کور / تازه خبرونه / کرکټ : افغانستان له بحرین نه لوبه وګټله.

کرکټ : افغانستان له بحرین نه لوبه وګټله.

نن بیا افغان اتلو لوبغاړو د شهزاده ګانو ټاټوبي بحرین ته سختې ماتې ورکړه ، افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ ۲۹۳ منډی یې جوړی کړلې ، بیا د بحرین لوبغاړي بېټېنګ ته ووتل ، په سر کې بحرین ډېر ښه روان وو ، ولې د شمله ورو پښتنو بچیانو په پښتني مېړانه د شهزاده ګانو بچیانو ته وروښودله چې پښتانه لوبغاړي څوک نه شي رام کولای ، بحرین ټول ټال ۲۸۶ منډی وکړلې ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل ، اورونه ټول پای ته ورسېدل. بحرین ۱۲۲ منډې جوړی کړلې ، لا تراوسه هم ۶ سوځېدلي دي، ۴۱ اورونه شوي دي. افغان بالرانو ۶ د بحرین لوبغاړي وسوځول ، بحرین ۱۸۷ منډي کړي ، او ۳۵ اورونه شوي دي. افغان بالرانو ایله ۴ سوځولي ، بحرین ۱۵۰ منډی کړي ۲۵ اورونه شوي دي. بحرین ۱۰۴ منډې جوړی کړلې ، افغان بالرانو تری ۴ سوځولي، ۱۷ اورونه شوي دي. د بحرین دری لوبغاړي و سوځېدل خو بحرین ۷۲ منډی جوړی کړي ، ۱۱ اورونه شوي دي. د بحرین لوبغاړي لوبې ته راووتل. افغان لوبغاړي ډېر ښه وځلېدل ، ډېره غوره لوبه یې وکړه ، د بحرین په وړاندې یې ۲۹۳ منډې جوړې کړلې ، اصغر ستانکزی ډېر تکړه شو په یوازی سر یې ۱۰۲ منډی وکړې ، اتل ستوري لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل چې په هره لوبه کې یا په بېټېنګ کې ځلیږي او یا په بالینګ کې نن په بېټېنګ ډیر ښه وځلید هغه ۶۷ منډی وکړې‌، شفیق بیا ۶۲ منډی وکړی. افغان لوبغاړو ۱۷۴ منډې جوړې کړې ، خو ۶ سوځېدلي دي، ۳۴ اورونه شوي. افغان لوبغاړي ښه شول ، ۱۲۹ منډی یې جوړی کړلې ، خو ۲۸ اورونه شوي دي. افغانستان څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي، ایله ۸۹ منډی جوړي کړي ۱۹ اورونه شوي دي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان نوروز منګل ټاس وبایله خو د بحرین کپټان ورته د منډو جوړولو بلنه ورکړه نوروز منګل د منډو جوړولو بلنه ومنله، افغان لوبغاړي میدان ته ننوتل.

تبصره نسته