کور / تازه خبرونه / تازه خبر: كرزي استعفا وركړه

تازه خبر: كرزي استعفا وركړه



د افغانستان په ولسي جرګه كي د كندهار د خلګو استازي عبدالقيوم كرزي له خپلي دندي استعفا وركړه.
نوموړي نن ماښام په كندهار كي د يوه خبري كنفرانس په ترڅ كي وويل چي نور نه غواړي په ولسي جرګه كي ګډون وكړي او لامل يې خپله ناروغي وښودله.
عبدالقيوم كرزى د ولسمشر حامد كرزي مشر ورور دئ چي په اضطراري لويه جرګه كي د روزګان ولايت استازى، چي ولسمشر حامد كرزي ته يې په ډېرو چارو كي مشورې وركولې او آن د وزيرانو او واليانو په ادلون بدلون كي يې هم لاس درلودئ.
عبدالقيوم كرزي د خپلي دندي پر وخت له رسنيو سره مركو ته چنداني زړه نه ښه كاوه او د نوموړي نوم د پارلمان په دايمي غير حاضرو كسانو كي هم شامل وو. 
عبدالقيوم كرزى په داسي حال كي خپله استعفا وړاندي كوي چي په روانه اونۍ كي نيويارك ټايمز ورځپاڼي د نوموړي كشر ورور احمدولي كرزى د نشه يي توكو په قاچاق كي په لاس لرلو تورن كړ.