هرکله چې د الله پاک يو امر له پښو لاندې کېږي نو په ټولنه کې بې شمېره ستونزې را ټوکيږي.
 د بېلګې په ډول د اسلام يو امر اسلامي ورورولي ده. پدې مانا چې د اسلام سپېڅلی دين له ټولو ژبنيو، سيمه ايزو، توکميزو او سياسي پولو څخه اوړي او ايمان د ورورولی بنسټ ټاکي.
او فرمایی چې (بېشکه مومن د مومن ورور ده) .


څرګنده ده چې ورور هېڅکله د ورور په بده نه خوشحالېږي.
ورور هېڅکله د بل ورور سپکاوی نه کوي او ان تردې چې هغه د سپکاوي نه ساتي.
ورور هېڅکله ورور ته تاوان نه رسوې او تل ګټه ور رسوي.


کله چې ېې د دوه ورونو ترمنځ شخړه راشي نو تر منځ ېې سوله کوي.
په لنډو ټکو کې د ورور د سر، مال او ابرو ټولو ساتنه کوي.


کله چې اسلامي ورورولي له پامه وغورځول شي نو په ټولنه کې تربګني، دښمني، ژبنی توپير، توکميز توپير، سيمه ايز توپير، سياسي توپير ……………. او داسې نور واکمن کېږي.


ټولنه د ظلم او بې عدالتۍ ښکار کېږي، يو انسان د بل وينه تويوي، چور او تالان واکمن کېږي، رشوت عام کېږي، د ټولنېزې، اقتصادي او سياسي ودې مخه ډپ کېږي، امن او سوله په ټولنه کې له منځه ځي، د مينې او محبت ځاي کينه او کرکه نيسي.


کله کله ان دا هم کېږي چې يو مسلمان د يوه بېګانه غېږي ته ځان اچوي او خپل بل مسلمان ورور پرې ټکوي. په لنډو ټکو کې بې شمېره ټولنيزې، فردي، سياسي، اقتصادي او نورې ستونزې په ټولنه کې راټوکېږي. چې ښه بېلګه ېې مونږ پخپله ټولنه کې ليدلی شو.


څرنګه چې د اسلام سپېڅلې کلمه له الله پاک سره پخپله خوښه د هغه د ټولو امرونو د منلو او پلي کولو ژمنه ده  لدې کبله سړی په زغرده وييلی شي چې څوک اسلامي ورورولي له پښو لاندې کوي په حقيقت کې ېې د لوی څښتن (ج) سره خپله دا ژمنه هيره کړې او د هغه يو لوی امر له پښو لاندې کوي .

تبصره نسته

  1. سلامونه:
    مننه ستاسو له دغه تولو گتورو معلوماتو چخه صرف یو سوال راسره شته چی دیره هچه می وکره یو جواب چه په قرآنی آیتونو او نبوی احدایثو مستند وی ورته پیداکرم پکی پاتی راغلم وخت راته کم دی موضوع د بحث راته ( دیو مسلمان شخص چه په دنیا کشی دیو بل بی گناه مسلمان بنده وینه تویه کری سزابه په آخرت کشی چه وی او آیا که هغه اهل ددوزخ وی هغه به تر ابده په دوزخ کشی پاتیژی که به هغه بیا وروسته د عذاب له تیریدو چخه جنت ته جی ؟) زما داسوال ته که هر چوک هر چومره ضر کولای شی جواب راولیژی نو دیره مهربانی به مو وی .او تر دیره حده که یو چه مسند وی او یا نور کوم ریفرینس تاسو لره په دغه موضوع کشی معلوم راته ئی ولیژی . له مخکی به درنه مننه وکرم
    وسلام رفعت

  2. ياره داسلامي ورورولي خوبه نوردرته څه نه وايم خودومره به ووايم چي په اوسني زمانه کي داسيي څوګ نشته چي هعه دي په دي نيت يوچاته وګوري چي هعه زماوروردي صرف داوي چي څنګه مي دي ورورته کنده کندلي شم اوبس نورپه په اينده کي سره اړيکه نيسو اوس همدومره

  3. اسلامي ورورولي

    پدې کې څه شک نشته چې الله پاک د انسان د دنيا او اخرت د ژوند د ښه کېدو لپاره د اسلام دين د يوه نعمت په ډول غوره کړی ده. دا چې انسان الله پاک پيدا کړی نو همغه الله پاک تر هرچا (او ان پخپله له انسان) څخه هم ښه پوهېږي چې د انسان خير په څه کې ده.
    د يادونې وړ ده چې هرکله چې د الله پاک يو امر له پښو لاندې کېږي نو په ټولنه کې بې شمېره ستونزې را ټوکيږي.
    د بېلګې په ډول د اسلام يو امر اسلامي ورورولي ده. پدې مانا چې د اسلام سپېڅلی دين له ټولو ژبنيو، سيمه ايزو، توکميزو او سياسي پولو څخه اوړي او ايمان د ورورولی بنسټ ټاکي.
    او فرمایی چې (بېشکه مومن د مومن ورور ده) .

    څرګنده ده چې ورور هېڅکله د ورور په بده نه خوشحالېږي.
    ورور هېڅکله د بل ورور سپکاوی نه کوي او ان تردې چې هغه د سپکاوي نه ساتي.
    ورور هېڅکله ورور ته تاوان نه رسوې او تل ګټه ور رسوي.

    کله چې ېې د دوه ورونو ترمنځ شخړه راشي نو تر منځ ېې سوله کوي.
    په لنډو ټکو کې د ورور د سر، مال او ابرو ټولو ساتنه کوي.

    کله چې اسلامي ورورولي له پامه وغورځول شي نو په ټولنه کې تربګني، دښمني، ژبنی توپير، توکميز توپير، سيمه ايز توپير، سياسي توپير ……………. او داسې نور واکمن کېږي.

    ټولنه د ظلم او بې عدالتۍ ښکار کېږي، يو انسان د بل وينه تويوي، چور او تالان واکمن کېږي، رشوت عام کېږي، د ټولنېزې، اقتصادي او سياسي ودې مخه ډپ کېږي، امن او سوله په ټولنه کې له منځه ځي، د مينې او محبت ځاي کينه او کرکه نيسي.

    کله کله ان دا هم کېږي چې يو مسلمان د يوه بېګانه غېږي ته ځان اچوي او خپل بل مسلمان ورور پرې ټکوي. په لنډو ټکو کې بې شمېره ټولنيزې، فردي، سياسي، اقتصادي او نورې ستونزې په ټولنه کې راټوکېږي. چې ښه بېلګه ېې مونږ پخپله ټولنه کې ليدلی شو.

    څرنګه چې د اسلام سپېڅلې کلمه له الله پاک سره پخپله خوښه د هغه د ټولو امرونو د منلو او پلي کولو ژمنه ده لدې کبله سړی په زغرده وييلی شي چې څوک اسلامي ورورولي له پښو لاندې کوي په حقيقت کې ېې د لوی څښتن (ج) سره خپله دا ژمنه هيره کړې او د هغه يو لوی امر له پښو لاندې کوي