کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان کرکټ لوبډلې فیجې ته سخته ماتې ورکړه

افغان کرکټ لوبډلې فیجې ته سخته ماتې ورکړه

د افغانستان تکړه بالرانو د فیجي ټول لوبغاړي په ۲۱ اورونو کې وسوځول، فیجي ایله ۵۲ منډی وکړی، نبي عیسی خیل وروستی لوبغاړی وسوځاوه، افغانستان خپله لومړۍ لوبه له فیجي وګټله او سبا ته به له جرسي سره مخامخ کیږي.


له ١٩ اوورونو وروسته د فيجي ٤٤ منډې دي او ٩ لوبغاړي يې سوځيدلي دي . حميد حسن څلور ، احمد شاه دوه ، دولت احمدزي دوه کسه او يو کس هستي گل وسوځاوه له ١٨ اوورونو وروسته د فيجي ٣٩ منډې دي او ٨ لوبغاړي يې سوځيدلي دي . حميد حسن درې ، احمد شاه دوه ، دولت احمدزي دوه کسه او يو کس هستي گل وسوځاوه افغان باتورو بالرانو د فیجي ۶ لوبغاړي وسوځول، ۱۶ اورونه شوي دي، او ۳۴ منډی جوړی شوي دي. افغان تکړه بالرانو دولت احمدزي او هستي ګل عابد دری تنه وسوځول، فیجي ۱۵ منډی جوړی کړي او دری تنه یې سوځېدلي دي لس اورونه شوي دي. افغان تکړه بالر دولت احمدزي دوهم منډه جوړونکی وسوځاوه، فیجي لس منډی جوړی کړي او اوه اورونه شوي دي. فیجي په بېټینګ پيل وکړ په دریو اورونو کې یې دری منډی کړي او یو لوبغاړی یې سوځولی دغه لوبغاړی تکړه فاسټ بالر دولت احمدزي وسوځاوه.


د افغانستان لس ټول لوبغاړي وسوځېدل او یوازی ۱۳۳ منډی یې جوړی کړلې، ۱۲۵ منډی جوړی شوې، او هماغه اته تنه سوځېدلي دي، خو څلور دېرش اورونه شوي دي، دوه اوره نور پاتې دي. دولت احمدزی هم وسوځېد، اوس هستي ګل عابد ډګر ته ننوتی، او افغانستان ۱۱۹ منډی جوړی کړي دي. د افغانستان ۷ لوبغاړي سوځېدلي دي او ۱۱۵ منډی یې جوړې کړي دي، دولت احمدزی او سمیع شینواری ولاړ دي، د افغانستان ۶ لوبغاړي سوځېدلي دي، او ایله یې ۸۶ منډی جوړې کړي دي، همدا اوس شفیق او سمیع الله شینواری بېټېنګ کوي، د افغانستان له اړخه کریم صادق، نوروز منګل، ریس احمدزی ، محمد نبي ، احمدشاه او اصغر ستانکزی سوځېدلي دي.


د افغانستان یو لوبغاړی وسوځېد، کریم صادق ایله ۱۶ منډی وکړې او ورسره احمدشاه احمدي ولاړ دی کپټان نوروز منګل مېدان ته وروتی، افغانستان تراوسه ۵۱ منډی کړي او لس اورونه شوي دي. افغانستان لومړی بېټېنګ ته ملا وتړله ، تراوسه د افغانستان اوپنرانو ۲۲ منډی جوړې کړي، کوم یو یې ندی سوځېدلی او فیجي ورته دری اورونه کړي دي. خو د باران دزیاتېدو اورېدو له امله لوبه به اوس ۴۰ اوریزه کېږي. د افریقايي هېواد تنزانیا په پلازمینه دارالسلام کې نن د کرکټ دنړیوالې شورا د څلورم دېوېژن لوبې پیل شوې ، افغانستان به نن خپله لوبه فیجي هېواد سره ترسره کوي، له تنزانیا نه افغان ستوري ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دوی به انشا الله هڅه وکړي له فیجي سره غوره لوبه وکړي.

تبصره نسته

  1. ښې چارې!
    ټولو افغانانو په ځانګړی ټوکه نوروز منګل ته دی مبارک وی.د نورو بریاوو په هیله.

  2. ښې چارې!
    ټولو افغانانو په ځانګړی ټوکه نوروز منګل ته دی مبارک وي.د نورو بریاوو په هیله.

  3. د افغانستان د فقیر اولس لپاره دجوند په هره برخه کی دکامییابی په هیله، او ملی ټیم نړیوالی سیالیو ته د بری په هیله دوعاګانی کوم

  4. salaamona, daa da afghanano la paara da wyaar zai dai, dee zwanano ta de khdai noor ham towfiq warkee, mong bayad da dee zwanano sara mrastee wakro chy doi laa pyawaree shy.

  5. سلامونه ملګرو
    ډير زياد خوښ شوم چي دغه خبر مي واوريد او خداي دي وكړي چي جرسي ته هم دغشان ماتي وركړي..الله مو ودان لره

  6. ياره څاروان صاحب، دا خو دي د خوښۍ زېرى كړى دى چي ګواكي افغانستان فيجي ته ماته ور كړې ده، مګر زړګيه زه به تا ته د ورورۍ يوه مفته مشوره دركړم، چي وروره، ولاړ سه، يوه بله دنده ځانته پيدا كړه، له دې راپورونو او ګوزارشونو څخه څه نه جوړېږي، خداى(ج) ته راپور ليكلو ته نه يې پيدا كړى، تو خداى ته خپله قضاوت وكه، دا اوس راپور دى او كه ماپور؟، خو نه دي د جملې مبتدا معلومېږي او نه خبر، نه دې جملې ژورناليستكي دي او نه هم تسلسل لري. هغه د افغانستان او جرسي په خبر كي خو دي په شرمونو وشرمولو، دا څنګه راپور و، خو يوازي دي خپل احساسات پكښي څرګند كړي ول.

    خفه نه شې

    چمچلى