" /> " /> " /> " /> لوي څارنوال : ما استعفا نه ده کړې حامدکرزي په زوره وشړلم   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / لوي څارنوال : ما استعفا نه ده کړې حامدکرزي په زوره وشړلم  Fotos

لوي څارنوال : ما استعفا نه ده کړې حامدکرزي په زوره وشړلم  Fotos

لوي څارنوال وايې  ما استعفي نه ده کړي ولي حامدکرزي زه په زوره  ځکه منفک کړم چې هغه پوهيږي چې په انتخاباتو کې يې رانه ګټي نو له همدې امله يې زه  ګوښه کړم .
لوي څارنوال وويل چې کرزي زما دکانديدلو له خبره داسې ترتاثير لاندې راغلى چې  شپږ ساعته يې هم زما کانديدل ونه شواي زغملاي .


لوي څارنوال عبدالجبار ثابت چې دتيره ورځ يې يوپه يو اعلان وکړ چې غواړي راتلوونکي ولسمشرۍ ټاکنو کې ځان کانديد کړي اوله همدې لاري خلکوته خدمت وکړي .


لوي څارنوال په خپل نني کانفرانس کې وويل : (( زه نن ولسمشر دګل خانې ماڼۍ ته وروغوښتلم اوراته ويل يې چې تاولي استعفى کړي او ولي  دسياسي فعاليت پيل کړي دي . ))


لوي څارنورال وويل چې هرڅومره ډير چې ما  ورته وويل چې ما استعفى نه ده کړي اوزه به ستا اودستادحکومت دپاليسي سره سم خپلې چارې ترسره کوم ولي ده په ز وره په تکراري ډول راته ويل چې تا استعفي کړي اوماته منظوره ده .


لوي څارنوال وويل : (( زه غواړم ملت خبر کړم چې ما استعفى نه ده کړي ولي ولسمشر زه په زوره وشړلم اوراته يې وويل چې تا استعفي کړي زه به هيڅ کله استعفاو نه کړم .


لوي څارنوال وويل چې  ولسمشر دده سره هيڅ همکاري نه ده اودتيرو دوکلونوپه موده کې چې لوي څارنوال وو ددې پرځاي چې قانون ماتوونکي پرسر دقانون په تطبيق کې همکاري وکړ ي ده به هغه کسان ترې خلاصول .


نوموړي په مشخصه توګه دهرات په ښاروال  اودننګرهار والي يادکړل ده ويل چې دهرات ښاروال  خيانت کړي وو اوهغه مې توقيف کاوه ده راته ويل چې مه يې توقيف کوه .


دغه راز هغه مهال چې ننګرهار ته ددخيانت کولوپه خاطر دتحقيق لپاره لاړم هلته دننګرهار والي پري نه ښودلم او ماولسمشر ته وويل  ولي هغه هيڅ غمه ونه خوړه .


هغه وويل چې کيداي شي نورې توطيې هم راته جوړي شي خوده ويل چې په هرقيمت چې وي زه به حآن کانديد کوم اوزه به په انتخاباتو کې دخپل حق دترلاسه کولو لپاره دريږم .


نوموړي داهم وويل چې دشير پور دکورنو پرموضوع کې هم ولسمشر زماڅخه ملاتړ ونه کړ او په همدې خاطر دشيرپوردځمکې غاصبان او س هم ګرزي اوپيسي يې لاتراوسه نه دي ورکړي .


لوي څارنوال داهم وويل چې ماته نن دامريکي سفير زنګ وهلى وو اوراته ويل يې چې ولي داستعفاکړي ماورته ويل نه مې دکړي ولي زه کرزي په زوره لري کړم .


تبصره نسته

  1. په اوسنی حالت کی خو دعبدالجباد صأ بت نه مناسب کس په ټول هیواد کی نشته، ګر چه دی هم خارجیانو داغیزی لاندی دی مګر په دغه ټولو تیرو کلونو کی ي دملت دغلو اوټولو جناینتکارانو مردار مخونه دهیواد دخلکو په مخ بربنډ کړي.داپداسی حال کی چه کرزي به همیشه دده مخالفت کاوه چه ښه بیلګی ددوستم توقیفول وه، اما متاسفانه چه کرزي دده سره همیشه جفا کوله، هیله ده دغسی نور ښه خلک دولسمشری ډګرته راودانګي تر څو ملت پکی یو هیواد پرست شخص وټاکلی شي
    وسلام

  2. Mr. Karzai surrounded himself and with help Mr. Khalilzad by criminals, killer and corrupted people, Mr. Sabit played his tricky game very well and Mr. Karzai is unfortunately lazy by look through, at least he realized it now almost after 7 years, what is going on around him. The Alliance of criminal is well known, the cheater and traitor Afghan Mellat could demonstrat its treacherous actions very well during the 7 years and all of those are trying to misuse the slogan of democracy to make a civil coup, Mr. Sabit wanted to reflect during the few years as honest server of nation, but in reality he played a game and followed the advising of his Boss Mr. Gulbuddeen Hikmatyar and he wants to nominate himself for presidency election and by winnig? he will act to realize their real plan to bring Mr. Hikmatyar to Kabul as real Mujahid and hero of Islamic world, such mechanism used Hitler too at that time. I can say, Mr. Karzai acted at least by this point as president, he reflected through his such action, that he understood, what kind of games they are playing, the patriots are following each step of those criminals. The Nation is suffering more than 30 years, those blood curdlings have still not enough, they are starting fight against each other, killing innocent people and some time they are uniting together and plunderung the nation like now, each one is USD milliardare, each one has his own soldiers, they are so clever, that they are keeping the people with intrigues of languages and ethnic. Who is given them money? Of course cheater warior Mr. Bush and his administration, thank you Mr. Bush for your support, that you establish such democracy in Kabul and brought so high level prosperity to those criminals, please find an area in USA for them and start with them cricket game, Mr. Fahim is marshal in running

  3. لوي څارنوال صاحب !
    که غواړی چي عزتمند او ابرومندانه ژوند ولری او راتلونکی نسل او تاریخ دی په بد نوم یادنکړي ، نو همدغه دی وخت ده په صداقت سره توبه وباسه له دی کاندیدیو څخه تیرشه ، که کامیاب هم شی او د افغانستان ولسمشر هم شي بیا به دی هم نوم د شاه شجاع، کارمل او کوډاګی کرزي سره په یوه لیکه لیکل کیږی . اوبل دا چي ستا عمر هم تقریبآ ۷۰ کالو ته رسیږی دومره انرژی هم نلری ، ته باید د خدای شکر ادا کړي چي له يوي داسي شډلی ، بی کفایته ، مزدوري او کوډاګی اداري څخه چي ساري یی په تاریخ او جهان کي نده لیدل شوی په ښه نوم برطرفه کیږی، بي له شکه دا پرځان باندي د خداي یو لوي رحمت وګنه .
    لوي څارنوال صاحب ! په تیرو څو کالو کي د ښه تجربه حاصله کړه ، څه فکر کوي که چیري ته ولسمشرشي ، ایا فساد ، بی امني اود افغان ملت روانه مبارزه به بنده شي، هیڅکله نه . ښه پوهیږی چي د خارجي قوتونو په مقابل کي به د افغانانو مبارزه تر هغه وخته پوری جاري وي ترڅو چي شرمیدلي بیرته خپلو هیوادونو ته نوی تللي ،
    راځه ! وطن ته د زخمت په نوم د یرغلګرو غلامي پريږه او د ژوند يو څو وخته ارام په یو ارام ځاي کي د خداي په عبادت تیرکړه ، خداي تعالی ډیر لوي ذات دي کیداشي د ژوند په اخر کي د توبه قبوله کړي .

  4. ياره څارنوال صاحب، تاسي ته هم مازي تشي خبري در پاته دي، په قرآن كه دي له اولي ورځي لا خوند و، وايي مياشت له اولي شپې معلومه وي. ستا ايمان او جرئت خو ما ته هغه وخت معلوم سو، چي كندهار ته راغلې، يو و نيم ياران دي د اختلاس او رشوت په تور ونيول، مګر پسله دوو او درو ورځو درڅخه ولاړل او ته يې هم له بېري هيڅ په كيسه كي نه سوې او تله دي تېره كړه. قوماندان جرئت خو به دي په ياد وي؟؟؟، د دوستم او اكبرباى دوسيه دي څه په وكړه؟؟؟، د شيرپور د ځمكو قضيې څنګه سوې؟؟؟، د غټو-غټو مارشالانو په اړه چي دي غټي-غټي خبري كولې، هغه دي څنګه كړل؟؟؟. ياره! هر څه نو پر كرزي مه ور اړوه، نو خو ته د څشي څارنوال وې؟، تا خو حتى د خپلي ادارې مربوط ارګانونه لا سم نه كړل او كه سروې وسي، نو نن ورځ تر ټولو ډېر رشوت په څارنواليو، محاكمو او نورو اړوندو ځايونو كي اخيستل كېږي.
    څارنوال صاحب! د ولسمشرۍ نشه دي هم له سره وباسه. خورا غټه خبره دي كړې ده، چي ولسمشر بېرېدى چي زه جمهور رئېس كېږم؟، ياره ته خو يو ځل د تاريخ پاڼي را واړوه، په ننګرهار او يا ټوله مشرقي كي دي داسي څوك سته، چي د افغانستان پر تخت كښېنستلى وي؟؟؟.

    زړګى

  5. څارنوال صیب: زړور څارنوال او بې زړه ولسمشر نه سره جوړېږي. کرزی یو بې غیرته او مصلحت پرسته سړی دی. هغه د خپل ځان په شان سړی څارنوالۍ ته خوښېږي ځکه تا نه شي زغملی.

    زه درسره بېخي موافق یم چې تا به فاسد خلک نیول او کرزي به درڅخه خلاصول. الهي دې مونږ هم د دې فاسد ګوډاګي ولسمشر څخه خلاص کړي.

  6. اسلام عليكم ورحمته الله وبركاتو
    لوي څارنوال داهم وويل چې ماته نن دامريکي سفير زنګ وهلى وو اوراته ويل يې چې ولي داستعفاکړي ماورته ويل نه مې دکړي ولي زه کرزي په زوره لري کړم
    تاسي فكر ورته وكي سي فه افغانستان كي واك دي امريكا ده كه دي افغانانو
    كه دي اففا نانو ويي او افغانستا ن نه ويي اشغال سو ي نو بيا ولي دي امريكا سفر تيلفون ورته كوي دي هغه يي دي افغانستا ن فه سارنوال سه كار
    ده نور سفريان ولي تيلفون نه ورته كوي هغو دي هم يو يو خبره فه كي وكي سي حق يي فوره سي

  7. لوی څارنوال صاحب پر خبرو دي پام کوه ، په شرمونو دي وشرمولو ، څوک چي وشړل سي بيا نه وايي چي زه يې وشړلم ، ځانته کومه بهانه جوړه که او ځه پر خپله لاره . پر تا هم ستا په مخ کي په تلويزيوني مطبوعاتو کي تورونه ولګيدل چي په درغليو کي لاس لرې . ددې په اړه ولي څه نه وايي .ستا لپاره دا هم ښه کمپاين دی چي وايي زه کانديد سوم ، کرزي وشړلم ، خدای خبر چي ريشتيا په څنګه وي ؟؟

  8. امریکایی دومره بیکاره ده چه تاته زنګ وهی.هغوی له وخته خبر یی چه کیسه څه ده. تا سره د دارلمجانین د ریس چوکی ښه زیبی. لیږ وشرمیږه امریکایانو ته هم بګواس کوی. ټول ګناه اوس د کرزی صاب ده. هم یی په شا بوتلی او هم وایی چ ؟؟؟ را خوږ کو.