کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د کرکټ لوبډلې جرسي ته سخته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ لوبډلې جرسي ته سخته ماتې ورکړه

افغان اتلو بالرانو د جرسي ټول لوبغاړي د ۷۸ منډو په کولو سره وسوځول، هستي گل ٣ کسه وسوځول . حميد حسن درې ، سميع شينواري دوه او نبي عيسى خيل او احمد شاه يو يوکس وسوځاوۀ . افغان تکړه بالر هستي ګل عابد له تنزانیا نه لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د جرسي په ټاپو کې یې چې څنګه اتلولي خپل هېواد ته وګټله داسې یې نن هم هڅه کوله چې ښه لوبه وکړي. تکړه او تېز بالر حمېد حسن نن بیا پښتنه مېړانه وښوده ، هغه هم د جرسي دری لوبغاړي وسوځول، حمید حسن تېره ورځ د فیجي په وړاندې هم غوره لوبه کړې وه ، حمید حسن د فیجي ۴ لوبغاړي سوځولي وو، هغه تېره ورځ د لوبې اتل پېژندل شوی وو.


افغان بېټسمینان هم نن ښه وځلېدل، کریم خان صادق غوره لوبه وکړه هغه په یوازی سر ۶۰ منډی وکړې. وروستی نهم لوبغاړی احمدشا وسوځوه، د جرسي ۹ لوبغاړي وسوځېدل، جرسي له ٣٤ اوور نه وروسته ٧٦ منډې کړي او ٨ کسه يې سوځيدلى . هستي گل ٣ کسه وسوځول . حميد حسن دوه ، سميع شينواري دوه ، نبي عيسى خيل يو يوکس وسوځاوۀ .


افغان تکړه بالر حمید حسن د جرسي بل لوبغاړی وسوځاوه، جرسي ۷۳ منډی کړي او ۳۳ اورونه شويدي. افغان بالرانو یو بل د جرسي لوبغاړی وسوځاوه، دا لوبغاړی سمیع الله شینواري وسوځوه، شپږ د جرسي سوځېدلي، ۲۹ اورونه شوي دي، جرسي ۷۱ منډی کړي دي. افغان تکړه بالرانو د جرسي لوبډلې پنځه لوبغاړي سوځولي، جرسي ۵۵ منډی جوړی کړي خو په دری ویشتو اورونو کې، د افغانستان له اړخه اتل ستوري هستي ګل عابد په پښتني مېړانه د انګلیسي بچیانو دری لوبغاړی په مېدان څملول، تکړه او تېز بالر حمید حسن یو او نبي عیسی خیل هم یو سوځولی. د افغانستان بېټسمینانو نن لږ ښه لوبه وکړه ، دوی په ټولو پنځوسو اورونو کې ۲۰۴ منډی جوړی کړلې، نهه لوبغاړي یې وسوځېدل، د افغانستان له اړخه کریم صادق نن ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې جوړه کړه. کریم صادق چې په لومړی بېټېنګ راوځي نن په یوازی سر ۶۰ منډی وکړې.


د افغانستان ۷ لوبغاړي سوځېدلي دي، اته څلوېښت اورونه شوي دي او ۱۸۶ منډي شوي دي. افغانستان تراوسه ۷۵ منډی کړي دوه سوځېدلي. ۲۵ اورونه شوي دي. د افغانستان بېټسمینانو تراوسه پوری په ۲۱ اورونو کې ۶۹ منډی کړي او یو یې سوځېدلی. افغانستان په اتلسو اورونو کې ۶۰ منډی جوړې کړې، یو یې سوځېدلی. د افغانستان یو لوبغاړی سوځېدلی، جرسي ۱۵ اورونه کړي دي او افغانستان ۳۸ منډی لري. د افغانستان له لوري ۳۰ منډی وشوې، څوک لا ندي سوځېدلي، لس اورونه شوي دي. افغانستان تراوسه په ۹ اورونو کې ۲۲ منډی کړي څوک لا ندی سوځېدلی. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اوپنران مېدان ته ننوتل ، د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې کپټان نوروز منګل د لوبې ټاس وګاټه، د افریقايي هېواد تنزانیا په پلازمېنه دارالسلام کې د کرکټ دنړیوالې شورا د غوراوي په څلورم پړاو کې نن په دوهمه ورځ افغانستان له جرسي سره لوبه کوي، افغانستان په پنځم ډېوېژن کې له جرسي خپله لوبه وړې وه.

تبصره نسته

  1. لومړى د كركټ د ملي لوبډلې د دوو برياليتوبونو مپاركي ټول ولس او په ځانګړې توګه د كركټ اتل ټيم او د كركټ د فدراسيون رئيس شهزاده مسعودته وايم او په راتلونكو لوبو كې ورته د الله ج له دربار څخه برى غواړم او هيله لرم چې د كركټ اتل ټيم په خپلو برياليتوبونو سره د 2011 نړيوال جام د ګډون چانس هم ومومي. بيا له چارواكو او ملي سوداګرو څخه غواړم چې خپل د كركټ اتلان تشويق او ونازوي. زه باور لرم چې په دې برخه كې پښتانه سوداګر به خپله ملي او پښتني ونډه ترسره كړي.

  2. سلامونه او نيکی هيلی ګرانو وطنوالو ته او زمونږ دکرکيټ ملی لوبډلی ته چی اوس مهال

    په تانزانيا کی دی سلامونه وايوو ،ټولو طنوالو نه هيله کوم چی زمونږ د کريکټ ملی لو

    بډلی ته دی دوعا ګانی کوی ترڅو ټول افغانستا ن ته کاميابې راوړی او خدای دی وکړی

    چی زمونږ محترم چارواکی ددوی سره هر راز مرسته وکړی ،ترڅو مونږ په راتلونکی کی

    لوې برياوې لاسته راوړو،که هرڅومره دکريکټ لوبغاړی وستا يو کم دی ،بس هميشه

    دی کاميابه اوسې ،په درنښت ٠

  3. سلامونه
    قربان مو شم يارانو…ډير زياد خوښ شوم چي خبر شوم افغانستان جرسي ته ماتي وركړه….الله مو بريالي لره….