کور / تازه خبرونه / څلور لنډ خبرونه :-

څلور لنډ خبرونه :-

لومړی- فرانس پریس آژانس خبر ورکړ چی پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابل کی خپل تاریخی کم ارزښتۍ ته راټیټه سوه . اوس یو ډالر ۸۰ روپۍ کیږی . روپۍ سږ کال د ډالر په مقابل کی ۳۳٪ ارزښت د لاسه ورکړی دﺉ . د پاکستان دولتی بانک وایی چی موږ به سل ملیونه ډالره بازار ته ور خوشی کړو تر څو د روپۍ ارزښت بیرته لوړ کړو . د دې کم ارزښتۍ علت په قبایلی سیمو کی پوځی عملیات ، د نړیوال مالی بحران تآثیر او د پاکستان مخ پر خرابېدو اقتصاد بلل سوی دﺉ . دوهم – کاناډایی سی ټی وی خبر ورکړ چی یو کاناډایی پوځی د کندهار په پنجوایی کی طالبانو وویشت او سخت یې زخمی کړ . ویل کیږی چی د دې پوځی روغتیایی حالت خطرناک دﺉ . درېیم- د انګلستان انډپنډنټ ورځپاڼی نن خبر ورکړ چی د کابل او طالبانو استاځو د سعودی پاچا لخوا په یوه مېلمستیا کی ګډه ماښامنۍ سره وخوړه . پدې مېلمستیا کی د حامد کرزي ورور قیوم کرزی ، دطالبانو استاځی وکیل احمد متوکل ، د پاکستان نوازشریف او نورو ۱۶ کسو ګډون درلود . خو کابل او طالبان دواړه دا راپور ردوي او وایی چی دا د مذاکرو په غرض نه بلکی یو ه عادی مېلمستیا وه چی سعودی پاچا کړې وه . خبر زیاتوی چی د ګلبدین حکمتیار استاځو هم د ډاکتر بهیر په شراکت د کابل سره خبری اتری لرلي دي . څلورم- فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی ناټو تصمیم لری چی په افغانستان کی د تریاکو د کښت او مخدره موادو د تجارت منابع وچی کړی تر څو د دوی په قول طالبان بې سرمایی او مفلس کړی . خو دایې واضح نه کړه چی څنګه به دا کاروبار ختم کړای سی .