کور / سياسي / « پدرامي » هغه څه وخوړل چې هېڅوک يې نه خوري

« پدرامي » هغه څه وخوړل چې هېڅوک يې نه خوري


امين الله دريځد روانې سياسي فحشا د بازار په کوڅو کې زېږېدلي « پدرامي » په ګندګيو خپله ګنده خوله لا پسې مرداره اوګنده کړه. دغه سپک و ارزانبيه کرايي ګوډاګي دخپلو بادارانو په سپارښتنه  «ددې لپاره چې نوم يې خور شي» دهغه چا کانه وکړه چې دهمداسې موخې لپاره جومات ته تللی وو (!). دغه ناروزلي ، بداخلاقه ،رنډسترګي او بېحيا انسان ديوه سياسي ــ تاريخي شخصيت ( شاه امان الله خان) پروړاندې داسې کنځلې وکړې چې هم يې د مهذبو انسانانو زړونه ودردول اوهم يې خپله نا مهذبه اجاره کړې څېره لاپسې جوته کړه.


داراز رسوا اوبې شخصيته انسانان چې له خپلو اروايي تشو څخه ځورېږي او په دې پوهېږي چې په خپله هېڅ نه دي اوهېڅوک د دوو پيسوارزښت نه ورکوي ؛ نوهر چاته دسپيو غوندې خوله ور اچوي ياورپسې غاپي. د ټولو هېوادونو په قوانينو کې دداراز سپيو پرآزاد تګراتګ کلک بنديځ لګول شوی اوسپارښتنه يې شوې چې په پړيو دې کلک وتړل شي . ځکه چې غږ يې پر اعصابو بد لګېږي . زه نه پوهېږم چې غاپنده« پدرامی» لا تر اوسه ولې خوشی دی؟ کېدای شي ددې پوښتنې يو ځواب داوي چې په افغانستان کې دهېڅډول کړنې پوښتنه نشته ، په دوی کې تر هرچا دجاسوسانو کاروبار ښه تود روان دی اوپر دغه مردارخواره باندې دجاسوسۍ کلک تور هم لګېدلی دی.


په خپل هېواد کې پرديو ته جاسوس يواځې هغه انسان کېدای شي « نورجاسوسان دې يې هم واوري » چې له ننګ ، غيرت، غرور ، وجدان ، شرف ، حيثيت ،ابرو ، نأموس،شرم،حيا اوداسې نورو څخه سرترپايه مينځل شوی وي. اوس نو که داسې له هر څه بېغمه انسانان راپورته کېږي او کنځلې کوي ، داددوی تېروتنه ګڼل کېدای نشي اونه داهيله کېدای شي چې ګوندې په خبرو او منطق به سمې لارې ته راواړول شي . دا دوی ته د ورسپارل شويو دندو نارمل بهير دی چې پر وړاندې يې ټاکلې تنخا ورکول کېږي او ټيټې غوښتنې يې ورپوره کېږي .


که چېرته افغانستان ديوه ملي يالږترلږه ديوه مهذب نظام خاوند وای ، دپدرامي غوندې لوچکانو به چاته کنځلې په کې نشوې کړای. هغه هم داسې یوه تاريخي انسان ته چې :



ـ د ښکيلاک پروړاندې دمبارزې اوجګړې سرلاری شو ،


ـ هېواد يې دنړۍ په سياسي جغرافيا کې راژوندی کړ ،


ـ مرييتوب يې تاريخ ته وسپاره ،


ـ دنرو ښځې د انساني رښتو غږ يې اوچت کړ ،


ـ نوې ښوونه اوروزنه يې رامنځته کړه ،


ـ نوي صنعت يې دود کړ ،


ـ رسنۍ يې پراخې کړې ،


ـ دټولنيز جوړښت دسمون لپاره يې پرمختللي قوانين منځته راوستل ،


ـ او په يوه وينايې،له تپوتياروڅخه درڼا اومډرنيزم پر لوري دافغانستان دراوېستلو لپاره ملا وتړله .


شاه امان الله د افغانستان په تاريخ کې کټمټ هماغسې ځای لري لکه د روسيې په تاريخ کې  چې « لوی پېتر » نيولای دی . د دوی دواړو توپير همدومره دی چې پېتر دروسيې په را اوچتولوکې له کورنيو اوبهرنيو خنډونو سره مخامخ نشو . خو شاه امان الله دهمدغو دواړو له لاسه په خپلو ارمانونو کې نيمه خوا پاتې شو .


ارمان، که شاه امان الله دخپل کار په ترڅ کې دخپل ځلميتوب پر توده وينه يو څه سړې اوبه ورتويې کړای شوې وای، دا افغانستان به ننی افغانستان نه وو . دا به پر خپلو پښو يو ولاړ هېواد وو . نه به چا ناولي لاسونه  ور اوږدولای شول ،نه به يې په خاوره کې پردي جاسوسان روزل کېدل اونه به هم پرتوګښکليو هرګوډه پدراميو دنيکونو پر ږيرو ملنډې وهلای شوې .


دا خو دوی افغانستان بې خاونده ليدلای، داخو دوی اورېدلي چې ګډوډي ده اوداخو دوی پوهېږي چې دپوښتنې سړي نشته ځکه يې له چاسترګه نه سېزي اوهر غول غوشايه چې پرمخه ورځي خوري يې .



خو پدرامی دې داهم واوري چې که سملاسي قانون پوښتنه ترې ونه کړه ، په دې دې نه ډاده کېږي چې ګوندې دده کنځا به هېره شي . هغوی چې دګډوډۍ په کاورولو له افغانستان سره ملي جفا او خيانت کوي ، نومونه يې دچا له ياده نه وځي اوهغه ورځ به هرومرو راځي چې ترېبيون ته راکاږل شي اودهرې کړنې بېل ، بېل شمېر ترې وغوښتل شي .


د افغانستان خلک هغوی ډېر ښه پېژني چې وژلي اوبې کوره کړي يې دي . هغوی پېژني چې په سياسي لوبوکې يې شتمني ورلوټلې اوميليونونه ډالريې په بډو وهلي . هغوی پېژني چې دملي ګټو پرسر يې له پرديو سره سوداګري کړې اوهغوی هم پېژني چې ولسونه اوملي ارزښتونه کنځي . داټول په يوه ډله کې دي اوملي خاينين نومېږي . ټول پوهېږو چې داراز خيانتونه څه سزالري؟


موږ نه وايو چې د سياسي تاريخي شخصيتونو کار ترکره کتنه لاندې راتلای نشي . که څوک وکړای شي چې دعلمي صلاحيت په چوکاټ کې داراز کره کتنه وکړي ،هېڅوک به يې مخه ونه نيسي . خو «کره کتنه» نه «کنځل» . پدرامي شاه امان الله کنځلی . داکنځا هم يو شخصي اوهم يو ملي جرم دی ، ځکه چې ارواښاد دافغانستان په ملي وياړونو کې شمېرل شوی شخصيت دی. دافغانستان پرګنې رښته لري چې دخپلو وياړنو ننګه وکړي او دتوکم دښمنو راسيستانو او فاشيستانو داړې وکاږي .



دموضوع اړوند ځيني نور سرليکونه :


ټول افغان ولس نه يوه هيله !  Fotos  Audio  تبصرې


توهین به اعليحضرت شاه امان الله غازی،توهین به …


بې ادبي هم حد لري


دلطيف پدرام دڅرګندونو په اړه د ولسونو پريکړه ليک!


لطيف پدرام بايد سمدستي محاکمه سي


دا پدرام ندئ دا $

تبصره نسته

  1. سلامونه او نيکی هيلي مو ومنی ؛
    هيله ده چي زما ليک اصلاح کړی ،بيا که مو نشرو وو نشر کړ ي.
    که اصلاح شوی ماته را وليږی دا به ستاسو مهربانی به وي .
    په درنښت
    ستاسو ورور بسم الله وردګ
    چين ګانځو

    زما سلامو نه ومني !
    ګرانو ورونو، لطیف پدرام څوک دی ؟
    لطيف پدرام دی بدخشان د شهر بزرک ولسوالی دی .
    د یادوولوخبره دادی چی پدرام نه مسلمان دی اونه د افغانستان دملت خواخوږي …
    د دي فاشت کوند د چین ، روسيه او ایران څخه تمویلیږي دا دهغو شعله یانو،ستمیانو او ماهوپرستانو تک لاره تقیب به وي …
    په اصل کي، پدرام د پلار له خوا شعله یی دی ، ځکه دا د اسلام سپیڅلي دین
    سرا تل په ټکر کي واقع شوي …
    او دا خبرهم ټولوته جوټه ده چي حزب شعله جاوید ،حزب ستم دیده ګان … دا ټول ماهوپرست وو چي په لمړی ځل د چین څخه سرچینه اخیست وه .
    د نیکمرغه چي د افغانستان دیندار ولس نه یوازي چي د دوي ملاتړي ونه کو، نوپه هغه زمان کي، دوي له افغانستان څخه یی هم وشړل ځني د پاکستان او یو شمیر نوري د روسیه او ايران په لور روان شول .
    پس له څو مودينه ځني بيرته ګران افغانستان ته را استانه شول دمخفیا نه د افغانستان په شمال کی فعاليت را شروع کړل چي تروسه هم دوام لری ….
    بیا دوی یو نوی چانس د ښاغلی کرزي په حکومت کی ترلاسه کړل چي د کنګر په نوم نوی ګوند د پدرام په مشري جوړکه یو ځل بیادافغانستان دیندارولس په سترګوکي څرکند شول په اول ځل کی غوښتل ماهوپرستی ته خلک دعوت کی چي بریالی نشول دا ځله غواړي چي د پخوانیو اهدافو درځنک د مذهبی ، سمتي ، ژبه نیز…ته لمن ووهی ترڅو د دوی شوم اهدفوته ښه زمینه برابره شي … دا وس په شمال کی د دوي کار روان دی د ستميانومنشی عسکر شاه نوميږی چی مطلق خدای (ج) نپيژنی او واي چی خدای نشته رسول اکرم (ص) يو امپراتور وو … او دليل دا دی تاسو يوه کيلو غوښه په ځمکه خښکړی بيا لس ورځ باد وګوری خوسا کيږی همدا شان هم انسان دی او د خاوری څخه کله امکان لری چی انسان جوړ شي….
    ګرانو ورونو د داسی بی دین کس نه مونږتاسو څه ګیله وکړو ….
    نن مونږ او تاسو د چا څخه وژاړو او چاته وژاړو او چيری وژاړو زه په دي نه پوهيږم چی د شمال پښتون قومندان څخه وژاړم په خپله په مونږ ظلم کوی يا دی دستميانو ، دوستميانوڅخه وژاړم چی پښتنو ته د څښاک اوبه نه ورکوی يا دی پليت پدرام همداسی نورو څخه وژاړم چی مونږته په سپکه سترګه ګوری…په اخير کی د افغان ټولنپال ولسواک ګوند( افغان ملت )څخه ډيره مننه کوم په لومړی ځل خپل غږی پورته که ،يوګيله هم ورنه لرم چي دشمال پښتنولاس نيولي ندی تر وسه پوري .
    د پياوړي افغان ملت په هيله
    په درنښت
    ب وردګ
    چين __ ګانځو