کور / نثر / يوه مور د ولسمشر څخه…

يوه مور د ولسمشر څخه…

 يوه مور د ولسمشر څخه د خپل ځوي د ژوند خيرات غواړي


زه يوه مور يم.
د وخت ډېرې سړې او تودې مې ليدلي دي.
د درې لسيزو جګړو لا پخوا ډېره ځپلې يم.
ځوي مې په ډېرو خواريو لوي کړي دي.
د هغه پلار لا پخوا د دريو لسيزو جګړو شهيد کړي.
د خلکو په کور کې مې مزدوري کړې ده.
د هغوی کالي مې مينځلي دي.
د هغوی په کور کې مې ډوډۍ پخه کړې ده.
لاسونه مې تڼاکې کړې دي.
او پدې پيسو مې خپل ماشوم ځوی لوی کړی ده.
زما دا غوښتنه د هېواد د ټولو سياستوالو نه ده.
خو زه پوهېږم چې ته ډېر مهربانه او زړه سوانده ېې.
له بلې خوا نن د واک په ګدۍ ناست ېې.
او ډېر څه کولی شې.
نو لدې امله زه دا غوښتنه په خاص ډول له تا څخه کوم.
نو ګرانه ولسمشره:
زمونږ په حال رحم وکړه.
زمونږ بچي پدې جګړو کې مه وژنه.
زه هيڅکله دا نه وايم چې ته پخپله نېغ په نېغه زمونږ خوارانو بچی وژنې.
زه دا هم منم چې ته پدې وژنو د زړه له کومي خواشينی کېږي.
ولې لدې څخه هم سترګې نشم پټولی چې ته پدې برخه کې په بشپړ ډول بېګناه نه ېې.
هغه داسې چې ښايي ستاسو په سياسي کړنلارو کې څه تېروتنې وي.
زمونږ سياستوالو تل هېوادوالو ته د خبرو اترو په ځای ټوپک په لاس ورکړی.
د بې وزلو بچي ېې د خپلو سياسي موخو د لاس ته راوړلو لپاره د سوند توکي ګرځولي دي.
نو ته مهرباني وکړه د نورو سياستوالو په لاره مه ځه.
دې جنګ جګړو ته د حل لاره ولټوه.
د ټوپک په ځای د سولې او خبرو اترو لاره غوره کړه.
هغه خلک چې نن په يو او بل نوم جګړې کوي هغوي سره خبرې وکړه.
سوله ورسره وکړه.
راضي ېې کړه.
زمونږ بچي نوره پدې جګړو کې مه وژنه.
نن يوه کونډه مور تانه دا غوښتنه کوي.
ستا په دروازه کې ناسته اوښکې تويوي.
تا نه د خپل ځوی د ژوند لپاره سوله ايز چاپېريال غواړي.
تا نه د خپل ځوی د ژوند خيرات غواړي.
د يوې کونډې مور د اوښکو لپاره.
د يوې ورارې خور د چيغو لپاره.
د يوه يتيم ماشوم د څيرې ګريوان لپاره.
د نورو سياستوالو په لاره مه ځه.
دې هېواد ته سوله راوړه.


په درنښت. 


يادونه: د ټولو درنو ليکوالو څخه هيله کوم چې پدې اړه خپلې نيوکې او نظرونه وليکي.

تبصره نسته

  1. grana doctor sahib,
    kashki za mozh mashrano da kowando awo yatimano wa babaro sarono awo sari graywan ta katali, sok di chi zamzoh mandi awo zamozh khowandi ya kowandyani karday ,ham da da qudrat khawandan di,no za ma pa fiakr za kho wayam walas mashar sahib ba dear wa khandi,chi doctor sahib liwanay sawy day, da kho ma kowanda karday da ,aow bya za ma sakha sawalona kawee…chi dasi ma kawa …