کور / خبرتیا او پيغامونه / افغانستان د نړیوال کپ د غوراوي دریم ډېوېژن ته لار وموندله

افغانستان د نړیوال کپ د غوراوي دریم ډېوېژن ته لار وموندله


د افغانستان اتلې لوبډلې په افریقايي هېواد تنزانیا کې په پرلپسې توګه پنځه لوبډلې وډبولې، افغانستان اوس په خپل زور د ۲۰۱۱ کال د نړیوالو لوبو د غوراوي په درېیم ډېویژن کې ځای وموند، افغانستان نن له ایتالیا سره سخته او په زړه پوری لوبه وکړ ه ، ددی لوبې غوره لوبغاړی ریس احمدزی ونومول شو، ریس احمدزي ۶۸ منډی وکړې ، یو کېچ یې ونېاوه او د ایتالیا تکړه لوبغاړی نارکوټ یې په منډه وسوځاوه، افغان بالران نن بیا ډېر ښه وځلېدل، په بالرانو کې دولت احمدزي د ایتالیا لوبغاړی په لومړي اوور کې وسوځاوه چې په ایتالیا یې زیات فشار راووړ.


حمید حسن مهمې ویکټې واخېستې ، هستي ګل عابد ډیره ښه لوبه وکړه ولې کوم یو یې ونه سوځاوه، حاجي احمد شاه احمدي نن بیا په دواړو برخو بېټېنګ او بال کې زیات وځلید، هغه ۵۴ منډی وکړې او په بال کې د ایتالیا وروستی لوبغاړی وسوځاوه.


محمد نبي عیسی خېل هم ښه وځلېد، هغه نن ۳۲ منډی وکړې ، د ایتالیا یو یې په منډه وسوځاوه او د وروستي کېچ یې ونېاوه. د افغانستان لپاره مهم څه چې د افغانان لپاره د ویاړ خبره ده هغه د نوي کوچ کبیر خان شتون دی ، کبیرخان وښوده چې په نړیواله کچه ښه روزونکی بلل کېدای شي.


 د افغانستان لوبډلې نوي کوچ ته سخته اړتیا لرله. اوس به افغانستان خپله وروستۍ سیالۍ چې یوازی د کپ د ترلاسه کولو لپاره ده له هانګ کانګ سره کوي، افغانستان وړمه ورځ هانګ کانګ ته ماتې ورکړی وه. دا د افغانستان لپاره زیاته مهمه نده چې سبانۍ سیالۍ دی له هانګ کانګ نه وګټي.


که یې وګټله نو ښه غوړ ولې که یې ونه ګټله خپل کار یې کړی. افغانستان ایتالیا ته سخته ماتې ورکړه ، اوس د ایتالیا ۱۴۱ منډی دي، یو لوبغاړی باید وسوځول شي. دری څلوېښتم اوور احمد شاه احمدي وکړ، په دوه څلوېښتم اوور کې چې سمیع الله شینواري وکړ، یوه منډه وشوه. د ایتالیا وروستی لوبغاړی پاتې دی، څلوېښتم اوور کې منډه ونه شوه. د ایتالیا نهم لوبغاړی هم وسوځېد دا لوبغاړی په منډه وسوځېد.


دسمیع الله شینواری په اوور کې. نهه دېرشم اوور حمید حسن وکړ، هغه پنځه منډی ورکړې. اته دېرشم اوور سمیع الله شینواري وکړ هغه یوازی دری منډی ورکړي. اوه دېرشم اوور حمید حسن وکړ او هغه دوه د ایتالیا لوبغاړي وسوځول، اوس افغانستان ته پکار دي چې دوه نور لوبغاړي وسوځوي. ستوري حمید حسن بل لوبغاړی وسوځاوه، هغه په یوه اوور کې دوه لوبغاړي وسوځول.


د افغانستان سرمایه اتل ستوری حمید حسن بیا بال پیل کړی، البته خپل ۶ اوور په اول بال باندی یې یو وسوځاوه. سمیع الله شینواری او محمد نبي بال کوي، ایتالیا ۱۲۳ منډی کړي، شپږ سوځېدلي دي. ۳۶ اورونه هم شوي دي. د نبي عیسی خېل په لومړي اوور کې پنځه منډی وشوې.


 محمد نبي بال ته راغی. نوروز منګل او حمید حسن بال کوي، د ایتالیا ۶ سوځېدلي دي، ۱۰۴ منډی یې کړي‌ دي. تکړه لوبغاړي محمد نبي بل وسوځاوه، د ایتالیا خطرناک دوه لوبغاړي وسوځېدل، ریس احمدزي د یوه کېچ ونیاوه، ایتالیا ۸۹ منډی وهلي‌، ۲۸ اورونه شوي‌ دي. د ایتالیا هماغه دوه سوځېدلي دي، ۲۶ اورونه شوي دي، ۸۸ منډی وهل شوي دي. د افغانستان تکړه فاسټ بالر حمید حسن او احمد شاه بالینګ کوي، ایتالیا ۸۳ منډی کړي، دوه سوځېدلي دي. د احمد شا پر ځای هستي ګل بیا راغی.


دولت خپل اووم اوور هم وکړ، چپ سپنر بالر احمد شاه احمدي خپل لومړی اوور مېډن کړ منډه یې ور نکړه. دولت احمدزي او هستي ګل شپږ شپږ اورونه وکړل، ۴۹ منډی ایتالیا وهلي. د دولت احمدزي شپږم اوور روان دی په اولو دریو بالونو کې یوه منډه ورکړې، د ایتالیا له خوا ایم این نارکوټ او ای نارکوټ سخته لوبه کوي. ایتالیا ۳۹ منډی ووهلې، لس اورونه شوي دي، د دولت احمدزي او هستي ګل پنځه پنځه اورونه وشول. د دولت احمدزي د ۵ اوور په دریو لومړیو بالونو منډه ونه شوه، اتل هستي ګل عابد خپل څلورم اوور مېډن کړ یعنې منډه یې ور نکړه. هستي ګل خپل څلورم اوور کوي، د ایتالیا له خوا نارکوټ خطرناک لوبغاړی دی، که دی وسوځېد، د افغانستان لپاره همدا غټ بری دی. نارکوټ تراوسه ۲ څلوری وهلي. ایتالیا تراوسه ۲۷ منډی کړي، دولت احمدزي او هستي ګل عابد دری دری اورونه وکړل، تراوسه ایتالیا ۲۰ منډی کړي، افغانستان ته سخته اړتیا ده چې د ایتالیا له دغو دوو لوبغاړو یو یا دوه یې ژر وسوځوي، هغه به کوم افغان اتل بالر وي چې یو له دغو وسوځوي. پنځم اوور دولت احمدزی کوي، په هغه لومړی څلوری ولږېدله، هستي ګل عابد په دوهم اوور کې دوه منډی ورکړې، هغوی لوبه لږ ټېنګه کړه. له دریو اورونو وروسته ایتالیا ۹ منډی لري، دوهم اوور هستي ګل عابد پیل کړ.


په لومړي اوور کې ایتالیا دری منډې کړي. دولت احمدزي په لومړي اوور کې د ایټالیا لومړی لوبغاړی وسوځاوه، ایتالیا یوه منډه کړې. د ډوډ‌ۍ وقفه پای ته ورسېده، افغان بالران مېدان ته ننوتل، دولت احمدزی به لومړی اوور له خېره سره پیلوي. د افغانستان له اړخه به نن دولت احمدزی او هستي ګل عابد لومړي اورونه پیلوي، حمید حسن ، محمد نبي ، احمدشاه احمدي به هم نن خپل ټول زور ازمايي. د ایټالیا لومړي دری لوبغاړي ترواسه په ټول ټورنمنټ کې ښه ځلېدلي، د هغوی وروستۍ لوبه له تنزانیا سره وه چې په ۹ لوبغاړو یې وګټله . افغانستان ایتالیا د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه. افغانستان ۲۳۴ منډی وکړی.


د افغانستان بېټېنګ د توقع په خلاف نن د ایټالیا په وړاندې سخت وځلېد، تر ټولو زیاته د اتل ستوري ریس احمدزي بېټېنګ زیات د ستاېنې وړ دی، هغه په پوره مېړانه ۶۸ منډی په ۶۳ بالونو کې وکړې، ریس احمدزي ۷ څلوری ووهلې او دوه شپږې یې ووهلې، دا ډول د افغانستان له اړخه د تکړه لوبغاړي احمد شاه احمدي پیلیزه لوبه هم د ستاېنې وړ وه، هغه په ۹۹ بالونو ۵۲ منډی وکړې، احمد شاه ۴ څلوری او یوه شپږه ووهله، اصغر ستانکزي نن ډېر عالي لوبه وکړه اصغر ډېر تېز ولوبېد، اصغر په ۳۱ بالونو ۳۳ منډی وکړې، اصغر دری څلوری او ۲ شپږې ووهلې، اتل ستوري محمد نبي هم ښه لوبه وکړه ، هغه ۳۲ منډی په ۴۹ بالونو وکړی یوه شپږه یې ووهل، دا ډول کریم صادق دری منډی، نوروز منګل ۱۵، شفیق دری، اتل هستي ګل چې لوبه یې بیا ګرموله، ۷ منډی ، سمیع الله دوه منډی، حمېد حسن یوه منډه او دولت احمدزی بې منډی پاتې شو.


 اوس وار بیا د بالرانو دی که خدای یې وکړي ښه وځلېږي، د ټول افغانستان دعا ګانې ورسره مل دي. حمید حسن وروستی وو چې وسوځېد، هغه یوه منډه واخېسته او په منډه وسوځېد. افغانستان ۲۳۲ منډی ووهلې، اتل ستوری ریس احمدزی وسوځېد هغه ډیره غوره لوبه وکړه ، ۶۸ منډی یې وکړی ، ریس احمدزی په منډه وسوځېد، سمیع الله شینواری اووټ شو، ولې ریس احمدزی لا ولاړ دی، دوه بالونه پاتې دي. ریس احمدزی ښه روان دی، هغه په یوازی سر ۶۹ منډی وکړې. اخر اوور پاتې دی. سمیع الله شینواری راوتی، له ریس احمدزي سره لوبه کوي. اتل ستوري ریس احمدزي څلوری ووهله، هغه تراوسه ۶۲ منډی کړي، وروستی هستي ګل عابد وو چې وسوځېد.


اتل ستوري هستي ګل عابد لومړی شپږه ووهله، هستي ګل په ۶ بالونو ۷ منډی کړي. د افغانستان اتل ستوري ریس احمدزی او هستي ګل عابد په مېدان کې دي. ریس احمدزي په یوازی سر ۵۸ منډی کړي. هستي ګل لا منډه نده اخېستې. اووه څلوېښتم اوور روان دی، شفیق وسوځېد، هغه دری منډی کړي. ریس احمدزی لا ولاړ دی. اتل ستوری ریس احمدزی ۵۶ منډی وکړې، ډېر ښه روان دی ، انشا الله که خدای کول ۷۰ ته به یې رسوي.


شپږ څلوېښتم اوور روان دی. ریس احمدزي ۵۰ پوره کړل اتل ستوري ریس احمدزي په ډېرو کمو بالونو خپله ۵۰ ووهله. ریس احمدزی تراوسه ۴۹ منډی کړي، خدای وکړي‌ چې ۵۰ پوره کړي، شفیق الله هم ښه لوبه کوي. محمد نبي عیسی خیل وسوځېد، هغه ډېر ښکلې لوبه وکړه، ۳۲ منډی یې وکړې، اوس شفیق الله شفیق مېدان ته ننوت. محمد نبي عیسی خیل شپږه ووهله، افغانستان ۱۹۴ منډی لري. ریس احمدزی بیا ۶ ووهله، ریس احمدزی بیا څلوری واخیستې ، هغه تراوسه په ۳۸ بالونو ۳۹ منډی کړي، نبي هم ولاړ دی. افغانستان ۱۷۸ منډی کړي. ۴ سوځېدلي، ۴۲ اورونه شوي دي. ریس احمدزی ډېر ښه وځلېد، هغه په ۳۱ بالونو ۲۸ منډی کړي، محمد نبي هم ښه روان دی ، افغانستان ۱۶۵ منډی لري. ۴ سوځېدلي دي، ریس احمدزي دری څلوری او یوه شپږه ووهله. کېڼ لاسی احمدشا وسوځېد. هغه ۵۲ منډی وکړلې.


کېڼ لاسی بېټسمین احمد شاه احمدي پنځوس پوره کړل، احمد شا احمدي ښه لوبه کوي، خو که خدای وکړي چې زیات پاتې شي، هغه تراوسه ۴۸ منډی کړي، محمد نبي هم ولاړ دی. افغانستان ۱۱۷ منډی وهلي دری سوځېدلي. احمد شا بله څلوری ووهله اوس افغانستان ۱۰۴ منډی لري. دری سوځېدلي‌ دي. افغانستان اوس ۹۹ منډی لري، احمد شا او نبي عیسی خیل ولاړ دي. کریم صادق دری منډی، اصغر ستانکزی ۳۳ منډی، او نوروز منګل ۱۵ منډی کړي. نبي او احمد شا سر ولاړ دي. په ۲۵ اورونو کې افغانستان اوس ۹۲ منډی لري، دری سوځېدلي دي. محمد نبي عیسی خیل مېدان ته ننوت ، هغه د هانګ کانګ په وړاندی ډېر ښه ځلېدلی وو تمه ده چې نن به هم ښه وځلیږي.


د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې کپټان نوروز منګل وسوځېد، هغه ۱۵ منډی وکړلې ، افغانستان ۸۶ منډی لري. احمد شا احمدي ۲۶ منډی وهلي او کپټان نوروز منګل بیا ۱۱ منډی کړي، نوروز منګل لومړی څلوری ووهله، افغانستان اوس ۷۸ منډی لري. افغانستان په شلو اورونو کې ۷۱ منډی وهلي ، دوه سوځېدلي، احمد شا دوه پرلپسې څلورۍ ووهلې. نوروز منګل او احمد شا په لوبه اخته، نوروز منګل پرون ډېره عالي لوبه وکړه. اصغر ستانکزی مېدان ننوت، هغه ۳۳ منډی ووهلې، دوه شپږې، دوه څلورې. اصغر ډېره غوره لوبه وکړه. د افغانستان له لوري کریم صادق او احمد شا احمدي لومړی بېټېنګ پیل کړ ولې کریم صادق وسوځېد، په تنزانیا کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن خپله مهمه او باارزښته لوبه له ایتالیا سره پیل کړه.

تبصره نسته

  1. salamona tolo da larawbar da warzapaney malgaro ta…zama la tarafa tolo paskhtano wrono aw da afghanistan tolo khalko ta da cricket mobaraki wayama..manana..Pardis

  2. د شاه زلمو دغه بريا دي ټولو افغانانو ته مباركه وي

    الله دي تل افغانان سرلوړي او كامياب لري.
    روح الله سمون- ګرديز

  3. زما نوم خوشال دی ، پلار مي وایی د خوشال نوم يې ځکه راباندي ايښی چي خوشال اوسم ، په وړکتوب خو هسي هم هر څوک خوشال وي مګر له کله چي راسته او چپه پيژنم نو د خپل قام غم مي خوشالۍ ته نه پريږدي ، خو ، په دې ورځو کي زه سخت خوشال يم ، ځکه چي زه خوشال يم او خوشال په دې يم چي زما د برېتور ، ږېرور ، شمله ور ، غرنيو ، مېړنيو ، ننګياليو شازلميو زما د قام شمله د نړۍ پر لراوبر پورته کړه ، دا برئ په خوشالي ارزي ، راځئ ټول خوشالي وکړو او خپلو شازلميو ته د واوا او ماشاالله تر څنګ عملي ملاتړ هم ورکړو.