کور / سياسي / لالا مي کشميری دئ (دفائق خان يوسفزي ليکنه)

لالا مي کشميری دئ (دفائق خان يوسفزي ليکنه)

هرسهار د سترګو د پرانيستلو سره سم چې کوم خبر ته ګوری يا اوری نو فقط يوه خبره ده . د انجونو ښوونځي وسوزول شو، دوه ويشت  کسان حلال کړل شو، ځانمرګی بريد وشو. دا ټول کارونه په هغه سيمو کې کېږي چېرته چې زما بدقسمته پښتانه وروڼه اوسېږي. که کراچئ ته د لکهنو نه راغلې مهاجر دی ، پنجابی دی که دوطنپالو په جامه کې پټ د پنجاب معاش خواره دي او که د هغه دلال تش په نامه پښتانه ملايان يا ريټاېر شوي پوځيان دي ټول يوه خلهء دي. چې پښتانه ترهګر دي. په پښتنو د لېوني اواز شوې دی او چې د چا هم وس رسي پښتانه وژني. او بيا پری وياړي هم چې ترهګر مو ووژلو.


نا اشنا نا اشنا اميران ورله هم جوړه وي . لکه د سوات فضل الله به په اته سوه روپی مياشت معاش باندی د سوات په سيند ځانګو چلوله خو نن سبا اميرالمومينين دی. منګل باغ د ټرک کلېنډر و خو نن سبا هغه هم لوړ امارت لري. د دوي به پرتله په وطن ميينان لکه د سپينکو وزيرو شاه عالم کاکا او فاروق وزير فقط به دی خبره شهيدان کړل شول چې هغوي او ده هغوي کورنۍ بهرني ترهګر په خپله سيمه کې نه پرېښودل . محمودخان اڅکزی څو واري د پاکستان په پارليمان کې او په اولسي غونډو کې دا خبره وکړه چې د نړئ ټول ترهګر ائ اېس ائ مينځنئ پښتونخوا ته راوستي دي خو نه پاکستاني واکدارانو او نه د ختيځ مشرانو د دغه خبری  د ريشتينولي او بدو اغېزو په هکله ځان خبرا وو.


اوس دا سی برېښي پنجاب په دی خبره پوهه شوی دی چې د کراچئ مهاجر د چين په مرسته د کراچئ ، سميانئ او ګوادر بندرونه خوندي کول غواړي او مهاجر مشرف د هغوي کار تر څه حده اسان کړې هم دې ځکه چې د پاکستان د ملټري استخباراتو ټول واګي د مهاجرو په لاسو کې دي. د کراچئ نه د پښتنو د ايستلو پلان دا اوونۍ په لندن کې تيار سو. پلان دا دی چې پښتانه به د ترهګرئ په تور د ملټري استخباراتو په زور د کراچئ نه ووېستل شي. د کراچئ مهاجر ناظم  مصطفاکمال په امريکه کې په ډاګه ووييل چې هر پښتون ترهګر دی او دا چې دوي په کراچئ او حېدراباد ترهګر نه پرېږدي. حالانکه تېر کال په ۱۲ سمه د مئ د کراچئ مهاجرو ګوند مهاجر قومي مومنټ د ورځی رڼا د ټيليوژني کېمرو په وړاندې په لسګونو بېګنا پښتانه په ګولېو وويشتل او بيا يې په اپرېل ۲۰۰۸ م کال کې يو شمېر وکيلان په اوور وسېزل او سکارهء یېې کړل. . او تېره اوونۍ مهاجرو پخپله په کراچئ کې اوو چاودنې وکړې چې پښتانه بدنام کړي او د کراچئ نه د شړلو لاره وربرابره کړي.


د نړئ دا پرېکړه ده چې خلک به د خکار مارغان هم په شمېر وولي . د اوبو مهيان به هم په شمېر نيسي. خو د پښتنو د وينو حساب نشته . او د بده مرغه هم مړه شو او هم پړه شو. او په ژړا او فرياد راته ځان بد ښکاري. ټي وي ، ورځپاڼه او راديو هم نه لرونو د ساييل په وينا:


ما د زرخريد غلام او يا لکه د غل د مور
تل دي د کندو په شا ژړلي په خپل کور کې


يا پښتنو يا لېونو دا په تاسو څه وشول
جوړ مو کړه د چا د پاره څلي په خپل کور کې



شلمه پېړئ چې دقامونو د يووالي او ازادئ پېړئ ده د لر او بر افغانانو د پاره د وير او بربادئ پېړئ ده. که يوې خوا ته ګران او تاريخي افغانستان د بهرنو او دننو ليوانو د لاسه ايره ايره شو نو بلې خوا ته محکوم افغان وطن هم د چترال له څوکو نه د بولان تر مېدانونو پورې په يوه تنور بدل شوې دې ، څوک پکې سوزي څوک ترې کډې باره وينه . د پښتنو د ژوند ټوله ترخه برخه راښکاره شوی ده او ويرونو د اتڼو او جنازو د مېلو ځائ نيولی دی.


د لر او بر افغان د يوالي ستايونکی د ترهګرو لاس نه نيسي چې په ګران وطن کې ماشومان وژني او په سوات ، باجوړ ، مهمندو او وزيرستان کې ښوونځي سېزي خو که کرزۍ د وطن د ساتنی خبره کوي نو د پنجاب ټول پرکټي يې ډېره په بې شرمی غندنه کوي.


په اروپا کې مېشت پښتانه هم دوه هندوان درې ډلې شوې دي. وطن برباد شوخو افغانان له هغه شانتی څوک خلکيان دٍي ، څوک پرچميان ، نو څوک ملتيان دي . په لنډو ټکو هر څه هر څه دي خو په وطن ميينان نه دي. په انګلستان کې د پنجابيانو د نيمې پېړئ مريانو کشميريانو د کرزۍ غندنه وکړه خو افغانان ونه خوځېدل . چې خبرو ته شي هر افغان زمرۍ دی او د دوي په وېنا ډير بې خونده خوار کرزۍ دی. . خو چې د عمل خبره شي نو بيا ډېر ښه کشميرۍ دی. . هره اوونۍ په لندن کې چا کتاب ليکلې وي او د مخ کتنی دستورې کېږي خو هيڅوک د هېواد په مرسته ، د افغانانو د وژنی او دښوونځيو د سېزلو پر ضد هيڅ پښتون افغان نه خوځي.

تبصره نسته

  1. Yosoufzai sib pa qalam di barakat sa. Zama la zla na di da khabara wakhista. wa salaam.

    '' په اروپا کې مېشت پښتانه هم دوه هندوان درې ډلې شوې دي. وطن برباد شوخو افغانان له هغه شانتی څوک خلکيان دٍي ، څوک پرچميان ، نو څوک ملتيان دي . په لنډو ټکو هر څه هر څه دي خو په وطن ميينان نه دي. په انګلستان کې د پنجابيانو د نيمې پېړئ مريانو کشميريانو د کرزۍ غندنه وکړه خو افغانان ونه خوځېدل . چې خبرو ته شي هر افغان زمرۍ دی او د دوي په وېنا ډير بې خونده خوار کرزۍ دی. . خو چې د عمل خبره شي نو بيا ډېر ښه کشميرۍ دی. . هره اوونۍ په لندن کې چا کتاب ليکلې وي او د مخ کتنی دستورې کېږي خو هيڅوک د هېواد په مرسته ، د افغانانو د وژنی او دښوونځيو د سېزلو پر ضد هيڅ پښتون افغان نه خوځي.
    ''

  2. فايق جانه ډېر ښه
    ډېره ښه ليکنه دې کړې ده. په قلم دې برکت شه.
    ټول واقعيتونه او ريښتيا دي.