" /> " /> " /> " /> د [مفتون ولسي کتابتون] تاسيس غونډه وسوه   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د [مفتون ولسي کتابتون] تاسيس غونډه وسوه  Fotos

د [مفتون ولسي کتابتون] تاسيس غونډه وسوه  Fotos

په هلمند ولايت کي په لومړي ځل د يو اولسي کتابتون د بنسټ غوڼډه وسوه چي د هلمند ولايت ګڼو فرهنګيانو د مطبوعاتو مسولينو حکومتي چارواکو ګډون کړى وو .


د روان کال د چنګاښ د مياشتي په ٢١مه نيټه په هلمند کى د لمړي ځل لپاره غير دولتي اولسي کتابتون د بنسټ ايښودلو غونډه جوړه سوه. نوموړى کتابتون چى (مفتون اولسي کتابتون) نومول سوى دى د ډاکتر محمدنعيم مفتون او نورو خواخوږو ملګرو له خوا تاسيس کيږي. نوموړى کتابتون به د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کى د عامو اولسي خلګو پر مخ پرانستل سي او ډير اولسي خلګ به خپل د مطالعې او زده کړي تنده د نوموړي کتابتون د لاري ماتوي.
غوڼده د جمعې په ورځ د مازديګر پر ٦ بجو پيل سوه په غوڼدي کي د هلمند ولايت ګڼو فرهنګيانو ، ژورنالستانو ، د رسنيو مسولينو او حکومتي چارواکو ګډون کړى وو .




د (( مفتون اولسي کتابتون )) مسول عبدالباري انصاري په خپلوڅرګندونو کي د کتاب پر ارزښت او د اوسنۍ ټولني وروسته وروسته والي باندي وږغيدى نوموړى د کتابتون د نوم په اړه وويل (( دا کتابتون د يو ځوان محمد نعيم مفتون له خوا تاسيس کيږي نور راځى چي هغه په ژوندوني وستايو او تقدير يې کړو ))
د اطلاعات او کلتور ريس جانګل خان ټټر و ډبوى چي دى به د کتابتون لپاره مناسب ځاى ورکوي همدغه رنګه د هلمند د والي د مطبوعاتي چارو سلاکار محمد داود احمدي هم زيات خوشحاله وو او د هر ډول مرستي ژمنه يې وکړه .
عتيق الله منيب
د کتابتون بنسټ ايښودونکي ډاکټر محمد نعيم مفتون وويل چي د ګير چاپيره ولايتونو ځيني خواږوږو ملګرو کتابونه را ليږلي دي نوموړي زياته کړه هيله مند يم چي ډير ژر به د کتابتون د کتابونو شمير زرګونو ته ورسيږي هغه دا هم وويل چي ډير ژر کتابتون پرانيزي
د غونډي په دوران کي ډيرى ليکوالانو شاعرانو د فرهنګي ټولنو مسولينو د ا يو نيک ګام و باله د د کتاب تون د بډايه کولو لپاره يې ځيګرونه و ډبول


دا په داسي حا ل کي ده چي تر اوسه په هلمند ولايت کي يو عامه کتابتون چي په اطلاعات او کلتور رياست پوري تړلي دى شتون لري .



څرنګه چى مفتون اولسي کتابتون يو ځوان او نوي تاسيس سوي کتابتون دى نو د ټولو خواخوږو هيواد والو څخه هيله کيږي چى د نوموړي کتابتون په بډايتوب او شتمن والي کى خپل وس و نه درېغوي .



که غواړئ چى پر نوموړي اولسي کتابتون باندي خپل وسيله ولوروئ نو د لاندنيو شمېرو او بريښنا ليک ادرسونو څخه کار اخيستى سئ:


  maftoonbarak@yahoo.com
   Mobile #: 0093-799 16 26 24, 0093- 707 21 31 09
د کتابتون د مسول شمېره : 0707- 72 12 09

تبصره نسته

  1. ګرانو فرهنګپالو او فرهنګيالو هلمندوالو!
    د زړه له تله څخه ډېر-ډېر-ډېر او بېخي ډېر خوشحاله سوم، چي په هملند ولايت كي چي د پښتنو د زړګي حيثيت لري، د يو كتابتون لپاره ګام اوچتېږي. دا كار په مجموع كي د پښتو ژبي او په ځانګړې توګه د هلمند لپاره يوه ډېره غټه لاسته راوړنه ده او په واقعيت سره چا ته دا ذهنيت ور كول كېږي، چي دلته لا د فرهنګپالني او ژبپالني اور مړ نه دئ او دا پړوندي پرتې دي چي د دښمن پښې ور توري ايرې كوي. زما د تور پېكي د يار ګران مفتون او نورو ښاغلو انډيوالانو دي كور ودان وي چي په دغسي كارونو كي خپل نوښت ځلوي
    مبارك دي

    احقرالعباد عبدالقديم پتيال