کور / تازه خبرونه / دعبدالخالق فراهي د خلاصون لپاره څه شوي دي ؟

دعبدالخالق فراهي د خلاصون لپاره څه شوي دي ؟

  


د پاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون لپاره هڅې ډيرې پڅې او په ټيټه كچه ددوه ګاونډيو هيوادونو له خوا پر مخ روانې دي.


د هغه له تښتول كيدو څخه  نژدې درې اونۍ تيريږي خو دافغانستان او پاكستان د چارواكو په هڅو كې هيڅ پرمختګ نه دى ليدل شوى.


ددې اونۍ په لومړيو كې يو ځل د پاكستان چارواكو اعلان وكړ چې حاجي عبدالخالق فراهي يې ژغورلى دى خو وروسته بيا دا  اعلان ناسم وخوت.


په افغانستان كې خلك په تعجب سره د دواړو هيوادونو هڅو ته ګوري  او وايي چې د ښاغلي فراهي د خلاصون ددوى لپاره  مساله جدي بڼه نه لري. تر اوسه دا لا څرګنده شوې نه ده چې دپاكستان لپاره د افغانستان سفير چيرته ساتل كيږي .


دپاكستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي سلاكار رحمان ملك او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين ددې مسالې لپاره وړ خلك نه دي او دوى په دغسې چارو كې د پريكړو واك او ځواك هم نه لري.


افغان حكومت د خپل يو لوړ پوړي ډيپلوماټ له خوشې كولو سره مينه نه لري او د پاكستان حكومت په اسانۍ سره پړه پر طالبانو اچولې او ځان يې خلاص كړى دى .


هيڅوك نه وايي چې ښاغلى فراهي به خپله د پاكستان د حكومت له خوا تښتول شوى وي ، ټول دا مني چې ښايي طالبانو يا هم په پاكستان كې  نورو دولت مخالفو كسانو دا كار كړى وي .


خو د خلاصون لپاره يې  دواړه دولتونه جدي نه دي . پا كستان په دې مسول دى چې د دود له مخې د يو بهرني ډيپلوماټ امنيت ټينګ كړي  او افغانستان په دې مسول دى چې د خپل ډيپلوماټ د خلاصون لپاره پريكنده ګام نه اخلي.


حامد كرزى ا و د هغه د بهرنيو چارو وزير سپنتا بايد د خپل عالي رتبه ډيپلوماټ د خلاصون لپاره هڅې نه كوي .


د ښاغلي فراهي له تښتول كيدو وروسته دافغانستان ولسمشر حامد كرزي ، د هغه وياند همايون حميد زاده، د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا مطبوعاتي كانفرانسونه وركړي دي خو دپاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون مساله يې هيڅ نه ده ياده كړې .


ددې مانا داده چې ښاغلي كرزي  او د هغه د بهرنيو چارو وزير ته دخپل يو ډيپلوماټ ژوند هيڅ ارزښت نه لري .


د پاكستان حكومت بايد خپل مسوليت درك كړي او دكوربه هيواد په توګه  هلته د خپل ګاونډي افغانستان  د تر ټولو لوى  ډيپلوماټ په خلاصون كې جدي شي.


دپاكستان د كورنيو چارو وزارت بايد په دې اړه جدي ګامونه واخلي او د افغانستان خلكو ته  ثابته كړي چې رښتيا هم دافغانانو تر ګردو نژدې ملګرى دى.


خو په دې اړه  د پاكستان حكومت  له بده مرغه ډير څه نه دي كړي . كه چيرې دوى كومې لاسته راوړنې نه لري بيا دې له سيمه ييزو خلكو وغواړي چې د حاجي عبدالخالق فراهي په خلاصون كې چټكې هلې ځلې وكړي .


دافغانستان حكومت بايد همدا كار وكړي ، د قبايلو او قومي مشرانو جرګه راوغواړي او د حاجي عبدالخالق فراهي د خلاصون   په اړه غوڅ دريځ خپل كړي .


خو د افغانستان هڅې كه  يوازې د يو وزارت د وياند  تر مشرۍ لاندې روانې وي ،نو  په  راتلونكو نژدې ورځو  كې دپاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون  هيلې كمې شي.


د فراه په ولايت كې لوى لاريون وشو او عادي افغانانو له كابل او اسلام اباد وغوښتل چې د عبدالخالق فراهي په خلاصون كې جدي ګامونه واخلي .


دالاريون يې يو پيل وو . ښاغلى فراهي چې د ولس ترمنځ ډير محبوبيت لري ښايي ددې لاريونونو لړۍ پراخه شي او


بيابه دواړه دولتونه مجبور وي چې خپلې هڅې ګړندۍ كړي .


ددې لپاره زموږ غوښتنه داده چې سر له اوسه د عبدالخالق فراهي د خلاصون  لپاره  رسمي هڅې وشي  او دواړه ملكونو په روښانه ټكو كې خلكو ته په ډاګه كړي چې دوى تر اوسه د ښاغلي فراهي د ژغورنې په برخه كې څه كړي دي ؟ 


 ځكه چې  د ټول ولس هيلې  دادي چې د پاكستان لپاره  د افغانستان سفير ژر تر ژره راخوشې   او خلك ډاډه شي.